د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۶

ټاکنو کمېسیون: ډاډ ورکوو چې سبا "یکشنبه" د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلانوو


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، سبا ( یکیشنبه) به د ولسمشرۍ د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

د افغانستان د ۳۴ ولایتونو د رایو د بیا شمېرنې او تفتیش پروسې په پای ته رسېدو سره بالاخره د د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، سبا (یکشنبه) به د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

د دغه کمېسیون یو کمېشنر محمد حنیف دانشیار ازادي راډيو ته وویل، نن (شنبه) د ۷ ولایتونو د رایو د بیا شمېرنې او تفتیش په اړه د دارالانشا له لوري د کمېسیون مشرتابه ته راپور سپارل کېږي چې پر بنسټ به یې دوی پرېکړه وکړي.

د ټاکنو کمېسیون غړی محمد حنیف دانشیار
د ټاکنو کمېسیون غړی محمد حنیف دانشیار

هغه وویل: "له دارالانشا مو راپورونه راغوښتي، مخکې ۲۷ ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنه وشوه، او چمتوه دي، د پاتې ۷ ولایتونو راپور هم نن موږ ته راځي، پرې بحث کوو که څه ستونزه وه دارالانشا ته بېه یې په اړه لارښوونه وکړو، خو مونږ ډاډ ورکوو چې سبا به د ولسمشرۍ د ټاکنو لومړنۍ پایلې خلکو ته اعلان کړو."

تر دې وړاندې څو ځلې کمېسیون ویلي وه، چې لومړنۍ پایلې به اعلانوي خو په ۷ ولایتونو کې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې د پلویانو له لوري د د ټاکنو خپلواک کمېسیون دفترونه ته اجازه ونه ورکول کېده چې د رایو د بیا شمېرنې او تفتیش بهیر مخته یوسي.

د دغې ډلې ټینګار دا دی، چې ۳۰۰ زره هغه راًیې چې د دوی په خبره بایومتریکي معلومات نه لري باطلې اعلان شي خو کمیسیون بیا دا راًیې معتبرې ګڼي.

اوس چې په ټولو ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنې او تفیتش پروسه پای ته رسېدلی او د د ټاکنو خپلواک کمېسیون پرېکړه کړې، چې لومړنۍ پایلې به سبا اعلان کړي.

د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله وایي، پر خپلې پخوانۍ خبره په ټینګار سره دا هم وايي چې، په ۲۷ ولایتونو کې دې یې هم رایې بییا ځلي وشمېرل شي ځکه د دوی څارونکو په کې برخه نه درلوده.

د دغې ټاکنیزې ډلې ویاند فریدون خوځون: "دا اعلان د دې پر ځای چې کړکېچ حل کړي، یو نوی بحران به رامنځته کړي، مخکې هم کمېسیون دا بن بست رامنځته کړی و، موږ د حسن نیت لپاره دا بن بسټ مات کړ، اوس کمېسیون بیا غواړي هغه چاره تکرار کړي چې د ناپاکو رایو پر اساس د پایلو اعلان دی."

د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې ویاند فریدون خوځون
د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې ویاند فریدون خوځون

خوځون وایي، کمېسیون باید پاکې رایې له ناپاکو جلا او بیا لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

له دې سره د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړونکي ټاکنیزې ډلې یو غړي داوود سلطان زوی ازادي راډيو ته وویل، دوی د کمېسیون له پرېکړې هرکلی کوي.

هغه زیاته کړه:"معلومداره ده چې موږ او خلک د دې پایلو د اعلان لپاره ډېر زیات په تمه پاتې شوو، خلکو د مهالوېش پر بنسټ د رایو د اعلان غوښتنه کوله خو دا پروسه وځنډېده، خو که اوس هم اعلانېږي موږ یې هرکلی کوو."

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا وایي، متعرضې ټاکنیزې ډلې دې د لومړنیو پایلو اعلان ته اجازه ورکړي او که قناعت یې نه درلود، بیا دې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته دې مراجعه وکړي.

XS
SM
MD
LG