د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۰

افغان حکومت: له طالبانو سره د سولې د هوکړې پایلو ته اندېښمن یو


ارګ، د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ
ارګ، د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ

افغان حکومت وايي د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړه‌لیک د پایلو په اړه اندېښنه لري.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وږې ۱۳» په خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي، لکه څنګه چې پخواني امریکايي مقامات او سناتوران له طالبانو سره د هوکړې په اړه اندېښنه لري، افغان حکومت هم په دې اړه اندېښمن دی.

ښاغلی صدیقي ټینګار کوي چې افغان حکومت د دې هوکړې په اړه د زیاتو توضېحاتو غوښتونکی دی ترڅو د ناوړه پایلو مخه ونیول شي.

صدیقي وايي، افغان حکومت د سولې په برخه کې د هر ډول پرمختګ چې په دې هېواد کې د جګړې د پای ته رسېدو لامل شي، ملاتړ کوي.

وړاندې له دې، نهو پخوانيو امریکايي سفیرانو او لوړپوړو چارواکو خبرداری ورکړی چې که امریکا په افغانستان کې له طالبانو سره له یو داسې "حقیقي" جوړجاړي مخکې چې افغان حکومت هم په‌کې دخیل وي، خپل سرتېري له دې هېواده وباسي افغانستان به یوې "بشپړې کورنۍ جګړې" سره مخ شي.

په دغو ډیپلوماتانو کې چې پنځه تنه په کابل کې د امریکا سفیران پاتې شوي، دغو پخوانیو امریکايي چارواکو د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وږې ۱۲» په یوې ګډه اعلامیه کې چې د اتلانتیک شورا په نوم څېړنیز مرکز خپور کړی ویلي، له افغانستانه "په زیات شمېر د سرتېرو ایستل باید له نهايي سولې سره مشروط وي او باید د سولې په یو رښتینې هوکړې پسې وي نه تر هغې مخکې."

دغه اعلامیه په داسې حال کې خپرېږي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي، له طالبانو سره د امریکايي سرتېرو د وتلو په ګډون په اصولو کې پر څلورو مواردو یوې هوکړې ته رسېدلي.

هغه د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل؛

  • لومړی، د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو څخه باید د ترهګرو او افراطي ډلو له‌خوا امریکا او متحدینو ته‌يې خطر پېښ نه‌شي او که د بین‌الافغاني خبرو په پایله کې طالبان د حکومت برخه وګرځي، نو دا سیاست باید د ټول هېواد په کچه تعقیب شي؛
  • دوهم، شرایطو ته په پام د امریکايي سرتېرو کمېدل او بالاخره وتل؛
  • درېیم، د بین‌الافغاني خبرو پیل او؛
  • څلورم، بشپړ او دایمي اوربند دی؛

په دې مسئلو په پرنیسپ کې توافق شوی دی.

ښاغلی خلیل‌زاد د دې اوونۍ په پيل کې کابل ته لاړ ترڅو له طالبانو سره د کړي توافق جزئیات، د ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په ګډون یو شمېر امنیتي چارواکو سره شریک کړي.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او نورو افغان چارواکو او د خلیل‌زاد په مشرۍ د امریکايي چارواکو ترمنځ لیدنه
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او نورو افغان چارواکو او د خلیل‌زاد په مشرۍ د امریکايي چارواکو ترمنځ لیدنه

له طالبانو سره د حکومت د مرکچي پلاوي د غړو د ترکیب په اړه خبرې د دغو لیدنو یو له مهمو موضوعاتو څخه دي، خو د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیه انوري ویلي دي چې له طالبانو سره د مرکچي پلاوي نوملړ بشپړ شوی دی.

خو اغلې انوري وايي شاید د دغه ۱۵ کسیز پلاوي ترکیب د ټولو اړخونو او مطرح افغان څېرو لپاره د قناعت وړ نه‌وي.

مېرمن انوري زیاتوي: "پلاوی ټاکل شوی، خو زه دقیقه نه‌پوهېږم چې جزئیات‌يې له ښاغلي خلیل‌زاد سره شریک شوي کنه، موږ او تاسې پوهېږو چې د ۳۲ میلیونه افغانانو له‌منځه د ۱۵ کسانو ټاکل ډېر سخت کار دی، شاید ځیني اړخونه راضي نه‌وي او موږ دا احساسوو."

له دې سره د افغان حکومت یوه باخبره سرچینه مني چې ښاغلي خلیل‌زاد د خپل سفر په لړ کې تر دې دمه څلور ځلې له ولسمشر سره کتلي دي.

دغې سرچینې چې د موضوع د حساسیت له امله‌يې د نوم له اخیستو ډډه وکړه، د چهارشنبې په ورځ‌یې ازادي راډيو ته وویل چې ښاغلي خلیل‌زاد او ولسمشر غني یو وار په یوه ستره او درې ځلې په وړو غونډو کې سره لیدلي دي.

خو، یوه ډیپلوماتیکه سرچینه ازادي راډیو ته وايي، ښاغلي غني او زلمي خلیل‌زاد تر اوسه شپږ ځلې لیدلي چې یوازې په یوه لیدنه کې یې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله نه‌و.

د سولې عالي شورا مرستیال عزیزالله دین محمد چې له زلمي خلیل‌زاد سره لیدلي وایي، ښاغلی خلیل‌زاد ټینګار کوي چې له طالبانو سره دې مذاکره کوونکی پلاوی هر اړخیزه او ټولو اړخونو ته د منلو وړ وي.

خو د سولې او شخړې د مطالعاتو مرکز مرستیال حکمت‌الله اعظمي بیا وایي چې افغان حکومت هڅه کوي داسې یو پلاوی وټاکي ترڅو له طالبانو سره په خبرو کې د حکومت له دریځه دفاع وکړي.

ښاغلي اعظمي زیاته کړه: "دولت هڅه کوي چې هغه کسان په دې پلاوي کې شامل کړي چې د طالبانو طرفداري ونه‌کړي یا هم بې‌طرفه وي او یا هم له دولت نه ملاتړ وکړي، خو جنجال شته او ځيني خلک هم دي چې طالبان‌یې نه‌مني."

زلمی خلیل‌زاد د سولې د هوکړې د متن له وروستي کېدو او له طالبانو سره د نهم پړاو مذاکراتو وروسته د یکشنبې په ورځ له قطر نه کابل ته راغی.

که څه هم ښاغلي خلیل‌زاد افغان چارواکو ته له طالبانو سره د هوکړه‌لیک متن ونه‌سپاره، خو د دغه متن جزئیات‌یې ورسره شریک کړل.

ښاغلي خلیل‌زاد هیله‌مندي څرګنده کړه چې له طالبانو سره دې مذاکره کوونکی پلاوی ژر تر ژره بشپړ شي.

له دې سره، باخبره حکومتي سرچینې چې له ازادي راډيو سره خبرې کړي وایي، تر دې دمه په ډاګه نه‌ده چې افغان حکومت به کله د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د هوکړه‌لیک په اړه خپل نظر مطرح کړي.

XS
SM
MD
LG