افغانستان
له امریکا سره د بندیانو پر تبادلې د طالبانو خبرې
د طالبانو حکومت وايي د امریکا له متحدو ایالتونو سره د بندیانو د تبادلې پر سر خبرې روانې دي.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمد اله فطرت په هغه صوتي پیغام کې چې نن رسنیو خپور کړی ویلي، په دې اړه تر اوسه خبرو کومه نتیجه نه ده ورکړې:
«له امریکایانو سره وخت ناوخت د بندیانو د تبادلې پر سر خبرې شوي، خو تر اوسه یې کومه پایله نه ده ورکړې، کلونه کېږي زموږ ځینې بېګناه وګړي امریکایانو په ناقانونه توګه له محاکمې پرته په زندانونو کې ساتلي، اسلامي امارت د هغوی د خلاصون لپاره هڅې پیل کړې دي.»
ښاغلي فطرت ونه ویل چې د امریکا له متحدو ایالتونو سره څو افغانان بندیان دي او ایا دغه کسان د طالبانو غړي دي که څنګه؟
د طالبانو د زندانونو چارو د سمون ادارې په لړم/ عقرب میاشت کې ویلي وو، د افغانستان په زندانونو کې دا مهال د ګاونډیو هېوادونو د وګړو په ګډون ۱۵۰ بهرني زندانیان شته خو په هغوی کې امریکایان نه شته.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو تر واک لاندې زندانونو کې د درېیو امریکايي وګړو وضعیت د زیاتې اندېښنې وړ بللی دی. تر دې مخکې ځینو بریتانوي رسنیو راپور ورکړی و، چې طالبانو د بندیانو د تبادلې موضوع د امریکا د نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لوړې مراسمو ته ځنډولې. ښاغلی ټرمپ د جنورۍ پر ۲۰مه لوړه کوي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د ملګرو ملتونو کارپوهان: پاکستان دې له خطر سره مخ افغان کډوالو ایستل ودروي
د ملګرو ملتونو کارپوهان وايي، د پاکستان حکومت دې له خطر سره مخ، د افغان کډوالو د اخراج لړۍ ودروي.
دې دلې پرون جمعه (د سپټمبر ۱۸مه) په یوه اعلامیه کې د پاکستان له حکومته غوښتني څو د هغو افغانانو د اخراج لړۍ ودروي چې په افغانستان کې د بشري حقونو له جدي نقض، شکنجې او د ځورونې له خطر سره مخ دي.
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنېټ پر خپلې اېکسپاڼې د دې غوښتنې هرکلی کړی.
هغه وړاندې لیکلي "له پاکستانه د بشري حقونو د مدافعانو، بېسرپرسته ښځو او ماشومانو، خبریالانو، قاضیانو، څارنوالانو، امنیتي ځواکونو او یو شمېر نورو کسانو د اخراج په اړه ډېر اندېښمن دی".
د پاکستان حکومت په وروستیو کې د افغان کډوالو د اخراج لړۍ تېزه کړې ده.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو وړاندې د پاکستان له طبي پوهنتونونو د افغان محصلینو د اخراج په اړه خبرداری ورکړی او ویلي دي چې دا پرېکړه له ۱۰۰ ډېر افغان محصلین اغېزمنولی شي.
د پاکستان طبي شورا د روانې سنبلې میاشتې په ۱۶مه په دې هېواد کې د ټولو طبي رشتو افغان محصلینو ته امر وکړ چې له پاکستانه ووځي.
خو پرون جمعه د لاهور یوې محکمې د افغان محصلینو د اخراج مسئله تر بل امره ځنډولې ده.
ملګري ملتونه: پاکستان روان میلادي کال څه باندې ۸۰ زره افغان کډوال نیولي
ملګري ملتونه وايي، پاکستان روان کال څه باندې ۸۰ زره افغان کډوال نیولي او اخراج کړي دي.
د کډوالو نړیوال سازمان (ای او ام) او د کډوالو په چارو د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ پرون جمعه د (سپټمبر ۱۸مه) په یوه ګډ راپور کې وویل چې "د روان کال له جنورۍ تر سپټمبره څه باندې ۸۰ زره افغان کډوال د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې له نیول کېدو وروسته افغانستان ته اخراج شوي دي".
د راپور په ټکو، دا کډوال د طالبانو تر واک لاندې داسې افغانستان ته ستنېږي چې کاري فرصتونه لا له وړاندې پهکې په نشت حساب دي او خلک پهکې له فقر او بېوزلۍ کړېږي.
د لاهور محکمې د افغان طبي محصلانو د ایستلو حکم وځنډاوه
د پاکستان د لاهور لوړې محکمې د جمعې په ورځ، د سپټمبر ۱۸مه، له پوهنتونونو څخه د څه باندې ۱۰۰ افغان طبي محصلانو د ایستلو بهیر تر بلې محکمې پورې وځنډاوه.
