د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۶

امریکا وايي ونزوئلا هم د ایران، شمالي کوریا او سوریې ترڅنګ یاغي هېواد دی


د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولتون په سئول کې د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزیرې سره د خبرو پر مهال. July 24, 2019
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولتون په سئول کې د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزیرې سره د خبرو پر مهال. July 24, 2019

امریکا وايي، ونزوئلا هم د ایران، شمالي کوریا او سوریې ترڅنګ له یاغي هېوادونو څخه ده.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار دا خبره وروسته له هغې وکړه چې واشنګټن پر ونزوئلا تازه بندیزونه ولګول.

جان بولتون د پیرو په پلازمېنه لیما کې وویل، امریکا به پر هر هغه چا سخت مالي بندیزونه ولګوي چې د نیکلاس مادورو د رژیم ملاتړ کوي، هغه که په امریکا کې وي یا بل ځای کې.

له دې څرګندونو یوه ورځ مخکې د امریکا حکومت په دې هېواد کې د ونزوئلا د ټولو شتمنیو د کنګلولو یو اجرائیوي فرمان صادر کړ.

د ونزوئلا ولسمشر نیکلاس مادورو
د ونزوئلا ولسمشر نیکلاس مادورو

د اسوشیټد پرس خبري اژانس وايي، پر ونزوئلا د امریکا نوي بندیزونه هغو سختو اقداماتو ته ورته دي چې د ایران، کیوبا، شمالي کوریا او سوریې په اړه‌یې کړي دي.

امریکا متحده ایالات د نړۍ د هغو تر ۵۰ زیاتو هېوادونو څخه دي چې په ونزوئلا کې د نیکلاس مادورو د حکومت د نسکورولو لپاره په دې هېواد کې د مخالفانو د مشر خوان ګوایدو ملاتړ کوي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولتون د سې شنبې د ورځې په څرګندونو کې نیکلاس مادورو یو دیکتاتور مشر وباله او نوموړی یې تورن کړ چې د اعدام له بانډونو او د خلکو د مهارولو لپاره د یو ډول فاسد خوراکي پروګرام څخه کار اخلي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار د مادرو مهمو ملاتړو روسیې او چین ته خبرداری ورکړ چې د نوموړي ملاتړ ته په دوام ورکولو دې قمار نه‌وهي.

د امریکا د نویو بندیزونو له مخې امریکايي شرکتونه او وګړي نه‌شي کولای چې د نیکلاس مادورو له حکومت او یا ملاتړو سره‌یې راکړه ورکړه وکړي.

د ونزوئلا حکومت مخالف خوان ګوایدو
د ونزوئلا حکومت مخالف خوان ګوایدو

مسکو دا اقدام غندلی دی.

د روسیې د پارلمان د نړیوالو اړیکو رئیس کنستاتین کوساچیف د امریکا دا اقدام د ونزوئلا په چارو کې څرګنده لاسوهنه بللې ده.

د اسوشیټد پرس خبري اژانس وايي، د امریکا نوې بندیزونه به تر ډېره د ونزوئلا د خلکو اقتصادي ستونزې زیاتې کړي.

درمل او خوراکي مواد په دې بندیزونو کې نه‌دي شامل او داسې ښکاري چې د امریکا دا بندیزونه به تر ډېره د ونزوئلا د خصوصي سکټور پر راکړه ورکړه اغېز ونه‌لري.

XS
SM
MD
LG