د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۸ چنګاښ ۱۳۹۹ کابل ۰۶:۱۵

نړۍ

ونزوئلا کې د ګوایدو د جنايي محاکمې د مقدمې د جوړېدو غوښتنه وشوه

ارشیف، د اپوزېسیون مشر خوان ګوایدو په یوه خبري غونډه کې

د ونزوئلا په پارلمان کې د ولسمشر نیکلاس مادورو پلویانو د اپوزېسیون د مشر خوان ګوایدو د قانوني مصؤنیت د لېرې کولو پرېکړه کړې ده.

هغوی د ونزوئلا له سترې محکمې غوښتنه کړې چې د هغه د جنايي محاکمې مقدمه جوړه کړي.

دا پرېکړه د ونزوئلا په پارلمان کې د "رأی ورکوونکو ملي اسامبلۍ" په نوم ډلې کړې ده.

د دې پرېکړې پر اساس کېدلای شي چې د خوان ګوایدو دا کار چې ځان‌یې د ونزوئلا مؤقت ولسمشر اعلان کړ، د هغه هېواد پر اساسي قانون تېری وګاڼه او حتی د هغه د نیول کېدو حکم صادر شي.

د ونزوئلا په پارلمان کې د "رأی ورکوونکو ملي اسامبلۍ" منتقدان وايي چې دا ډله دوه کاله مخکې د دې لپاره جوړه شوه چې د مادورو پر پرېکړو د تأیید مُهر ولګوي او د ونزوئلا په پارلمان کې د خوان ګوایدو پلویان څنډې ته کړي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

بخښنې نړیوال سازمان: پاکستان دې اسلام اباد کې د مندر جوړولو زمینه برابره کړي

په اسلام اباد کې د هندوانو لپاره د لومړني مندر د جوړولو پلانونه د پخواني صدراعظم نواز شریف د حکومت له خوا په ۲۰۱۷ میلادي کال کې منظور شوي وو.

د بخښنې نړیوال سازمان له پاکستانه غوښتنه وکړه، چې په پلازمېنه اسلام اباد کې د هندوانو د یوه عبادتځای یا مندر جوړولو ته زمینه برابره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اپوزیسون، مذهبي او سیاسي کړیو کې د دې پروژې په اړه مخالفتونه شته.

د بخښنې نړیوال سازمان نن په یوه ټویټ کې ویلي: "هرڅوک د مذهب او عقیدې ازادي لري، هغه حق چې د پاکستان اساسي قانون یې تضمین ورکړی دی."

دغه سازمان ویلي، د هندوانو د مندر د رغونې مخنیوی یو ناوړه عمل دی، چې باید ژر تر ژر ترې ډډه وشي.

په اسلام اباد کې د هندوانو لپاره د لومړني مندر د جوړولو پلانونه د پخواني صدراعظم نواز شریف د حکومت له خوا په ۲۰۱۷ میلادي کال کې منظور شوي وو.

د اوسني صدراعظم عمران خان حکومت د شري کرشنا مادیر په نوم د دغه مندر د جوړولو لپاره د نږدې ۶ لکه ډالرو په ارزښت مالي مرسته منظور کړه، خو مسلمانو مذهبي مشرانو، سیاستوالو او د عمران خان د متحد ګوند، مسلم لیګ (ق) رهبر د دغه پلان سخت مخالفت کړی دی.

وسله والو عراق کې یو سیاسي شنونکی وژلی

هشام الهاشمي

د عراق یو مخکښ سیاسي شنونکی پرون په پلازمېنه بغداد کې له خپل کور دباندې وژل شوی دی.

نوموړي ته تر دې مخکې د هغو ملېشه وو له خوا اخطارونه ورکړل شوي وو، چې ایران یې ملاتړ کوي.

پر موټرسایکل سپرو وسله والو پر ۴۷ کلن حشام الهاشمي تر ډزو وروسته له ساحې تښتېدلي دي.