د فرانسې خبري اژانس د ترلاسه کړي حکم له مخې، قاضي خالد اسحاق د دغو محصلانو د ایستلو د مخنیوي حکم وغځاوه، خو د راتلونکې محکمې د ناستې نېټه یې نه ده ټاکلې.
دغه افغان محصلان وروسته له هغه د ایستلو له ګواښ سره مخامخ شول چې د پاکستان طبي شورا اعلان وکړ، هغه افغانان چې په پاکستان کې د طب او غاښونو په څانګو کې له وړاندې زدهکړې کوي یا یې تازه نوملیکنه کړې، باید افغانستان ته ستانه شي. د دې شورا په وینا، دغه پرېکړه د پاکستان د ملي تګلارو په چوکاټ کې شوې ده.
تر دې مخکې د بلوچستان لوړې محکمې هم د یو شمېر افغان طبي محصلانو د زدهکړو د دوام غوښتنه رد کړې وه.
د بشري حقونو ځینو بنسټونو د پاکستان له طبي شورا غوښتي و چې خپله پرېکړه لغوه کړي. دوی ویلي، دغه پرېکړه په ځانګړې ډول پر افغان ښځینه محصلانو اغېز کولی شي، ځکه ښځې او نجونې په افغانستان کې له زدهکړو محرومې دي.
افغانستان کې د پولیو دوه نوې مثبتې پېښې؛ د اخته کسانو شمېر ۲۵ ته ورسېد
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د پولیو د وحشي ویروس د (ډبلیو پي وي۱) دوه تازه پېښې ثبت شوې دي.
دې سازمان پرون پنجشنبه وویل، د پولیو دغه مثبتې پېښې د هلمند او نورستان ولایتونو په دیشو او کامدېش ولسوالیو کې ثبت شوې دي.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، دا پېښې د روان کال د اګسټ په ۴مه او ۶مه راپور شوي.
د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې تر اوسه په ټول افغانستان کې د پولیو ناروغۍ ۲۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
بل پلو، له پولیو پاک افغانستان اعلان کړی چې د راروانې دوشنبې په ورځ د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپیاین پیلېږي.
دې ادارې ویلي، د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې به دغه کمپاین د سې شنبې په ورځ پیل شي.
لا معلومه نهده چې په دې کمپاین کې به څومره ماشومانو ته د پولیو څاڅکي ورکړل شي.
پولیو یوه ساري ناروغي ده چې درملنه نهلري او یوازې واکسینيې مخه نیولی شي.
مکې ته نږدې د "حوثیانو" د بېپیلوټه الوتکې حملې ته د طالبانو حکومت خبرداری
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مکې ښار ته نږدې د بېپیلوټه الوتکې د برید هڅه غندلې ده.
دغه وزارت د چهارشنبې په ورځ وویل، د حرمینو شریفین خلاف هر ډول اقدام چې د دې مقدسې سیمې امنیت تهدید کړي "نهبخښل کېدونکی جنایت" دی.
د وزارت په ټکو، مکه د اسلامي امت ګډه مقدسه سیمه ده او باید له هر ډول تاوتریخوالي او پوځي اقداماتو په امن کې وي.
د سې شنبې په ورځ سعودي چارواکو د مکې پر ښار د حوثي یاغیانو لهخوا د یوې بېپیلوټه الوتکې د برید د هڅې خبر ورکړ.
د ایران له ملاتړه برخهمنې د یمن حوثي یاغیانو ډلې پر مکې ښار د برید هڅه رد کړه او ویېویل چې د سعودي پوځي او د تېلو تأسیسات د دوی اهداف دي.
د کابل د هوايي ډګر د خونړۍ حملې په تړاو نیول شوی افغان تبعه محمد شریف الله په ۲۰ کلونو بند محکوم شو
د امریکا عدلیې وزارت خبر ورکړی چې د داعش خراسان ډلې غړی محمد شریف الله په شلو کلونو بند محکوم شو.
محمد شریف الله د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶مه د کابل د هوايي ډګر د ابې دروازې د خونړۍ بمي چاودنې په تړاو نیول شوی.
دی امریکا ته انتقال او هلته یې د محاکمې پروسه روانه وه.
په شلو کلونو حبس باندې د هغه د محکومېدو پرېکړه پرون محکمې کړې او د امریکا عدلیې وزارت یې په اړه اعلامیه خپره کړې ده.
