د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۵۰

د نړۍ مشران په ختیځ برلین کې راټول شول

د غونډې ځای
د غونډې ځای
د ورځي په پیل کې د جرمني مشران په ختیځ برلین کې د ګیت سي ماڼۍ په کلیسا کې چې په ۱۹۸۹ کال کې د ختیځ المان د حکومت د مخالفانو د راټولیدو ځای وه راغونډ شول.

د بریتانې صدراعظم ګوردڼ براون ،د فرانسې ولسمشر نیکولاس سرکوزې ،د روسې جمهور رئیس دیمیتري میدویدف او د امریکا د بهرنیوچارو وزیره هیلري کلینټن په دغه مراسمو کې د ګډون لپاره په جرمني کې دي.

د نړی دغه مشران د براندین بورګ په طاق کې چې د ختیخ او لویدیځ برلین د جلا کیدو ځای وه راټولیږي.

په دې مراسمو کې د پخواني شوروي اتحاد مشر میخایل ګورباچوف، د پولینډ پخوانۍ ولسمشر او یو شمیر نور سیاسي فعالان چې د برلین د دیوال په نړیو کې يې رول لوبلۍ هم برخه لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلینټن وویل:

(زه ډیره خوښه یم چې په دې تاریخي مراسمو کې په برلین کې یم.دا ښار نه یوازې د جرمني بلکه د اروپآ ،امریکا، او ټولې نړی لپاره مهم ښار دی.
زه د جرمني صدراعظمې ته نه یوازې ددغه لوی کار بلکه د هغه ګامونو مبارکي وایم چې د هغې حکومت يې ترسره کوي.

په ۱۹۸۹میلادي کال کې د برلین د دیوال په نړیدو سره ختیځ او لویدیځ المان سره یوځای شول اوله دې بدلون یو کال وروسته بیا پخوانۍ شوروي اتحاد هم ړنګ شو.
XS
SM
MD
LG