حشام الهاشمي په عراق کې پر داعش یا اسلامي دولت ډلې، القاعده او نورو افراطي ډلو له پېژندل شویو منتقدانو ګڼل کېده.

دی وخت ناوخت پر ټلویزیونونو راڅرګندېده او دولتي چارواکو، خبریالانو او تحقیق کوونکو به وروسته د ده له تخصص څخه ګټه اخیستله.

دغه شنونکي په وروستیو کې د هغو ملېشه وو چې ایران یې ملاتړ کوي د ځواک پرضد او د عراق په سیاسي مشرتابه کې د اداري فساد پرضد هم خبرې کړې دي.

تر اوسه د دې وژنې مسوولیت چا نه دی منلی.

انتوني فاوچي: امریکا کې د کرونا له کبله راغلی حالت په رښتیا ښه نه‌دی

ارشیف

د متحده ایالاتو د ساري ناروغیو د کنټرول مسؤل چارواکی انتوني فاوچي وايي په دې هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله راغلی حالت په رښتیا ښه نه‌دی.

په داسې حال کې چې په امریکا کې د مثبتو پېښو او په روغتونونو کې د ناروغانو د بستر کېدو شمېرې په چټکۍ سره زیاتېږي، ښاغلي فاوچي پرون دوشنبه وویل چې امریکا د 'کووېد-۱۹' وبا په لومړۍ څپه کې تر زنګنو ډوبه شوې ده ځکه د نوموړي په وینا حکومت د اروپايي او ځینو اسیايي هېوادونو برعکس د دې وبا د کنټرول لپاره هېڅ جدي اقدام ونه‌کړ او اقتصادي کاروبار ته‌یې ډېر ژر د پیل اجازه ورکړه.

ولسمشر ډونالد ټرمپ کرونا کم اهمیته بللې او حتی په داسې حال کې چې تمه ده په نن سبا کې به په امریکا کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له درې میلیون واوړي ایالتونه‌یې د اقتصادي فعالیت پیلولو ته وهڅول.

دې ناروغۍ په امریکا کې تر دې دمه له یو لک او ۳۰ زرو زیات کسان وژلي دي.

امریکا: که زده‌کړې انلاین وې بهرنیو محصلانو ته ویزې نه‌تمدیدوو

د امریکا بیرغ

متحده ایالات وايي چې که په راروان مني کې د نوي تعليمي کال زده‌کړې بیا هم انلاین وي، نو د بهرنیو محصلانو ویزې به تمدید نه‌کړي.

دا خبرداری چې د امریکا د مهاجرت او ګمرکونو ادارې خپور کړی ښايي سلګونه زره بهرني محصلین زیانمن کړي.

دې ادارې په یوه بیان کې چې پرون د جولای په شپږمه نېټه خپور شو ویلي، د بهرنیو چارو وزارت به د هغو محصلانو ویزې تمدید نه‌کړي چې د نوي تعلیمي کال د درسي سمسترونو لپاره‌یې نوم‌لیکنه کړې ده او همداراز د امریکا د ګمرکونو او سرحدي محافظت اړوندې ادارې به دې محصلانو ته اجازه ورنه‌کړي چې د متحده ایالاتو قلمرو ته ننوځي.

په متحده ایالاتو کې اوس‌مهال ۱۱ لکه بهرني محصلان زده‌کړې کوي.

د امریکا د تعلیم شورا چې د لوړو زده‌کړو د شااوخوا ۱،۷۰۰ مؤسسو استازیتوب کوي، دا نوي مقررات وېروونکي بللي دي او په یوه بیان کې یې ویلي دي چې دا پرېکړه د ځوابونو په ځای پوښتنې پاروي او د ښه پر ځای ناوړه اغېز ښیندي.