د امریکا د عدلیې وزارت په اعلامیه کې د ملي امنیت په چارو کې د لوی څارنوال مرستیال جان اې. ایزنبرګ په حواله راغلي چې: «شریف الله نږدې یوه لسیزه د ترهګرۍ د یوې وحشتناکې لړۍ په مرکز کې تېره کړه؛ هغه په ټوله نړۍ کې پر ملکي وګړو د بریدونو لپاره مهم ملاتړ چمتو کاوه او په پای کې یې د 'ابي ګېټ' (Abbey Gate) په پېښه کې د امریکا د پوځ د ۱۳ سرتېرو او لسګونو نورو کسانو په وژنه کې همکاري وکړه.»
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ کله چې کانګرس ته د داعش خراسان ډلې د دغه غړي د نیولو اعلان کاوه هغه یې د ابې ګېټ د بمي برید یو طراح یاد کړ.
لسګونو هېوادونو له طالبانو غوښتي چې سمدستي د ښځو په حقونو بندیزونه لرې کړي
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې په څنډه کې ۴۳ هېوادونو د طالبانو له حکومت غوښتي چې سمدستي د افغان ښځو او نجونو په حقونو باندې ټول بندیزونه لرې کړي.
د دغو هېوادونو په ګډه اعلامیه کې تېر ماښام راغلي چې: « موږ د طالبانو لخوا د جنسیت پر بنسټ دوامداره او سیستماتیک تبعیض او ځپنه په کلکو ټکو غندو»
په ملګرو ملتونو کې د فرانسې استازي ژروم بونافون د اعلامیې د لوستلو پر مهال وویل چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له بیا واکمنېدو راهیسې د جنسیت په اساس تبعیض ته مخه کړې او عملاً یې زده کړو، صحي خدماتو او کار ته د ښځو او نجونو لاسرسی تر ډېره محدود کړی.
دا ګډه اعلامیه په ملګرو ملتونو کې د فرانسې د استازولۍ له خوا ترتیب او د اکثرو اروپايي هېوادونو، اسټرالیا، بریټانیا، کاناډا،جاپان، متحده عرب اماراتو او ځینو نورو له خوا خوا لاسلیک شوې ده.
تېر ماښام د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د افغانستان د وضعیت په اړه بحث وشو او پکې د یوناما مرستیالې جورجیت ګانیون هم وویل چې د طالبانو حکومت د ښځو او نجونو د کار او زده کړو په تړاو د افغانانو او نړیوالې ټولنې اندېښنې نه دي ځواب کړي.
په خوست کې د ناچاوده مهماتو چاودنې دوه ماشومان وژلي
په خوست ولایت کې ناچاوده مهماتو د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي او یو بل ماشوم ټپي شوی دی.
دا مهمات د افغانستان د اوږدو جګړو له کلونو پاتې و.
د طالبانو د خوست د پولیسو ویاند طاهر احرار د سې شنبې په ورځ ویلي چې دا پېښه د دغه ولایت په علیشېر او تریزیو ولسوالیو کې شوې ده. نوموړي ویلي، د پېښې د څرنګوالي او علت په اړه پلټنې پیل شوې دي.
په افغانستان کې د لسیزو جګړو پاتې ماینونه او ناچاوده مهمات لا هم د ملکي وګړو، په ځانګړي ډول ماشومانو، لپاره له جدي ګواښونو څخه دي.
جرمني ۱۳ افغانان کابل ته ولېږل
د جرمني د کورنیو چارو وزارت پرون (چهارشنبې) وویل، دغه هېواد ۱۳ افغان نارینه په چارټر الوتکه کې کابل ته لېږلي دي.
د وزارت د ویاند په وینا، دې کسانو په جرمني کې جنايي سابقه لرله. د هغوی په جرمونو کې جنسي جرمونه، تاوتریخوالی او د نشهيي توکو قاچاق شامل وو.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت وايي، له هغې وروسته چې اوسنۍ ائتلافي حکومت واک ته رسېدلی، ټولټال ۲۶۳ افغان اتباع له جرمني څخه افغانستان ته ستانه شوي دي. د وزارت په وینا، د دغو کسانو نژدې ټولو جنایي سابقه لرله.
په افغانستان کې د ایچآیوي د مثبتو پېښو زیاتوالی
رویټرز خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړ چې په افغانستان کې د ایچآیوي ویروس نوې مثبتې پېښې زیاتې شوې دي.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال له مارچ څخه د ۲۰۲۶ کال تر سپټمبر پورې لږ تر لږه ۲۸۶ نوې پېښې ثبت شوې دي چې ۸۶ یې یوازې په تېرو پنځو میاشتو کې تشخیص شوې دي.
روغتیايي چارواکي وايي، د درملنې د مرکزونو کمښت او ټولنیزه بدنامي د دې ناروغۍ د کنټرول پر وړاندې له مهمو ننګونو څخه دي.
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د تېر کال د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې شاوخوا ۱۳ زره کسان په ایچآیوي اخته دي.