د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۸

د امریکا سخت بندیزونه او له جرمني سره د ایران رالوېدلې راکړه ورکړه


ایران ته د جرمني او یو شمېر نورو هېوادونو د صادراتو کچه، د ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کال پرتله
ایران ته د جرمني او یو شمېر نورو هېوادونو د صادراتو کچه، د ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کال پرتله

پر ایران د امریکا د سختو بندیزونو په نتیجه کې ویل کېږي چې د ایران او جرمني ترمنځ د سوداګرۍ راکړه ورکړه ډېره کمه شوې ده.

جرمني د هغو درې اروپایي هېوادونو له ډلې یو دی چې له ایران سره‌یې د ۲۰۱۵ کال اټمي تړون لاسلیک کړی او له دغه تړونه د واشنګټن تر وتلو وروسته‌یې تر اوسه ډېره هڅه کړې چې هغه وژغوري.

د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ایران ته د جرمني صادرات په سلو کې ۴۸ چې ۷۵۹ ملیون ډالره کېږي، کم شوي دي.

د روېترز اژانس د راپور له مخې دا د دې ښکارندویي کوي چې یو شمېر کمپنۍ دې ته په پام سره چې واشنګټن پر تهران بېرته بندیزونه لګولي، نه‌غواړي له متحده ایالاتو سره ځان په جنجال کې واچوي.

د جرمني برلین ښار کې د ایراني تولیداتو یو نندارتون
د جرمني برلین ښار کې د ایراني تولیداتو یو نندارتون

د روېترز په وینا د جرمني او ایران ترمنځ د سوداګرۍ کمېدل د دې څرګندونه هم کوي چې یو شمېر هېوادونه له تهران سره د سوداګرۍ په برخه کې د امریکا بندیزونو ته پام کوي.

دغه‌راز جرمني ته هم د ایران صادرات په همدې موده کې یعنې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په سلو کې ۴۳ یعنې ۱۲۳ میلیونه ډالره کم شوي دي.

د جرمني د سوداګرۍ اتحادیې روېترز ته وویل چې د جرمني کمپنۍ دې ته اړ کړای شوي چې په ایران او متحده ایالاتو کې د خپلو سوداګریزو فعالیتونو ترمنځ یو غوره کړي او دا واضح ده چې دغه کمپنۍ هغه بازار ته لومړیتوب ورکوي چې ورته ګټه ولري.

له هغې راهیسې چې امریکا پر ایران بندیزونه لګولي، د دې هیواد د تېلو صادرات په ورځ کې شااوخوا ۳۰۰ میلیون بېرله تېلو ته رالوېدلي.

د پیسو نړیوال صندوق «IMF» وړاندوینه کوي چې د ایران اقتصاد به روان کال په سلو کې شپږ کمزوری شي او د بې‌کارۍ کچه به هم په خپل اوسني ۱۲ سلنه، لوړ حد کې پاتې شي.

واشنګټن پر تهران دغه سخت بندیزونه د تېر کال له مې میاشتې، د نړۍ له قدرتونو سره د ایران د ۲۰۱۵ کال له تړون تر وتلو وروسته لګولي او هدف‌یې د دې هېواد د تېلو صادرات صفر ته رسول دي.

د جرمني ترڅنګ، دوه نور اروپایي هېوادونه فرانسه او بریتانیا چې د دې تړون نور لاسلیک کوونکي دي، هڅه کړې چې دغه تړون وژغوري او له ایران سره د سواګرۍ اړیکو د ساتلو لپاره‌یې یو مېکانیزم هم جوړ کړی چې تر اوسه نه‌دی عملي شوی.

چین، ترکیې او هند ته د ایران د تېلو د استولو کچه چې په ورځ کې زرګونه بېرلو ته رسېږي.
چین، ترکیې او هند ته د ایران د تېلو د استولو کچه چې په ورځ کې زرګونه بېرلو ته رسېږي.

تهران ټینګار کړی چې باید د تېلو پلورلو او بانکي چارو ته‌یې چې د امریکا په بندیزونو کې په نښه شوي، اجازه ورکړل شي او دغه بندیزونه‌یې اقتصادي ترورېزم بللي دي.

د روانې میاشتې په پیل کې ایران ګواښ وکړ چې که ورته اجازه ورنه‌کړای شي چې خپل تېل وپلوري، نو به پر نورو هم په هرمز تنګي کې چې د نړۍ د تېلو د صادراتو یوه مهمه لار ده، د تېلو د لېږدولو لار وتړي.

تهران دغه‌راز ویلي چې نور احساس نه‌کوي چې باید په دغه اټمي تړون کې کړې ژمنې عملي کړي.

ایران د روانې میاشتې په پیل کې اعلان وکړ چې په ټیټه کچه د غني شویو یورانیمو اندازه‌یې له ټاکل شوې ۳۰۰ کیلو ګرامه څخه اوښتې ده.

XS
SM
MD
LG