نیویارک ښار د محدودیتونو د کمېدو درېیم پړاو ته ننووت

نیویارک

نیویارک چې وړاندې د نړۍ په سطح د کرونا ویروس ډېر ځپلی وو، د محدودیتونو د کمېدو درېیم پړاو ته ننووت.

د نیویارک والي اندرو کومو د دوشنبې په ورځ د جولای ۶مه په دې اعلان سره د یاد ایالت له اوسېدونکو وغوښتل چې روغتیایي مقررات رعایت کړي.

هغه زیاته کړه: "د نیویارک ښار نن د محدودیتونو د کمولو په برخه کې درېیم پړاو ته ننوت، خو په رستورانتونو کې د ډوډۍ خوړلو ته اجازه نه‌شته. سره له‌دې چې د محدودیتونو د کموالي درېیم پړاو عملي شو، خو دا په دې معنی نه‌ده چې ولاړ شئ او محفلونه ونیسئ. اوس‌مهال زموږ ۵۰ سلنه روغتیایي خدمات بوخت دي. دباندې وتلو پر مهال باید ماسکونه واغوندئ او یو له بل سره ۶ فټه واټن وساتئ."

د ورلډومېټرز انټرنټي پاڼې د معلوماتو له مخې اوس‌مهال په امریکا کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر درې میلیونه اوښتی دی.

په دې کې تر ۴۲۰ زره ډېرې پېښې په نیویارک کې ثبت شوې دي. په همدې ایالت کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ څخه د مړو شمېر تر ۳۲ زره ډېر ښودل شوی دی.

اوس‌مهال د امریکا لوېدیځ ایالتونه دغې ناروغۍ سخت ځپلي او ویروس ډېر په‌کې خپور شوی دی.

عربستان د حج مراسمو لپاره د مېشتو بهرنیو اتباعو نوم‌لیکنه پیل کړه

ارشیف

سعودي عربستان د حج مراسمو لپاره په دې هېواد کې د مېشتو بهرنیو اتباعو نوم‌لیکنه پیل کړه.

سعودي چارواکو وړاندې ویلي د کرونا ویروس د خطر د مخنیوي لپاره روان کال یوازې شااوخوا زرو تنو زیارت کوونکو ته چې په عربستان کې مېشت دي، د حج مراسمو د ادا کولو اجازه ورکول کېږي.

په دې کې ۷۰ سلنه په دې هېواد کې مېشت بهرني اتباع او ۳۰ سلنه نور یې په خپله د سعودي وګړي جوړوي.

دا مراسم د جولای میاشتې په وروستیو کې پیلېږي. تېر کال په دې مراسمو کې د نړۍ څخه شااوخوا دوه نیم میلیونه زیارت کوونکو ګډون کړی وو.

د سعودي عربستان د حج وزارت د جولای پر ۶مه وویل چې هغه بهرني اتباع چې عمرونه‌یې له ۲۰ تر ۶۵ کلونو پورې وي او د دیابت (شکر) یا د زړه ناروغیو په څېر نورې روغتیایي ستونزې ونه‌‌لري، کولای شي نومونه د زیارت لپاره ولیکي.

د زیارت کوونکو د نوم‌لیکنې بهیر به د جمعې تر ورځې دوام وکړي.

دې پرېکړې چې له بهرنیو هېوادونو څخه زیارت کوونکي په دې مراسمو کې ګډون نه‌شي کولای، د نړۍ په اسلامي هېوادونو کې ناهیلي خپره کړه، خو وروسته ډېریو دا ومنله چې دا اقدام د روغتیایي خطر د مخنیوي لپاره اړین وو.

د اتریش پولیس د یوه روسي پناه غوښتونکي د وژنې په اړه پلتنې کوي

ارشیف، د اتریش پولیس

د اتریش پولیس په دې اړه پلټنې کوي چې په دې هېواد کې د یوه روسي پناه غوښتونکي وژنه کومه سیاسي انګېزه لري که څنګه.

