د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي مارکُس پوتزل کابل ته په سفر کې افغان ولسمشر ته ویلي چې جرمني د افغان سولې د پروسې د پرمختګ لپاره هر ډول اړینې همکارۍ ته چمتو دی.
پوتزل له ولسمشر غني سره پرون په ارګ ماڼۍ کې لیدلي.
پوښتنه دا ده چې د یوه درېیم هېواد په توګه په رښتیا جرمني څومره د افغان سولې د پروسې لپاره ښه اسانچاري او همکاري کولای شي؟
همدا او ځینې نورې پوښتنې صفيالله ستانکزي په دې مرکه کې په جرمني کې له یوه مېشت افغان سیاسي تحلیلګر اجمل سهیل څخه کړې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سرهیې اورېدلی شئ: