د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۵۰

"د برلېن د دېوال نړېدل په ټوله نړۍ کې د مظلومو خلکو لپاره د امېد یو پیغام دی"

پرون د برلین دېوال د نړېدو په مناسبت د جشن دریمه ورځ وه چې په ترڅ کې یې اورلوبې وشوې؛ کنسرټونه ورکړل شول او اوه زره سپینې هوايي پوکڼۍ هوا ته خوشې شوې.

په تېرو دریو ورځو کې له احساساتو ډکې غونډې جوړې شوې او د برلین اوسېدونکو او سیلانیانو د ۱۹۸۹ کال د نوامبر د نهمې نېټې؛ د هغې ورځې یادونه وکړه چې د برلېن دیوال چې اروپا یې د سړې جګړې په نتیجه کې په دوو برخو وېشلې وه؛ ونړېد او میلیونونه جرمنان چې د کمونیزم بندیان وو؛ آزاد شول.

په پرونیو مراسمو کې د جرمني صدراعظمې انګېلامېرکل وویل؛ د برلېن د دېوال نړېدل لاهم په ټوله نړۍ کې د مظلومو خلکو لپاره د امېد یو پیغام دی:

"دې پېښې وښوده چې موږ دا توان لرو چې خپل برخلیک وټاکو او ژوند مو ښه کړو. دا د برلېن د ېوال د نړېدو پیغام دی چې نه یوازې موږ ته یې په جرمني کې بلکې په اروپا او نړۍ کې یې نورو ته لارښوونه وکړه؛ په تېره په اوکراین، سوریه، عراق او نورو سیمو کې چې بشري حقونه له خطر او ګواښ سره مخامخ دي."

د نړۍ د عیسویانو مذهبي مشر پاپ فرانسس وویل؛ د برلېن دېوال په اروپا او ټوله نړۍ کې د ایډیولوژیک وېش یو سېمبول و. پاپ چې د واتیکان په سنت پېتر چوک کې د یکشنبې ورځې په مذهبي مراسمو کې وینا کوله زیاته کړه؛ چېرته چې دېوال دی، هلته زړونه یو له بله بېل شوي. پاپ وویل، موږ دېوالو ته نه بلکې پلونو ته اړتیا لرو.

د برلېن دېوال په ۱۹۶۱ میلادي کال کې د دې لپاره جوړ شو چې له ختیځې جرمني څخه لویدیځې جرمني ته د خلکو د تلو مخه ونیسي.

دا ۱۶۰ کیلومتره اوږد دېوال په سر کې له خښتو جوړېده؛ خو ورو ورو کلک او پلن دېوال شو چې ټينګ امنیت ورته نیول شوی و.

مخکې له دې چې په ختیځه اروپا کې د ولسي پاڅونونو په نتیجه کې کمونیستي حکومتونو ړنګ شي لږترلږه یوسل او اته دېرش کسان چې له ختیځ برلین څخه یې لویدیځ برلین ته د تېښتې هڅه کوله؛ د امنیتي موظفینو له خوا ووژل شول.

انګېلا مېرکل چې د پخواني شوروي په متحد هېواد ختیځه جرمني کې لویه شوې ده؛ وویل چې د برلین دېوال د نړېدو کلیزه نه یوازې د خوښۍ؛ بلکې دې قربانیانو ته د درناوي ورځ هم ده.

This item is part of
XS
SM
MD
LG