پولیسو تر دې وړاندې راپور ورکړی وو چې یو ۴۳ کلن روس د جولای پر څلورمه له پلازمېنې ویانا بهر په یوه پارکېنګ کې په ډزو ووژل شو.

د دې پېښې په تړاو دوه کسه نیول شوي دي.

که څه هم د اتریش پولیسو د وژل شوي کس نوم نه‌دی ښودلی، خو په چچن کې ځینو سرچینو ازادي راډیو ته ویلي چې دا کس د چچن یو پخوانی جلا غوښتونکی مامي خان عمروف نومېده او د چچن د مشر رمضان قدیروف منتقد وو.

د اتریش استخباراتي او د ترورېزم ضد ادارې اوس پر دې قضیې پلټنه کوي.

د دغه هېواد د ترورېزم ضد ادارې چارواکو د جولای پر شپږمه ویلي چې ښایي د دې وژنې تر شا سیاسي انګېزه وي.

د راپورونو له مخې دا روسی پناه غوښتونکی پر سر ویشتل شوی دی او د امبولانس تر رسېدو دمخه‌یې ساه ورکړې ده.

روسیه: محکمه د یوې خبریالې په اړه خپل حکم اعلانوي

د سویتلانا پروکوپیووا

ټاکل شوې په روسیه کې یوه محکمه د یوې خبریالې په اړه خپل حکم اعلان کړي.

د سویتلانا پروکوپیووا په نوم د دغې خبریالې محاکمه کولو په روسیه کې د بشري حقونو د ملاتړو غبرګونونه پارولي.

د روسیې په لویدیځ پیسکوف ښار کې څارنوالانو له پوځي محکمې غوښتي چې دا خبریاله د ترهګرۍ د توجیه کېدو په جرم په ۶ کاله بند محکومه کړي.

څارنوالان هڅه کوي چې دغه خبریاله ۴ کاله له رسنیز فعالیته هم بې برخې کړي.

پروکوپیووا د ازادي راډیو له روسي څانګې سره په مقطعي ډول کار کاوه.

پروکوپیوا د محکمې په جریان کې ځان بې ګنا بللی او دغه محکمه یې په روسیه کې د بیان ازادۍ د وژلو یوه هڅه بللې ده.

سعودي عربستان د حج د سږنیو مراسمو لپاره روغتیایي اقدامات اعلان کړل

ارشیف

سعودي عربستان د حج د سږنیو مراسمو لپاره چې یوازې په کور دننه محدود شمېر حاجیانو ته اجازه ورکول شوې، روغتیایي اقدامات اعلان کړل.

د روېټرز خبرې اژانس د راپور له مخې سعودي عربستان دغه روغتیایي اقدامات د دې لپاره کړي چې د حج د مراسمو په وخت کې د کرونا ویروس د نوې څپې د خپرېدو مخه ونیسي. د دغو اقداماتو له مخې د خلکو پر راټولېدو بندیز لګول کېږي او حاجیانو ته اجازه نه‌ورکول کېږي چې له یو بل سره وګوري.

سعودي عربستان په تېره جون میاشت کې اعلان وکړ چې یوازې په کور دننه زرو حاجیانو ته اجازه ورکوي چې د حج په سږنیو مراسمو کې چې د جولای له ۱۹مې پیلېږي او د اګسټ تر ۲مې دوام کوي، ګډون وکړي.

دا د سعودي عربستان په معاصر تاریخ کې لومړی ځل دی چې د حج د مراسمو لپاره له بهره سعودي عربستان ته د حاجیانو پر ورتلو بندیز لګول کېږي.

دغه‌راز د دغو نویو اقداماتو له مخې حاجیان اجازه نه‌لري پر کعبې لاس ولګوي، حاجیان به تل ماسکونه اغوندي او په خپلو کې به لږترلږه یو نیم متر واټن ساتي.

