د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۶

'د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شوې'


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې.

د کمېسیون مشرې حوا علم نورستاني وویل، محمد اشرف غني ۵۰،۶۴ سلنه رأیې او عبدالله عبدالله۳۹،۵۲ ترلاسه کړې دي.

هغې زیاته کړه: "مونږ په ډېرې امانت‌دارۍ خپله دنده ترسره کړې، تر یو میاشت وړاندې له انتخاباتو بودجه نه‌وه."

په همدې حال کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ویاند میرزامحمد حقپرست پر خپل فیسبوک پاڼه د لومړنیو پایلو نوملړ یا لیست خپور کړی دی.

د دې لیست پر اساس محمد اشرف غني ۵۰،۶۴ سلنه، عبدالله عبدالله ۳۹،۵۲ سلنه، ګلبدین حکمتیار ۳،۸۵ سلنه، رحمت‌الله نبیل ۱،۸۶ سلنه، فرامرز تمنا ۰،۹۹ سلنه، سید نورالله جلیلي ۰،۸۵ سلنه، عبداللطیف پدرام ۰،۶۹ سلنه ، عنایت‌الله حفیظ ۰،۶۲ سلنه، محمد حکیم تورسن ۰،۳۶ سلنه، احمد ولي مسعود ۰،۲۲ سلنه، محمد شهاب حکیمي ۰،۱۸ سلنه، غلام فاروق نجرابي ۰،۰۹ سلنه، محمد حنیف اتمر ۰،۰۹ سلنه او نور رحمان لېوال ۰،۰۵ سلنه رأیې ګټلي دي.

په کابل کې د امریکا سفارت د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان هرکلی وکړ او د ټاکنو کمېسیون له غړو او کارکوونکو یې مننه وکړه چې دغه پایلې یې اعلان کړې.

د امریکا سفیر جان بس په خپل ټویټر پاڼه ویلي، دا باید ټولو افغانانو ته جوته وي چې دا لومړنۍ پایلې دي او د وروستیو پایلو اعلان ته نور زیات ګامونه پاتې څو افغانان ترې ډاډ ترلاسه کړي.

هغه زیاتوي، د وروستیو پایلو له اعلان مخکې باید شکایتونه وڅېړل شي او دوی به د دې بهیر ملاتړ وکړي.

په ورته مهال ملګرو ملتونو د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو هرکلی وکړ.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو وویل:" د ۲۰۱۹ کال د سپټمبر په ۲۸مه، د افغانستان اتباعو له امنیتي ګواښونو سره سره د یو ښه راتلونکي لپاره خپلې رایې وکارولې، دا رایه ورکونکي د خپلې مدني دندې د ترسره کولو له امله د ستاینې وړ دي."

هغه زیاته کړه: " اوس، ټول افغان چارواکي او ښکیل اړخونه باید د ټاکنو د خوندیتوب او بشپړېدو لپاره خپله ژمنه څرګنده کړي، چې د دغه بهیر د وروستي پړاو د بشپړتیا ساتنه وشي."

یاماموتو زیاته کړه: "د دغه بهیر په وروستي پړاو کې د ټاکنیزو بنسټونو هره پرېکړه باید روښانه قانوني او تخنیکي توجیهات ولري او باید د افغانستان خلکو ته په روښانه ټکو کې واضح کړل شي."

ملګري ملتونه یو ځل ټینګار کوي، چې د ټاکنو بهیر د ټولو ښکیلو اړخونو، د ټاکنیزو بنسټونو، نوماندانو، مدني ټولنو او رسنیو ګډ مسولیت دی.

یاماموتو وویل: " ټول کاندیدان ددې فرصت لري، چې خپلې اندیښنې، د مناسبو میکانیزمونو له لارې، په ټاکل شوي وخت کې د اړونده قانوني چوکاټونو، مقررو او تګلارو پر اساس مطرح کړي. په عین وخت کې، د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون مکلفیت لري، چې هر ور رسیدونکي شکایت ته په شفاف او دقیق ډول رسیدنه وکړي، چې د ټاکنو بهیر په باوري ډول پای ته ورسیږي."

د لومړنیو پایلو اعلان ته وروسته له دې لار هواره شوه چې د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې په اوو ولایتونو؛ بدخشان، تخار، بغلان، پنجشېر، جوزجان، سرپل او فاریاب کې د رایو بیا شمېرلو او تفتیش ته اجازه ورکړه.

د لومړنیو پایلو له اعلانه وروسته به کاندیدان دري ورځې فرصت ولري چې خپل شکایتونه د شکایتونو په کمیسیون کې ثبت کړي.

ټاکل شوې ده چې وروسنۍ یا نهايي پایلې وروسته له دې اعلان شي چې د شکایتونو کمېسیون شکایتونه وڅېړي.

په همدې حال کې د ډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ ثبات او همپالنې د ولسمشرۍ پایلو پر اعلان غبرګون وښود.

دغې ډلې د یوې اعلامیې په خپرولو سره پر ټاکنو کمېسیون نیوکه کړې چې د دوی د قانوني اعتراضونو او قوانینو پر خلاف او د درې سوه زره رایو له تصفیې پرته لومړنۍ پایلې اعلان کړې.

د اعلامیې پر اساس ثبات او همپالنې ډلې دغه راز د کمېسیون یاد اعلان غیرقانوني او جانب دارانه وباله چې د پاکو او ناپاکو رایو له جلاکولو پرته یې لومړنۍ پایلې اعلان کړې.

دغې ډلې یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې د تقلبي رایو پر وړاندې دریږي او د دوی د قانوني غوښتنو پرته پایلې نه مني او له هر راز قانوني لارې به د خلکو د رایو دفاع وکړي.

ثبات او همپالنې هیله څرګنده کړه چې د دوی قانوني غوښتنو او شکایتونو ته به رسیدګي وشي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا وایي، متعرضې ټاکنیزې ډلې دې د لومړنیو پایلو اعلان ته اجازه ورکړي او که قناعت یې نه درلود، بیا دې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته دې مراجعه وکړي.

XS
SM
MD
LG