د برلین دیوال د یو لړ پېښو په ترڅ کې ونړول شو،چې هغه هم د لیخ والیسا په مشرۍ د یوه ګډ حرکت تشکیل و، او دغه عمل په ختیځې اروپا کې د کمونیستي رژیم د پای ته رسولو پیل و.
د تیرې شپې په جشن کې چې په دې مناسبت جوړ شوی و، د نړې د اوه ویشتو هیوادونو مشرانو ، چې د دوهمې نړیوالې جګړې د
د څلورو متفقینو مشران هم په کې شامل و د جرمني د صدراعظمې انګیلا میرکل سره یوځای ګډون وکړ.نوموړې په ختیځ جرمني کې روزل شوې وه.
د تیرې ورځې په پیل کې مخته تر دې چې د جشن مراسم پیل شي، میرمن میرکل د پخواني شوروي اتحاد له پخواني ولسمشر میخاییل ګورباچوف سره، د بوړن هولمر له پل څخه تیره شوه، چې د تیریدو را تیریدو لومړنۍ پوستې وې. او په زرګونو کسان یې هرکلي ته راغلي و، دوی د ګوربي او میرکل شعارونه ورکول.
د جرمني صدراعظمې خلکو ته په خطاب کې وویل، جرمني ته دا یوه تاریخي ورځ ده، چې همدا اوس یې له دوستانو سره جشن نیسو
میرمن میرکل تیره شپه د امریکا د بهرنیو چارو له وزیرې هلیري کلنټن، د فرانسې، بریټانیا، او روسیې له مشرانو او د نړۍ د نورو چارواکو سره د برانډن بورګ دروزاې مخې ته په جیشن کې ګډون وکړ، دا د لویدیځ او ختیځ برلین ترمنځ یوه بې خاونده ځمکه وه.
میرمن میرکل راټولو شویو کسانو ته وویل،د ۱۹۸۹کال د نوامبر نهمه نیټه یوه تاریخي حماسه او ددې د ژوند د خوښیو ډکه ورځ شمیرل کیږي:
((برلین د دیوال نړیدل په نهایت کې د سړې جګړې د پای ته رسیدو معنی درلوده. دغه عمل د جرمني او ټولې اروپا د یووالي او عدالت دوره ګڼل کیږي. له دې امله د نوامبر نهمه مونږ او تاسې ټولو ته یوه لویه او د تلپاتې خوښۍ ورځ ده.))
نوموړې ټینګار وکړ، چې د دواړو جرمني هیوادونو یووالی په مرکزي او ختیځې اروپا کې د ګاونډیو هیوادونو پرته ممکن نه و.
په دې لار کې یې په پراګ، پولینډ او هنګري کې د اړوندو اصلاح غوښتونکو حرکتونو د هڅو مننه وکړه.
د امریکا ولسمشر اوباما خپله په دغو مراسمو کې ګډون نه و کړی، خو د نوموړي یوه ثبت شوې ویډیو د جشن زرهاوو ګډون کونکو ته وښودل شوه.
ولسمشر اوباما په دې ویډیو کې وویل، امریکا تل د ۱۹۸۹ کال د نوامبر د نهمې نیټې د خاطرو درناوی کوي. او نوموړی هیڅکله دغه ورځ نشي هیرولی، چې خلکو د برلین دیوال ټوټې ټوټې کړ.
د ولسمشر اوباما په وینا دا د ظلم په وړاندې د خلکو د پاڅون یوه نښه او د ازادۍ لپاره د تایید مهر ګڼل کیږي.
د متحد ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرې هلیري کلنتن د ختیځ جرمني له خلکو څخه قدرداني وکړه، چې خپل سرنوشت یې پخپله وټاکه.
(( نن شپه مونږ د جرمنانو د خاطرو درناوې کوو، په ځانګړي ډول د هغو کسانو، چې په ختیځ جرمني کې اوسیدل. هغو چې قیام وکړ، او دا زمینه یې برابره کړه، چې مونږ نن دلته ودریږو. هغوی د خپلو حالاتو په وړاندې پاڅون وکړ، او ویې ویل، ازادي هغه حق دی چې له پیدایښت څخه مونږ ته راکړل شوی دی. او اوس مونږ خپل دغه حق تر لاسه کوو.))
د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې همدا راز هغو پېښو او اصلاحاتو ته اشاره وکړه، چې د برلین د دیوال تر نړیدو وروسته په پخواني شوروي اتحاد کې رامنځ ته شوې.
د روسیې ولسمشر دیمیتري میدویدیف وویل، په نړۍ کې همدا اوس هم بې باورۍ موجودې دي، او باید زیاتې هڅې وشي، چې تر څو اوسني درزونه له منځه یوړل شي.
((زه غواړم دلته په برلین کې ووایم، مونږ ټولو ددې لپاره، چې پخواني برخورد مو هیر کړی وي، خوشبین او هیله من یوو. خو د څو قطبي نړۍ په لور حرکت د ډیرو هیوادونو او ټولواروپا او د نړۍ د هیوادونو لپاره مهم دی))
په برلین کې د تیرې شپې جشن د اورلوبو، او خوښیو په مراسمو سره تر نیمو شپو دوام وکړ. او د ګډ برلین اوسیدونکو هغو بهرنیو ملیمنو ته چې په دې جشن کې یې ګډون کړی و، شیرینې او د څښاک په ور کولو له دوی څخه هرکلی وکړ.