د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۰۴

د برلين دېوال د پورته کېدو ٢٨مه کاليزه ولمانځل شوه


جرمني نن د برلین دیوال د پورته کیدو چې کمونستانو یي دا هیواد د ۲۸ کلونو لپاره په دوو برخو ویشلې و، پنځوسمه کلېزه لمانځي.

د ۱۹۶۱ کال د اګست په ۱۳ مه کله چې د ختیځ برلین اوسیدونکي له خوبه راپورته شول ویي لیدل چې وسله والو عسکرو یي لارې کوڅي بندې کړي، د اورګاډو تړاو یي پری کړی او اغزن سيم په کي تېروي چې وروسته په ۱۵۵ کیلومتره اوږده ډبرین دیوال بدل شو.

د برلین ښاروال کلاوس وویرایت نن د دغې ترخې کلیزې په مراسمو کې د وینا پر مهال وویل، د برلین دیوال باید چې د بیا متحد شوې جرمنې په تاریخ کې له یاده ونه وځي.

ده وویل:

“ دا زموږ ګډ مسوولیت دی چې دغه خاطره ژوندۍ وساتو او راتلونکو نسلونو ته یي د آزادۍ او ډيموکراسۍ د مقاومت د یادګار په توګه ورسوو او دا یقیني کړو چې دا ډول بي عدالتي به هیڅکله بیا په بل کوم ځاي کې نه کیږي”.

په دغو مراسمو کې د جرمني جمهور رئیس کریستیان وولف او صدراعظمې انګیلا میرکل چې دواړه په ختیځ المان کې رالوى شوي وو، هم ګډون کړی و.

د جرمنی د ویش په کلونو کې لږ ترلږه ۱۳۶ کسان چی غوښتل یي له ختیځ برلین څخه لویدیځ برلین ته په جوړ شوې دیوال واوړې، وژل شوي وو.

د برلین دیوال د ۱۹۸۹ کال د نومبر په ۹ مه، د یوه پاڅون په جریان کې ړنګ شو خو ویني پکي توئي نشوې.
XS
SM
MD
LG