د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۷

د ډونالد ټرمپ وروستۍ څرګندونې به د سولې پر روانو خبرو اترو څه اغېز ولري؟


په دوحه کې د امریکا او طالب استازو د ناستې یو انځور
په دوحه کې د امریکا او طالب استازو د ناستې یو انځور

په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د حضور په تړاو د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ وروستۍ څرګندونې به په دوحه کې د سولې پر روانو خبرو اترو څه اغېزې ولري؟

د امریکايي پلاوي او طالب استازو ترمنځ د سولې د خبرو اترو د نهم پړاو بحثونه لاهم روان دي.

که څه هم ځينو رسنیو په دغو خبرو کې د پرمختګونو خبره کړې، خو لاهم یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره دقیق معلومات نه شته.

له بلې خوا بیا په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د حضور په تړاو د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ څرګندونې بېلابېلې اندېښنې راپارولي دي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي ته نږدې همکار او د دفتر رئیس عبدالکریم خرم د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د ټرمپ دغه څرګندونې له تېرو خبرو سره په تضاد کې دي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي نږدې همکار او د دفتر رئیس عبدالکریم خرم
د پخواني ولسمشر حامد کرزي نږدې همکار او د دفتر رئیس عبدالکریم خرم

دی وایي: د ټرمپ دغه څرګندونې متناقضې دي، مخکې تر دې له افغانستانه د امریکايي سرتېرو په بشپړو وتلو ټينګار کړی و، دوهمه مسئله دا ده چې امریکايي چارواکي د سولې خبرو په تړاو متضادې خبرې کوي، په داسې حال کې چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل د طالبانو یو مهم او اساسي شرط دي.

ولسمشر ټرمپ د پنجشنبې په ورځ له فاکس نیوز راډیو سره په خبرو کې وویل چې په افغانستان کې به د امریکايي سرتېرو شمېر اته زره او شپږ سوه ته راکم کړي.

د ولسمشر ټرمپ په وینا، د امریکا استخباراتو او نظامیانو د پام وړ شمېر به په افغانستان کې حضور ولري.

د امریکا ولسمشر زیاته کړې چې له طالبانو سره د یوې هوکړې په صورت کې به هم په افغانستان کې اته زره او شپږ سوه امریکايي سرتېري پاتې شي او دغلته به د دوی حضور په افغانستان کې په شرایطو پورې تړلی وي.

دغې څرګندونې د ولسمشرۍ د نوماندانو جدي اندېښنې هم راپارولي دي.

د ولسمشریزو ټاکنو نوماند احمد ولي مسعود په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: په مجموعي ډول د دوی سیاست یو متناقض سیاست دی، خلک هم نه پوهېږي چې امریکا د څه شي په لټه کې ده، دا منم چې د سولې مسئله مطرح ده، خو دقیقاً په کومو لارو او سیاستونو، یو ځل د بهرنیو ځواکونو د وتلو خبره کوي او له بلې خوا بیا د دغو ځواکونو د پاتې کېدو.

د ولسمشریزو ټاکنو نوماند احمد ولي مسعود
د ولسمشریزو ټاکنو نوماند احمد ولي مسعود

د امریکا متحده ایالاتونه دا مهال په افغانستان کې ۱۴ زره سرتېري لري.

په دوحه کې له امریکايي هیئت سره د طالبانو مهم شرط له افغانستانه په بشپړه توګه د بهرنیو ځواکونو وتل په ګوته شوي دي.

یو شمېر د چارو څارونکي وايي، د ولسمشر ټرمپ تازه څرګندونو له افغانستانه د بهرنیو سرتېرو د وتلو مسئله یوه نوې او په عین حال کې پېچلي پړاو ته بیولې ده.

په همدې حال کې امریکا او طالب استازي په قطر کې په خبرو بوخت دي چې د سولې کومې ممکنه هوکړې ته ورسېږي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر ټوېټر لیکی وو چې د دواړو خواو خبرې تر نیمې شپې روانې وې، پرمهمو مسئلو پرمختګ شوی، خو د پرمختګونو جزیات يې نه دي څرګند کړي.

خو د طالبانو سیاسي دفتر تراوسه د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د څرګندونو په اړه کومه تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG