د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۵

د ټاکنو کمېسیون د رأیو د بیاشمېرنې او تفتیش پای ته رسېدو اعلان وکړ


د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او هم‌پالنۍ انتخاباتي ډلې چې د افغانستان په اوو ولایتونو کې یې د رأیو د بیا شمېرنې او تفتیش بهیر درولی و، د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ (قوس ۲۴مه) کمېسیون ته اجازه ورکړه چې خپل کار پیل کړي.
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او هم‌پالنۍ انتخاباتي ډلې چې د افغانستان په اوو ولایتونو کې یې د رأیو د بیا شمېرنې او تفتیش بهیر درولی و، د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ (قوس ۲۴مه) کمېسیون ته اجازه ورکړه چې خپل کار پیل کړي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایې، په ټولو ۳۴ ولایتونو کې د ولسمشرۍ انتخاباتو د رایو بیاشمېرنې او تفتیش بهیر عملا بشپړ شو.

د دغه کمیسیون چارواکي وایې د پایلو د اعلان پر وړاندې هیڅ تخنیکي خنډ نشته او دوی چمتووالی لري چې راتلونکې اوونۍ پایلې اعلان کړي.

د ټاکنو له ورځې (میزان ۶مه) شااوخوا ۳ میاشتې وروسته پرون د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وویل چې د رأیو بیاشمېرنه او تفتیش د ټاکنیزو ټکټونو د استازو، څارونکو او د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د کارکوونکو په حضور کې ترسره شو.

د دغه کمیسیون یوه ویاند ذبیح الله سادات آزادي راډیو ته وویل چې د بغلان ، فاریاب او بدخشان پایلې د خرابي هوا له کبله کابل ته نه دي انتقال شوي، خو نن جمعه (قوس ۲۹مه) به مرکز ته ورسیږي .

ښاغلي سادات زیاته کړه: "د هوا د خرابوالي له کبله پروازونه نه کیدل. نن نتایج کابل ته استول کېږي یوه اوونۍ وخت غواړي چې هغه تر لاسه او سیستم ته داخل شي. وروسته به تطبیقات ترسره او بیا به لومړنۍ پایلې اعلانیږي."

د ټاکنو کمېسیون ویاند دا هم وویل چې د دې پروسې په بشپړولو سره نور د ولسمشرۍ انتخاباتو د لومړنیو پایلو د اعلان پروړاندي هیڅ ډول تخنیکي ستونزې نشته.

که څه هم د ټاکنو کمېسیون چارواکي د ابتدايي پایلو د اعلانېدو دقیقه نېټه نه ښيي، خو وايي د راتلونکې اوونۍ په ترڅ کې به اعلان شي.

د ټاکنو کمېسیون تردې مهاله دوه ځلې د لومړنیو پایلو د اعلان نېټه وټاکله، خو ونه توانېده خپله ژمنه پوره کړي.

پنجشیر، تخار، جوزجان، سرپل، بدخشان، فاریاب او بغلان هغه اووه ولایتونه دي چې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالني انتخاباتي ډلې په کې د رأیو د بیاشمېرنې او تفتیش مخه نیولې وه. خو د لیندۍ پر ۲۴ یې ددغې پروسې پیلېدو اجازه ورکړه.

ښاغلی عبدالله چې ادعا لري ۳۰۰ زره رأیې په شرایطو برابرې نه دي او باید باطلې شي، وویل چې دا پرېکړه یې د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون په غوښتنه کړې. د ثبات او همپالنې ډله اوس د دغو ۳۰۰ زر رأیو ځانګړی او جلا تفتیش غواړي.

د انتخاباتو کمېسیون که څه هم مني چې دغه رأیې له ټاکل شوي طرزالعمل سره برابرې نه دي، خو وايي ځکه معتبرې دي چې له نورو ټولو شرایطو برخمنې دي.

د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې تر دې وړاندي ویلي چې که د دغو ۳۰۰ زره رایو د برخلیک په اړه د انتخاباتو کمېسیون پرېکړه د قانون پر بنسټ نه وي، لومړنۍ پایلې به ونه مني. دغې ډلې همداراز ویلي چې د ۲۷ ولایتونو رأیې چې ددوی د څارونکو له حضور پرته ترسره شوي، له سره وشمېرل شي، خو د ټاکنو کمېسیون دا غوښتنه رد کړې.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تادامیچي یاماموتو د روانې اوونۍ په سر کې د ولسمشرۍ ټاکنو له نوماندانو غوښتي چې د ټاکنو پایلې ومني.

په ورته وخت کې د امریکا متحده ایالاتو د جمهوري غوښتونکي ګوند یو مشهور سناتور لېندسي ګراهام هم افغانستان ته د خپل سفر پر مهال ویلي، هیله‌مند دی چې راتلونکو ورځو کې د افغانستان نوی حکومت جوړ او له طالبانو سره د سولې خبرو ته زمینه برابره شي

XS
SM
MD
LG