هر کال د حج په مراسمو کې شااوخوا دوه‌نیم میلیونه کسانو ګډون کاوه. له افغانستانه هم هر کال شااوخوا ۳۰ زره کسان د حج لپاره سعودي عربستان ته تلل.

د یوه ۲۵ کلن تړون په اړه د ایران او چین خبرې

د ایران او چین بیرغ

ایران له چین سره د ۲۵ کلن تړون په اړه خبرې کړې دي.

دا خبره د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف پرون د خپل هېواد پارلمان ته وکړه او ویې‌ویل، پر دې تړون د باور او اعتماد په فضا کې خبرې شوي او کله چې هغه وشو، شرطونه به‌یې اعلان شي.

ظریف ټینګار وکړ چې له چین سره کېدونکی تړون چې د ده په وینا خبره‌یې د ۲۰۱۶ کال په جنوري میاشت کې کله چې د چین ولسمشر شي جین پنګ له تهرانه کتنه کوله راپورته شوه، کوم پټ تړون نه‌دی.

دغه‌راز د ایران ستر مذهبي مشر ایات‌الله علي خامنه‌یي هم په ښکاره له چین سره د دوه اړخیز ستراتېژیک تړون ملاتړ کړی دی.

چین د ایران د سوداګرۍ لوی شریک او د ایران د اوومه تېلو د صادراتو چې د امریکا بندیزونو سخت ځپلی دی، مهم پېرېدونکی دی.

ایران د فارس خلیج ساحلي کرښې اوږدو کې د پټو توغندیو ځایونه جوړ کړي

فارس خلیج

ایران ویلي، د فارس خلیج د ساحلي کرښې په اوږدو کې یې د پټو توغندیو ځایونه جوړ کړي دي.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د سمندري ځواکونو مشر ویلي، ایران دغه تأسیسات تر ځمکې لاندې جوړ کړي او ویلي یې دي چې دا به د ایران دښمنانو ته ناوړه عواقب ولري.

امیرالبحر علي رضا تنګ سیري صبح صادق اوونیزې ته ویلي، ایران د فارس او عمان خلیجونو په څنډو کې دغه ځایونه جوړ کړي چې دښمنانو ته به‌یې وېره پيدا کړي.

د سپاه پاسداران د دغه لوړپوړي چارواکي دا خبرې تر بېګا ناوخته پورې کومې سرچینې تأیید نه‌کړې او نه هم عربي هېوادونو په دې اړه کوم غبرګون وښود.

د اسرائیل پوځ: فلسطینیانو له غزې تراړې دوه توغندي راتوغولي

ارشیف

د اسرائیل پوځ وایي، فلسطینیانو پرون له غزې تراړې د دوی پر خاوره دوه توغندي توغولي دي.

د دغو توغندیو د لګېدو اصلي ځایونه نه‌دي په ډاګه شوي.

د اسرائیل پوځ د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، "دوه توغندي له غزې تراړې د اسرائیلو پر خاورې لګېدلي دي".

ګمان کېږي چې د حماس سخت دریځې ډلې به چې پر غزې کنټرول لري، دغه کار کړی وي، خو دغې ډلې تر پرون ناوخته په دې اړه څه نه‌و ویلي.

پرون د اسرائیل په جنوب کې د خطر زنګ اورېدل شوی، خو د دغه هېواد رسنیو ویلي، د اوسپنیزې ګنبدې دفاعي سیستم فعال نه‌شو او دا په دې معنی چې راکټونه ګڼ مېشتو سیمو خواته نه‌دي توغول شوي.

حماس د جون میاشتې په وروستیو کې خبرداری ورکړ چې د اسرائیل له خاورې سره د لوېدیځې غاړې د یو شمېر سیمو د یوځای کېدو پلان د جګړې په معنی ده.

له دغه خبرداري وروسته له غزې پر اسرائیل دوه توغندي وویشتل شول او اسرائیلو په ځواب کې د فلسطین دننه د حماس پر تأسیساتو هوایي بریدونه وکړل.

