د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۰

"د تېر کال په پرتله افغانستان کې ښځو سره تاوتریخوالی ۸ سلنه ډېر شوی"


سږکال د افغانستان د بشري حقونو په خپلواک کمېسیون کې د تاوتریخوالي ۲۷۶۲ پېښې ثبتې شوي. دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال په اوو میاشتو ۲۵۳۶ پېښې ثبتې شوې وې.
سږکال د افغانستان د بشري حقونو په خپلواک کمېسیون کې د تاوتریخوالي ۲۷۶۲ پېښې ثبتې شوي. دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال په اوو میاشتو ۲۵۳۶ پېښې ثبتې شوې وې.

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون وایي، په دغه هېواد کې د ښځو پر وړاندې د تېر کال په پرتله ۸ اعشاریه ۲ سلنه د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې.

د دغه کمېسیون رئیسې شهرزاد اکبر د شنبې په ورځ (قوس دویمه) په یوه خبري کنفرانس کې وویل، له اتلسو کلونو هڅو سره سره لا هم افغانستان کې د ښځو ژوند د اندېښنې وړ دی.

ددغه کمېسیون د چارواکو په وینا، کال بل ته د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ثبت شویو قضیو شمېر زیاتېږي.

خو اغلې اکبر د ځینو پرمختګونو خبره هم وکړه: "سره له دې چې په افغانستان کې دا مهال د ښځو ژوند د اندېښنې وړ دی، خو باید ووایم چې د بشري حقونو او د ښځو د چارو بنسټونو د عامه پوهاوي په زیاتوالو، زده کړې، روغتیايي اسانتیاوو او عدالت ته د ښځو د لاسرسي په برخه کې ونډه درلوده."

د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون کمېشنرې شبنم صالحي چې ددغه کمېسیون د کال د لومړیو اوو میاشتو راپور یې له رسنیو سره شریکاوه وویل، له ښځو سره د ترسره شوي تاوتریخوالي لویه برخه د کورنیو له خوا ده.

اغلې صالحي وویل: "سږکال د افغانستان د بشري حقونو په خپلواک کمېسیون کې د تاوتریخوالي ۲۷۶۲ پېښې ثبتې شوي. دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال په اوو میاشتو ۲۵۳۶ پېښې ثبتې شوې وې. له بده مرغه دا شمېر د تېرکال د همدې مودې په لړ کې ۸،۲ سلنه زیاتوالی ښيي."

په دغه راپور کې راغلي چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې له ښځو سره په فزیکي، لفظي او رواني، اقتصادي او جنسي ډول تاوتریخوالی کېږي چې ډېری موارد یې په کابل، هرات، کندهار ننګرهار او نورو ښارونو کې رامنځته کېږي.

د دغه کمېسیون په خبره، د عامه پوهاوي نه شتون، د بخښنې فرهنګ موجودیت، ناوړه دودونه، په لرې پرتو سیمو کې د حکومت د واک کمزورتیا او په عدلي او قضایي ارګانونو کې د زورواکو لاسوهنه له ښځو سره د شوي زور زیاتي عمده لاملونه بلل کېږي.

وژنې، وهل ډبول، په کم عمر کې ودول، تحقیرول او ورته نور موارد هغه څه دي، چې تر دې وړاندې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون له خوا په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي بېلګې یادې شوې دي.

د ښځو د حقونو یو شمېر فعالان بیا وايي، دولت باید د ښځو پر وړاندې د زورزیاتي د راکمولو لپاره ځانګړي پلاونونه او اقدامات ترسره کړي.

د ښځو د حقونو فعاله صفیه صدیقي: "دا د حکومت مسولیت او مکلفیت دی چې د تاوتریخوالي د راکمولو لپاره ځانګړي پولیس او مخابراتي شبکې فعاله کړي او ښځو ته دا امکانات برابر کړي چې خپل غږ تر مسئولانو ورسوي."

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې، له ښځو سره زورزیاتی د دې لامل ګرځېدلی چې ښځې ځان ووژني یا وسوځوي او یا په رواني ناروغیو اخته شي.

XS
SM
MD
LG