د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۰

ارګ: د افغانستان د سولې نوې طرحه بشپړه طرحه ده


د افغانستان حکومت له طالبانو سره د سولې اووه ماده يي طرحه د اکټوبر مياشتې په ۲۹مه اعلان کړه. په دغه طرحه کې د طالبانو له خوا یو میاشتنی اوربند له دغې ډلې سره د حکومت د سولې خبرو اساسي شرط دی.
د افغانستان حکومت له طالبانو سره د سولې اووه ماده يي طرحه د اکټوبر مياشتې په ۲۹مه اعلان کړه. په دغه طرحه کې د طالبانو له خوا یو میاشتنی اوربند له دغې ډلې سره د حکومت د سولې خبرو اساسي شرط دی.

که څه هم اجرائيه رئيس د حکومت د سولې پر طرحه انتقاد کړى، خو جمهوري رياست يې بشپړه طرحه ګڼي.

د افغانستان اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله دغه ٧ ماده يي طرحه غيرواقعي بللې ده.

ښاغلي عبدالله د فرانسې له خبري اژانس سره په خپله مرکه کې د سولې وړاندې شوې طرحه، د هیلو له يوه ليست سره تشبيه کړې ده.

که څه هم اجرائيه رئيس د جمهوري رياست د سولې تازه طرحه غيرواقعي ګڼي، خو د جمهوري رياست يو وياند وايي، دغه طرحه له بېلابېلو لوريو سره تر سلا مشورې وروسته جوړه شوې ده.

اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله پرون سې شنبه (عقرب/لړم ۱۴مه) د فرانسې خبري اژانس ته په مرکه کې وويل، د افغانانو په شمول هېچا ته دغه طرحه جدي نه ده ښکاره شوې.

د ښاغلي عبدالله په خبره طالبان هم بايد دا شرط ليرې کړي چې ګواکې د افغانستان له حکومت سره مذاکره نه کوي، ځکه د اجرائيه رئيس په باور حکومت بايد په هر ډول مذاکرو کې شامل وي.

"نن دا حکومت په واک کې دى، سبا به د ټاکنو تر نتايجو وروسته بل حکومت واک ته رسېږي. دا بايد د طالبانو له‌خوا د شرط په توګه مطرح نه‌شي چې له حکومت سره نه، بلکې له نورو اړخونو سره خبرې کوي. موږ په دې باور يو چې مرکچي ټيم بايد پراخ وي او حکومت‌يې يوه برخه پاتې شي."

د افغانستان د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال وايي، د سولې دغه طرحه له بېلابېلو لوريو سره تر سلا مشورې وروسته جوړه شوې ده.
د افغانستان د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال وايي، د سولې دغه طرحه له بېلابېلو لوريو سره تر سلا مشورې وروسته جوړه شوې ده.

د افغانستان حکومت له طالبانو سره د سولې اووه ماده يي طرحه د اکټوبر مياشتې په ۲۹مه اعلان کړه.

د افغانستان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي، چې ددغې طرحې په اړه یې خبریالانو ته معلومات ورکول، وویل چې له طالبانو سره د سولې خبرو لپاره باید دغه ډله یو میاشتنی اوربند اعلان کړي.

په دغه طرحه کې له طالبانو غوښتل شوي چې د سولې د موافقې په صورت کې له جګړې لاس واخلي او دا تضمين دې ورکړي، چې په افغانستان کې به د جګړې ټول عوامل له منځه ځي.

د جمهوري رياست مرستيال وياند دوا خان مينه پال تېره شپه ازادۍ راډيو ته وويل، حکومت دغه وړاندې شوې طرحه، پايدارې او عزتمنې سولې ته د رسېدو تر ټولو لنډه لار ګڼي.

"دا يوه جامع او مکمله طرحه ده. دا طرحه د لويې جرګې د فرمايشونو په نتيجه کې رامنځته شوې ده. د دې طرحې په اړه د افغانستان له مختلفو اقشارو او اصنافو سره مشورې شوې دي."

د حکومت اجرائيه رئيس د سولې د مذاکرو په تړاو ويلي چې په هر ډول مذاکرو کې بايد حکومت شامل وي، دا که حکومت د ده په رهبرۍ وي، يا هم د محمد اشرف غني په رهبرۍ.

د امريکا متحده ايالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ له طالبانو سره د امريکا مذاکرې په سپټمبر مياشت کې د کابل په شش درک سيمه کې د طالبانو تر يوې حملې وروسته لغوه کړې.

په هغه حمله کې د يوه امريکايي سرتېري په ګډون ١٢ کسان ووژل شول.

د سولې مذاکرې د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد پرمخ بېولې چې د سولې پر يوه موافقه سلا کېدو ته نږدې شوي وو.

د ښاغلي خليلزاد په خبره د دوى د سولې په موافقه کې د افغانستان دولت او طالبانو ترمنځ د مذاکرو موضوع هم شامله وه.

طالبانو د افغانستان له چارواکو سره له مخامخ خبرو انکار کړى او په افغانستان کې يې خپلې حملې نه دي بندې کړي.

د افغانستان اجرائيه رئيس د فرانسې له خبري اژانس سره د خپلې مرکې په بله برخه کې د ولسمشرۍ انتخاباتو د نتايجو په اړه خوشبيني ښوولې ده.

د عبدالله عبدالله په خبره، په دغو ټاکنو کې يې له وړاندې د بريا اعلان نه دى کړى، بلکې خپله کتنه او ملاحظه يې شريکه کړې ده.

هغه ويلي چې د رايو تصفيه به د انتخاباتو له شفافو نتيجو سره مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG