دېرش کاله مخکې د نومبر په نهمه د برلین دېوال ونړول شول او جرمنيانو ته لاره پرانیستل شوه چې تر نړيوالې جګړې وروسته چې خلک یې پر دوو برخو وېشل شوي وو، بېرته سره یو ځای شي.
دا دېوال په ۱۹۶۱ میلادي کال کې جوړ شو او جرمني يې پر دوو برخو ووېشله؛ یو یې د جرمني ډیموکراټیک جمهوريت چې په ختيځ بلاک کې وو او بل فدرال جرمني وو. د دې دېوال په جوړېدو سره د جرمني پلازمېنه برلین هم پر دوو برخو وویشل شو.
دا دېوال د سړې جګړې له نښو ګڼل کېده او نه یوازي يې خلک جسماً له یو بله جلا کړي وو، بلکه دا دېوال د فکر د طرز د جلاوالي لپاره هم وو.
له ۱۹۶۱ څخه تر ۱۹۸۹میلادي کال پورې، تر ۱۰۰ زرو زياتو کسانو هڅه وکړه چې تر دې دېوال واوړي. څه باندې پنځه زره کسان وتوانېدل دا کار وکړي، خو لسګونه زره نور بیا د اوښتو پرمهال ووژل شول.
په ۱۹۸۹ کال کې په ختيځه اروپا کې د پولنډ او هنګري په ګډون تر یو شمېر پاڅونو وروسته، په ختيځ المان کې کورنۍ نارامي زیاته شوه او تر څو اوونیو دوامداره ناارامیو وروسته، د ۱۹۸۹ د نومبر مياشتې په نهمه نېټه د ختيځ جرمني دولت اعلان وکړ چې د دې هېواد اوسېدونکي کولای شي، لویديځ جرمني ته لاړ شي او د برندن بورګ او نورې دروازې يې پرانیستې.
د همغه کال په سپټمبر مياشت کې د جرمني د دواړو برخو خلک له کُلنګونو او څټکونو سره د دېوال دواړو خواوو ته راټول شول او د دې دېوال په عملي ماتولو يې لاس پوري کړ چې په نتيجه کې يې جرمني بېرته یوه شوه.
د دې دېوال د سقوط ډېر عوامل په خپرونو او کتابونو کې راغلي چې یو یې د شوروي اصلاح غوښتونکي میخایل ګورباچف قدرت ته رسېدل دي چې د ازادۍ او شفافیت په نوم سیاسیتونو سره يې د خلکو خوځښتونو ته لاره هواره کړه.
د هغه وخت د امريکا ولسمشر رونالډ ریګن هم په دې کار کې رول درولود او د شوروي اتحاد له مشر میخایل ګورباچف سره يې په سویس کې ولیدل او په ۱۹۸۷ میلادي کال کې يې برلین ته د سفر پر مهال د برندن بورګ په دروازه کې ګرباچوف ته چې د شوروي کمونیست ګوند عمومي منشي او د شوروي اتحاد ولسمشر و، په خطاب کې وویل: "ښاغلې عمومي منشي، که ته سوله وغواړې، که ته د شوروي او ختيځې اروپا په اتحاد کې پرمختګ غواړې، که د لبرال کېدو پلوی یې- دې دروازې ته راشه. ښاغلی ګورباچف، دا دروازه پرانیزه ... دا دېوال مات کړه."
پرون په هغه ځای کې چې د امریکا د هغه وخت ولسمشر رونالډ ریګن وینا کړې وه، د هغه له لویه مجسمه نندارې ته وړاندې شوه. د برلین دېوال د ماتېدو په خوښۍ کې غونډې او جشنونه جوړ شول.
د نورو لاملونو تر څنګ یو شمېر غربي او افغان کارپوهان په دې باور دي چې د برلین دېوال د ماتېدو یو لامل دا هم وو چې افغانانو د شوروي اتحاد پر وړاندي جګړه پیل کړه.
د دوی په وینا د شوروي اتحاد پر وړاندي د افغانانو جګړې د شوروي اتحاد هغه طلسم مات کړ چې ګواکې دا اتحاد نه ماتېدونکی دی.
او همداراز شوروي اتحاد تر سخت اقتصادي او سیاسي فشار لاندې شو چې په ټوله کې دغه ټول لاملونه سره یو ځای شول او د شوروي او شرقي بلاک د له منځه تللو سبب شول.