د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۰

جرمني د افغانستان د سولې پروسې له پرمختګ سره همکاریو ته چمتووالی وښود


د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړی استازی مارکُس پوتزل
د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړی استازی مارکُس پوتزل

جرمني تازه ویلي چې د افغانستان د سولې د پروسې د پرمختګ لپاره هر ډول اړینې همکارۍ ته چمتو دی.

د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني خاص استازي مارکُس پوتزل کابل ته په سفر کې د افغان حکومت د سولې له نوي پلانه خپل ملاتړ ښودلی.

دا خبره د افغانستان د جمهوري ریاست په یوه اعلامیه کې د ښاغلي پوتزل په حواله خپره شوې.

ښاغلي پوتزل چې پخوا یې له طالب استازو سره هم لیدلي، وړاندیز کړی چې هېواد یې د افغان سولې د پروسې د پرمختګ لپاره هر ډول اړینې همکارۍ ته چمتو دی.

پوتزل له ولسمشر غني سره په ارګ ماڼۍ کې په لیدنه کې هیله ښودلې چې د افغان سولې لپاره به د جرمني هڅې د دې لامل شي څو د حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې پیل شي.

د افغان ولسمشر اشرف غني او د جرمني د خاص استازي مارکُس پوتزل د لیدنې په اړه د جمهور رئیس ویاند صدیق صدیقي پرون خبریالانو ته هم ځیني جزئیات ورکړل او ویې‌ویل: "د افغانستان له سولې د ملاتړ په برخه کې ولسمشر د جرمني هېواد رول وستایه، جرمني تل د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کړی، په دوحه کې چې کوم ډیالوګ وشو او همداراز په ټولو هغو پروسو کې چې موږ یې په مټ د سولې پروسه مخته وړې، هغوی (جرمني) د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ و او همکاري یې کړې ده."

د جمهور رئیس ویاند صدیق صدیقي
د جمهور رئیس ویاند صدیق صدیقي

د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي داسې وخت د سولې د پروسې په اړه له افغان چارواکو سره خبرې کړي چې افغان حکومت په دې څو وروستیو ورځو کې د سولې لپاره یو نوی پلان اعلان کړی او وايي چې په همدې اساس به مخته ځي.

له طالبانو، امریکایانو او پاکستان سره د افغان حکومت مذاکرې، سیمه‌ییزه او نړیواله اجماع او د ښې حکومتوالۍ اړوند کورني مسایل د حکومت د سولې د نوي پلان درې مهمې مسئلې دي.

جرمني هم له کله چې امریکا د افغانستان د سولې لپاره د زلمي خلیل‌زاد په ټاکلو له طالبانو سره شااوخوا یو کال خبرې وکړې په همدې موده کې د افغان سولې د پروسې لپاره ځينې هڅې کړي.

د روان کال په لومړیو کې مارکُس پوتزل په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشرانو سره ولیدل او بیا یې په جولای میاشت کې د قطر په ملګرتیا په دوحه کې یوه لویه بین‌الافغاني غونډه جوړه کړه.

په قطر کې د طالبانو د دفتر استازي
په قطر کې د طالبانو د دفتر استازي

پوښتنه دا ده چې د یوه درېیم هېواد په توګه په رښتیا جرمني څومره د افغان سولې د پروسې لپاره ښه اسانچاري کولای شي؟

په جرمني کې یوه مېشت افغان سیاسي تحلیل‌ګر اجمل سهیل په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "جرمني له ۲۰۰۱ کال راهیسې په افغانستان کې ډېر مهم او مثبت رول لوبولی دی، بالاخره د نوي افغانستان د بنسټ اېښودونکو له ډلې دی، جرمني د اروپايي کمېسیون مشري په لاس کې لري او کله چې جرمني دا موضوع مطرح کوي دا تنها د جرمني رول نه‌دی، بلکې په ټوله کې د اروپا رول دی، جرمنیان د اروپا په سیاسي او اقتصادي پروسه کې اساسي رول لري نو ځکه هم دوی غواړي چې یو وار بیا د افغانستان د سولې په پروسه کې برخه ولري."

جرمني د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت په چوکاټ کې افغان پوځیانو ته د روزنې او مشورې مأموریت مخته وړي او د افغان ملي پولیسو د روزنې په برخه کې له مخکښو هېوادونو یادېږي.

افغان حکومت له خپلو متحدینو او نړیوالې ټولنې سره په وار وار د افغان سولې په باب بحثونه کړي، خو طالبانو له دې حکومت سره تر اوسه مخامخ خبرو ته مثبت ځواب نه‌دی ورکړی.

طالبانو د سیمې څو هېوادونو ته د افغان سولې د پروسې په اړه د بحث لپاره خپل استازي استولي دي.

دوی مخکې دلیل راوړی چې ترڅو له افغانستانه بهرني ځواکونه نه‌وي وتلي له افغان حکومت سره به خبرې نه‌کوي.

XS
SM
MD
LG