د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۴

د انتخاباتو کمېسیون وايي د څلورو ولایتونو انتخاباتي مواد مرکز ته رسېدلي


د ټاکنو کمېسیون د دارالانشأ رئیس وویل، یوازې په بغلان کې د رأیو بیاشمېرنه او تفتیش لا هم روان دی چې تر سبا پورې به پای ته ورسېږي.
د ټاکنو کمېسیون د دارالانشأ رئیس وویل، یوازې په بغلان کې د رأیو بیاشمېرنه او تفتیش لا هم روان دی چې تر سبا پورې به پای ته ورسېږي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د اوو ولایتونو له ډلې چې د رأیو تفتیش او بیاشمېرنه‌یې د تېرې یکشنبې په ورځ پیل شوه، د څلورو ولایتونو انتخاباتي مواد د کمېسیون مرکزي دفتر ته رسېدلي.

د دې کمېسیون د دارالانشأ رئیس حبیب‌الرحمن ننګ د چهار شنبې په ورځ (قوس ۲۴مه) ازادي راډیو ته وویل، د رأیو د بیا شمېرنې او تفتیش بهیر په شپږو ولایتونو پنجشېر، تخار، جوزجان، سرپل، بدخشان او فاریاب کې پای ته رسېدلی.

ښاغلي ننګ وویل، یوازې په بغلان کې دغه پروسه لا هم روانه ده چې تر سبا پورې به ختمه شي.

نوموړي همداراز وویل چې د څلورو ولایتونو انتخاباتي مواد د کمېسیون مرکزي دفتر ته رسېدلي دي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د دارالانشأ رئیس حبیب‌الرحمن ننګ
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د دارالانشأ رئیس حبیب‌الرحمن ننګ

هغه زیاته کړه: "د جوزجان، سرپل، تخار او پنجشېر ولایتونو انتخاباتي مواد مرکزي دفتر ته انتقال شوي او د بدخشان او فاریاب ولایتونو انتخاباتي مواد لاتر اوسه نه‌دي رارسېدلي او هغه به هم د نن ورځې تر پایه یا سبا ته راورسېږي."

د ټاکنو کمېسیون د دارالانشأ رئیس په خبره، پر انتخاباتو د څار بنسټونه دغه بهیر څاري.

نوموړی وايي، په هغو ولایتونو کې چې رأیې یې جنجالي دي، د انتخاباتي قوانینو او طرزالعملونو پر بنسټ تر تفتیش وروسته‌یې رأیې د رأیو د جمع‌بندۍ په ملي مرکز کې راټولېږي او د یو هر اړخیز راپور په بڼه د کمېسیون رهبرۍ ته وړاندې کېږي چې کمېسیون د لومړنیو پایلو د اعلان په اړه تصمیم ونیسي.

له دې وړاندې یو شمېر سرچینو په کمېسیون کې ویلي و چې لومړنۍ پایلې به د روانې اوونۍ تر پایه اعلان شي.

په ورته وخت کې پر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه وايي، د رأیو د بیا شمېرنې او تفتیش په بهیر کې تر اوسه کومه جدي ستونزه نه‌ده پیدا شوې.

​د افغانستان د ازاد او عادلانه انتخاباتو بنسټ فیفا اجرائیوي رئيس یوسف رشید
​د افغانستان د ازاد او عادلانه انتخاباتو بنسټ فیفا اجرائیوي رئيس یوسف رشید

د افغانستان د ازاد او عادلانه انتخاباتو بنسټ فیفا اجرائیوي رئيس یوسف رشید ازادي راډيو ته وویل: "تر اوسه زموږ همکارانو د طرزالعملونو او پروسیجرونو د نقض په برخه کې کومه جدي ستونزه نه‌ده پیدا کړې. بیا هم که کومه جدي ستونزه تر سترګو شوه، شریکوو یې."

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او هم‌پالنۍ انتخاباتي ډلې چې د افغانستان په اوو ولایتونو کې یې د رأیو د بیا شمېرنې او تفتیش بهیر درولی و، د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ (قوس ۲۴مه) کمېسیون ته اجازه ورکړه چې خپل کار پیل کړي.

خو دغه ډلې د ۳۰۰ زرو جنجالي رأیو د باطلېدو غوښتنه هم کړې کوم چې کمېسیون‌یې معتبر ګڼي.

XS
SM
MD
LG