د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۵

"د افغانستان حکومت د چین په بین الافغاني ناسته کې برخه اخلي"


د چین بین الافغاني ناستې نېټه لا معلومه نه ده، خو د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وړاندې ویلي و چې د جمهوري ریاست انتخاباتو د پایلو تر اعلان وروسته به جوړه شي.
د چین بین الافغاني ناستې نېټه لا معلومه نه ده، خو د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وړاندې ویلي و چې د جمهوري ریاست انتخاباتو د پایلو تر اعلان وروسته به جوړه شي.

د افغانستان دولت د چین په بین الافغاني ناسته کې د برخه اخیستو خبره کوي او وايي چې د ناستې د ګډونوالو لیست د نهايي کېدو په درشل کې دی.

د ولسمشر اشرف غني غني د ویاند مرستیال دواخان مینه پال نن (عقرب ۱۴مه) ازادي راډیو ته وویل، د حکومت له خوا په جوړېدونکي لیست کې حکومتي استازي، د ملي شورا غړي، مدني فعالان او د ګوندونو استازي شامل دي.

ښاغلي مینه پال وویل چې د استازو لیست به ټول شموله وي.

"د ګډونوالو لیست تقریبا د بشپړېدو په حال کې دی، دا لست به ډېر جامع وي، او ټولو ته به د منلو وړ وي. په دې کې به د حکومت، سیاسي احزابو، مدني ټولنو او ملي شورا استازي برخه ولري. د ګډونوالو د شمېر په اړه به وروسته معلومات شریک کړو."

د چین بین الافغاني ناستې نېټه لا معلومه نه ده، خو د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وړاندې ویلي و چې د جمهوري ریاست انتخاباتو د پایلو تر اعلان وروسته به جوړه شي.

د افغانستان د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال وویل چې حکومت له لوري د ګډونوالو جوړېدونکی لیست به ټول شموله وي.
د افغانستان د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال وویل چې حکومت له لوري د ګډونوالو جوړېدونکی لیست به ټول شموله وي.

ټاکل شوې چې نهه ورځې وروسته د عقرب په ۲۳مه د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو لومړنۍ پایلې اعلان شي.

د افغانستان حکومت داسې مهال د چین بین الافغاني ناستې د ګډونوالو د لیست جوړېدو خبره کوي چې تېره ورځ ولسمشر غنی هم د دغې ناستې په اړه د چین د بهرنیو چارو له وزیر سره ټیلفوني خبرې کړي دي.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي وانګ يي ولسمشر غني ته د غونډې په تړاو معلومات ورکړل. دواړو لوریو ټینګار کړی چې د افغانستان د سولې په بهیر کې باید ددغه هېواد حکومت او خلک بنسټیز رول ولري.

طالبانو هم منلې چې دغه ناسته کې به ددوی استازي هم برخه واخلي، خو ټینګار یې کړی چې د افغانستان دولتي استازي به د افرادو په توګه په ناسته کې ګډون کوي او نظرونه به یې شخصي وي. طالبانو تل د افغانستان له حکومت سره خبرې رد کړي.

که څه هم معلومه نه ده چې د افغانستان د سولې په تړاو د چین د دې ناسته اجنډا به څه وي، خو د یو شمېر سرچینو له قوله دا ناسته د سولې له پخوانیو ناستو جلا یاده شوې ده.

په همدې حال کې د قاصد د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز رئیس عبدالباقي وايي، د چین د غونډې محتوا باید داسې موضوعات وي چې وشي کولای په افغانستان کې د بین الافغاني مذاکراتو پیل ته زمینه برابره کړي.

"په دې پلاوي کې باید داسې کسان واوسي چې لږ ترلږه له طالب سره د تفاهم ژبه ولري، نه دا چې طالبان ورسره حساسیت لري یا هم داسې چې یاد پلاوي ته له دې ځایه داسې موقف یا موضوع ورکړل شي چې ترې اخوا دېخوا د نورو مسایلو د شاربلو حق ونه لري."

ښاغلی عبدالباقي وايي د خبرو محتوا کې باید داسې مسایل را ونغاړل شي چې د جګړې دواړه لوري د تاوتریخوالي کمېدو ته وهڅوي.

ټاکل شوې وه چې د افغان سولې په اړه دا ناسته د تېرې اکټوبر میاشتې پر ۲۹ مه او ۳۰ مه ترسره شي، خو د نامعلومو دلایلو له امله تر نامعلومې نېټې وځنډېده.

XS
SM
MD
LG