د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۷

امریکا: د افغانستان ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون دې په مسلکي او شفافه توګه قضاوت وکړي


د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست مرستیاله الیس ویلز.
د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست مرستیاله الیس ویلز.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون​ غوښتي چې د شکایتونو په اړه په مسلکي او شفافه توګه قضاوت وکړي.

د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان د ټاکنیزو له شکایتونو خپلواک کمېسیون غواړو څو د شکایتونو په اړه په مسلکي او شفافه توګه قضاوت وکړي.

دا خبره د جَنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست مرستیالې الیس ویلز کړې.

ویلز ته په منسوب ټوېټ کې راغلي چې امریکا د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو له اعلان هرکلی کوي او د ټاکنو له کمېسیون هم مننه کوي چې له ننګونکو شرایطو سره یې کار وکړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا چارواکې داسې وخت د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون شفافه او مسلکي قضاوت ته هڅوي چې عبدالله عبدالله او یو شمېر نورو کاندیدانو د لومړنیو پایلو په اعلان اعتراض کړی.

عبدالله عبدالله چې یکشنبه ماښام د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټيم د غړیو په حضور کې غږېده د ټاکنو په کمېسیون انتقاد وکړ چې د ده په خبره له تقلب کارانو سره یې لاس یو کړی دی.

د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم مشر عبدالله عبدالله
د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم مشر عبدالله عبدالله

ده وویل اعلان شوې پایلې لومړنۍ وې او اوس د انتخاباتي پروسې یوه لویه برخه د شکایتونو څېړنه پیلېږي او دوی هم د خپلو شکایتونو بررسي غواړي.

هغه زیاته کړه: "مونږ د ټاکنیزو شکایتونو له کمېسیون دا توقع لرو چې د قانون له مخې په دقت ثبت شوي او ثبت کیدونکي شکایتونه بررسي کړي، تقلبي رایې جلا او پایلې له قانون سره په مطابقت کې وړاندې کړي."

عبدالله عبدالله ادعا وکړه چې د ده په خبره د پاکو رایو په اساس د ثبات او همپالنې ټیم د ټاکنو ګټونکی دی.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشره حوا علم نورستانۍ
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشره حوا علم نورستانۍ

یکشنبه د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې او ټینګار یې وکړ چې دوی په صداقت او شفافیت سره د قانون له مخې خپل کار کړی.

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې څه کم درې میاشتې مخکې د میزان په شپږمه وشوې او د لومړنیو پایلو اعلان یې په دې څو واره وځنډېد چې د رایو د بیا شمېرنې په وړاندې د عبدالله عبدالله ټیم ممناعت کاوه.

دوی ویل چې کمېسیون شاوخوا دری لکه رایې یو وار چې بیومټریک نه دي او یا له وخت بهر کارول شوي د اشرف غني په ګټه کاروي او نورې تقلبي رایې هم د هغه په ګټه کاروي نو ځکه لومړی باید پاکې او ناپاکې رایې سره جلا شي.

اخوا د افغانستان اوسني ولسمشر او په ټاکنو کې کاندید اشرف غني یکشنبه ارګ کې یوې غونډې ته وویل چې نور ټاکنیز ټیمونه دې اصول رعایت او د د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون له لارې خپل شکایتونه تعقیب کړي.

افغان ولسمشر او په ټاکنو کې د دولت جوړوونکي ټیم مشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر او په ټاکنو کې د دولت جوړوونکي ټیم مشر محمد اشرف غني

هغه وویل: "اوس وخت د دې دی چې ټول د لوبې اصول ومنو او په راتلونکو ورځو کې چې د شکایتونو محترم کمېسیون خپلې فیصلې کوي، بیا هم دا ټیم قانونمند چلند کوي او هیله ده چې ټول قانونمند رفتار وکړي."

اشرف غني که څه هم د ټاکنو په لومړنیو پایلو کې له پنځوس فیصدو زیاتې رایې ګټلي خو ویې ویل چې ټیم یې شکایتونه لري او له ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون سره به یې ثبت کړي.

اخوا د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون مشرې زهره بیان شینوارۍ له نورو کمیشنرانو سره په ګډه په یوه خبري غونډه کې پرون یکشنبه ټینګار وکړ چې دوی به ټول شکایتونه په شفافه او قانوني توګه وڅیړي.

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون مشره زهره بیان شینوارې
د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون مشره زهره بیان شینوارې

شینوارۍ زیاته کړه: "همغسې چې مو په قران لاس ایښی و او دا تعهد مو وکړ چې له قانون او طرزالعمل پرته موږ واقعا نه د کوم ټکټ" انتخاباتي ټیم " تر تاثیر لاندې راځو او نه به کوم ټکټ له موږ دا غوښتنه وکړي، نه به کوم سیاسي زور په موږ راشي، بې پرې، صادقانه او د قانون له مخې به شکایتونو او اعتراضونو ته رسیدګي کوو."

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون به د چهارشنبې تر پایه د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان اړوند شکایتونه ثبتوي او څېړنه یې کوي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون یکشنبه وویل چې د بیا شمېرنې او تفتیش تر بشپړېدو وروسته یو میلیون او اته لکه کسانو په ټاکنو کې رایه ورکړې وې او دوی د همدغو رایو لومړنۍ نتیجه اعلان کړه.

XS
SM
MD
LG