د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۵

د امنیتي ګواښونو په اړه د ولسمشریزو انتخاباتو د ځينو نوماندانو اندېښنې


د ولسمشریزو انتخاباتو لپاره د ۱۸ نوماندانو فهرست
د ولسمشریزو انتخاباتو لپاره د ۱۸ نوماندانو فهرست

د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره انتخاباتي کمپاینونه په رسمي توګه پیل شوي، خو ډېرو کاندیدانو لا خپل انتخاباتي کمپاینونه نه‌دي پیل کړي.

له دې کاندیدانو څخه‌یې ځیني امنیتي اندېښنې د خپلو کمپاینونو د ځنډ سبب بولي، خو یو شمیر یې بیا د سولې روانو خبرو ته په پام پر دې باوري نه‌دي چې د ولسمشرۍ انتخابات به ترسره شي او کنه.

د میزان د میاشتې د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره یو له دغو نوماندانو د افغانستان د استخباراتو پخوانی مشر او د طالبانو یو سخت مخالف رحمت‌الله نبیل له پخوا راهیسې د وسله‌والو بریدونو هدف و، خو اوس ورته پېښ خطر هم زیات شوی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت نږدې یو کال د انتخاباتو د امنیتي کړنلارې پر جوړولو ولګاوه، په دې کې د کاندیدانو لپاره د زغرګاډو او ساتونکو ورکول هم شامل دي.

خو کله چې د د تېرې یکشنبې په ورځ انتخاباتي کمپاین پیل شو، نبیل وايي ورسره ژمنه شوي امنیتي تدابیر یې نه‌و تر لاسه کړي او اړ شو چې خپل عامه انتخاباتي کمپاین وځنډوي.

نوموړي د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې ته ویلي، دې ستونزې یې انتخاباتي کمپاین "سخت زیانمن" کړی دی. د نبیل په وینا "حکومت ده ته له پېښ جدي امنیتي ګواښ خبر دی، خو همکاري" نه‌کوي.

د افغانستان د استخباراتو پخوانی عمومي مشر رحمت‌الله نبیل
د افغانستان د استخباراتو پخوانی عمومي مشر رحمت‌الله نبیل

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په مشخصه توګه د رحمت‌الله نبیل د دې ادعا په اړه د تبصرې غوښتنې ته ځواب ورنه‌کړ، خو تر دې مخکې د دې وزارت ویاند نصرت رحیمي ازادي راډیو ته ویلي وو د کاندیدانو امنیت او خوندیتوب د دوی لومړیتوب دی.

نوموړي ویلي و چې د کاندیدانو د امنیت لپاره‌یې ۵۰ زغرګاډي او سلګونه ساتونکي ګمارلي دي.

ښاغلي رحیمي زیاته کړې: "موږ ورته موټرې وېشلي، هر نوماند ته یو زغروال لنډکروز او یو هایلکس ورکړل شوی، البته دا یې د مرستیالانو لپاره هم دي. همدارنګه ۹۰۰ ساتونکي هم ګمارل شوي چې د نوماندانو امنیت وساتي."

خو ازادي راډیو سره خبرو کې ځینو نوماندانو دا امنیتي تدابیر کم بللي او یا وايي چې نه‌یې دي ترلاسه کړي.

ښاغلی نبیل د کاندیدانو د امنیت په اړه په داسې حال کې اندېښنه ښيي چې د یکشنبې په ورځ کابل کې د ولسمشر غني په دولت جوړونکي انتخاباتي ټیم کې د نوموړي د لومړي مرستیال امرالله صالح پر دفتر برید او تر هغې مخکې بمي چاودنو کې لږ تر لږه ۲۰ کسان ووژل شول او ۴۰ نور ټپیان شول.

یو شمېر کاندیدانو د انتخاباتو د پرېکون ګواښ هم کړی او ادعا یې کړې چې ولسمشر غني د انتخاباتو پروسه کې له خپل واک څخه په خپله ګټه کار اخلي، او که د انتخاباتو د شفافیت ډاډ ورنه‌کړل شي دوی به د ولسمشرۍ انتخابات تحریم کړي، خو د ولسمشر غني ویاندویانو پرله‌پسې دا ادعاوې رد کړي او ټینګار یې کړی چې حکومت د شفافو او عادلانه انتخاباتو ترسره کېدو ته کلک ژمن دی.

په قطر کې د طالبانو سره د سولې یوې هوکړې ته رسېدو دا شکونه هم پیدا کړي چې ایا انتخابات به په ټاکلي وخت ترسره شي او کنه؟

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي مشر یوسف رشید د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، امنیت هم د پڅو انتخاباتي کمپاینونو یو سبب دی، خو پر دې سربېره له امریکایانو سره د طالبانو د سولې مذاکراتو هم پر انتخاباتو سیوری غوړولی.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي مشر یوسف رشید
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي مشر یوسف رشید

ښاغلی رشید وايي: "تر اوسه هم ځیني نوماندان په دې باوري نه‌دي چې انتخابات به وشي، د سولې مسئله او د امریکا سره د طالبانو جوړجاړی او پر انتخاباتو یې ممکن اغېز د دې سبب شوي چې ځیني نوماندان زړه نه ښه کوي چې په کمپاینونو کې پیسې مصرف کړي او میدان ته راودانګي."

د افغانستان د څېړونکي شبکې یو څېړونکي علي عدیلي ازادي راډیو ته ویلي ځیني کاندیدان د انتخاباتي کمپاینونو د پیل په اړه ځکه زړه نازړه دي چې دوی د انتخاباتو د ترسره کېدو په اړه ډاډمن نه‌دي او ځیني فکر کوي چې ښايي انتخابات به د سولې د پروسې لپاره وځنډول شي.

بل‌خوا په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي چې د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات د سولې پروسه زیانمنوي.

د نوموړي په وینا، د دوی په نظر تر "اشغال لاندې" انتخابات د ولس استازولي نه‌شي کولای او نه د افغانستان مسئله هوارولی شي.

خو د ولسمشر غني په مشرۍ افغان حکومت تل ټینګار کړی چې دوی پر ټاکلي وخت د ازادو او عادلانه انتخاباتو ترسره کېدو ته ژمن دي، خپله ولسمشر اشرف غني او په حکومت کې یې همکارانو پرله‌پسې ټینګار کړی چې هم یې د کاندیدانو د امنیت او هم د انتخاباتو د باور او اعتبار لپاره ضروري اقدامات کړي.

حکومت همدارنګه سوله او انتخابات دوه جلا پروسې ګڼي او ټینګار کوي چې د سولې بهیر به د انتخاباتو د ځنډ سبب نه‌شي.

  • 16x9 Image

    اجمل اند

    اجمل اند (په انګرېزۍ کې: Ajmal Aand) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او د پښتو برخې اډیټور دی. نوموړي کلونه- کلونه په افغانستان کې هم د ازادۍ راډیو لپاره کار کړی دی. 

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG