د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۷

فرانسه امریکا ته: د سیمه ییز کړکېچ د کمولو لپاره د چا اجازې ته اړتیا نه لرو


د فرانسې بیرغ
د فرانسې بیرغ

د فرانسې حکومت ویلي چې دوی د یوه خپلواک قدرت په توګه، د ایران په مسئله کې له خپله دریځه خبرې کوي.

د فرانسې حکومت دا بیان د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د وروستیو خبرو په وړاندې په غبرګون کې خپور کړی دی.

ولسمشر ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د فرانسې پر ولسمشر ايمانوئل مکرون انتقاد کړی و چې له واشنګټن سره د خبرو د امکان په اړه تهران ته "مختلطې" اشارې ورکوي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

ولسمشر ټرمپ پر ټوېټر لیکلي: ایران په جدي مالي کړکېچ کې بند دی، هغوی له امریکا سره سخته د خبرو غوښتنه لري، خو د فرانسې د ولسمشر مکرون په ګډون له ټولو هغو خواو چې زموږ د استازیتوب کولو مدعي دي، مختلطې اشارې ورکول کېږي.

ولسمشر ټرمپ لیکلي وو چې د فرانسې د ولسمشر پر ښه نیت شک نه لري، خو له امریکا پرته بل هېڅ څوک د امریکا په استازیتوب خبرې نه شي کولی.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان ایو لودریان پرون، د اګست په نهمه ویلي چې هېواد یې د هغه کړکېچ د کرارولو هڅې کوي چې له ایران سره د نړیوالو له اټمي موافقې د امریکا تر وتلو وروسته زیات شوی دی.

د امریکا متحدو ایالاتو تېر کال د ایران له اټمي موافقې د وتلو اعلان وکړ.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان ایو لودریان په یوه بیان کې ویلي: فرانسه سولې او سیمه ییز امنیت ته کلک تعهد لري، متعهده ده چې کړکېچ کم شي او د دې لپاره له چا د اجازې اخیستلو ته اړتیا نه لري.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان ایو لودریان
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان ایو لودریان

​د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ تر دې وړاندې د دې امکان ته اشاره کړې وه چې له ایران سره خبرې وکړي، خو ایراني لوري ویلي چې که امریکا له تهران سره د خبرو علاقه لري نو باید په پیل کې ټول بندیزونه لري کړي.

د مونیټور خپرونې تېره اوونۍ په یوه رپوټ کې وویل چې د فرانسې ولسمشر د ایران جمهور رئیس ته بلنه ورکړې چې د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو د مشرانو د غونډې په څنډه کې د امریکا له جمهور رئیس سره وګوري.

د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو مشران د روانې میاشتې په پای کې په فرانسه کې غونډه لري.

خو یوه فرانسوي ډيپلومات له روېټرز خبري اژانس سره په مرکه کې له دې انکار وکړ او ویې ویل چې اولویت دې ته ورکول کېږي چې ایران د خپل اټمي پروګرام په تړاو په کړو ژمنو ټینګ پاتې شي.

سره له دې چې امریکا له ایران سره د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټمي موافقې وتلې، خو فرانسه، بریتانیا، جرمني، روسیه او چین لا هم په کې پاتې دي.

XS
SM
MD
LG