حماس او اسرائیل په تېرو څو کلونو کې درې خونړۍ جګړې کړې دي، د دوی وروستۍ جګړه په ۲۰۱۴ کال کې وه چې ۲،۲۰۰ فلسطینیان او ۷۴ اسرائلیان په‌کې ووژل شول.

د ایران نظنز اټمي تأسیساتو کې اورلګېدنې د پام وړ ویجاړي اړولې

د ایران سویل کې د نطنز اټومي سایټ

د ایران په نظنز اټمي تأسیساتو کې اورلګېدنې د پام وړ ویجاړۍ رامنځته کړي.

د ایران ایرنا خبري اژانس د دغه هېواد د اټمي ادارې د ویاند په حواله پرون وویل، هغه اورلګېدنه چې د پنجشنبې په ورځ رامنځته شوه، ورانی یې زیات و.

د ایران د اټمي ادارې ویاند بهروز کمالوندي ویلي، دغه اورلګېدنه کولای شي د سنترفیوژونو پراختیا او تولید ټکنی کړي.

کمالوندي ویلي، ایران کولای شي یوه پرمختللې ودانۍ د اوسنۍ نړېدلې هغې پر ځای جوړه کړي.

یوه سایبریایي پړانګ د سویس په زیوریخ کې د ژوبڼ یوه ساتونکې مړه کړې

د سویس په زیوریخ ژوبڼ کې یو سایبریایي پړانګ

یوه سایبریایي پړانګ د سویس په زیوریخ کې د ژوبڼ پر یوې ساتونکې حمله کړې او مړه کړې یې ده.

راپورونه وايي پړانګ پر هغې ۵۵ کلنې ښځې چې په ژوبڼ کې یې کار کاوه، پرون شنبه د نندارچیانو په مخکې حمله وکړه.

څېړونکو پلټنې پیل کړي چې دغه ښځه ولې د پړانګ قفس ته دننه شوې وه.

د عمومي مقرراتو له مخې په ژوبڼ کې باید د وحشي ژویو او انسانانو ترمنځ کوم مستقیم تماس نه‌وي.

دغه پړانګ چې پنځه کلن دی، تېر کال له ډنمارک څخه د زیوریخ ژوبڼ ته ولېږدول شو.

سویس د کرونا ویروس له کبله د لګول شویو محدودیتونه کمول د جون میاشتې پر شپږمه پیل کړل او په دې لړ کې یې ژوبڼونه هم بېرته پرانیستل.

کروېشیا کې له کرونا وبا سره سره پارلماني ټاکنې کېږي

د کروېشیا پارلمان

د کروېشیا وګړي له کرونا وبا سره سره نن یکشنبه د خپل هېواد په پارلماني ټاکنو کې رایه ورکوي.

لومړنۍ نظر پوښتنې ښيي که چې د کروېشیا دوه سیال سیاسي ګوندونه به سخت په رقابت کې وي.

د صدراعظم اندرې پلیکنوویچ په مشرۍ مرکزي ښي اړخی ګوند، د کروېشیا متحد ډیموکرات په دغو ټاکنو کې د بریا تمه لري.

بل‌خوا د داور بیر ناردیچ په مشرۍ کیڼ اړخی سوسیال ډیموکراتیک ګوند هم په دغو ټاکنو کې بریا ته سترګې نیولې دي.

دغه سیالي د کروېشیا په پارلمان کې د ۱۵۱ سیټونو د اکثریت خپلولو لپاره کېږي.

ګټونکی ګوند باید ۷۶ څوکۍ خپلې کړي، که نه د ائتلافي حکومت د تشکیل انتخاب به په مخکې وي.

ننني انتخابات په داسې حال کې کېږي چې د کروېشیا اقتصاد د کرونا وبا له کبله سخت زیانمن شوی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG