د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۰

د انتخاباتي مبارزو په اړه د کابل چاپ ورځپاڼو وړاندیزونه او سپارښتنې


کابل چاپ نننیو نږدې ټولو ورځپاڼو د جمهوري ریاست د انتخاباتي کمپاین د پيل او څرنګوالي په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې سپارښتنه کړې چې په انتخاباتي منډو ترړو کې باید ملي ګټې په پام کې ونیول شي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي چې د جمهوري ریاست کاندیدان باید په خپلو انتخاباتي مبارزو کې انتخاباتي قوانین مراعت کړي او له توهین او سپکاوي ځان وساتي.

د سرمقالې لیکوال یادونه کوي چې انتخاباتي کمېسیونونه نه باید هېڅ کاندید ته اجازه ورکړي چې له دولتي امکاناتو د خپل ځان په ګټه استفاده وکړي.

هشت صبح:

هشت صبح ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې لیکلي چې کاندیدان باید خپل اقتصادي پروګرامونه واضح کړي، ځکه افغانستان بېوزله هېواد دی، دوی څه پروګرامونه لري او څنګه کولای شي چې له فقر او بېوزلۍ سره مبارزه وکړي؟

وړاندې په سرمقاله کې یادونه شوې چې د جمهوري ریاست د کاندیدانو ترمنځ مناظره ډېره اړینه ده، څو یې افغانان واوري چې په سیاسي، اقتصادي او نورو بېلابېلو برخو کې کاندیدان څه پروګرامونه لري او وروسته به د کاندید په انتخاب کې ښه تصمیم ونیسي.

ماندګار:

ماندګار ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې پوښتنه کړې چې انتخاباتي کمپاینونه باید څه ډول وشي؟

په سرمقاله کې یادونه شوې چې د کمپاین لپاره تصویر او پیغام مهم دي، خو د تبلیغاتو بمبار بې له عملي روشه ممکن بې نتیجې وي.

مسیر:

د مسیر ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، انتخاباتي کمپاین، هوايي ژمنې او د ولس غوښتنه.

په سرمقاله کې یادونه شوې چې انتخاباتي کمپاین په داسې حال کې پیلېږي چې خلک د انتخاباتو پرځای سولې ته لومړیتوب ورکوي او غوره ګڼي چې انتخابات ونه شي.

د سرمقالې د لیکوال په باور، رښتیا دا دي چې را روان انتخابات د افغانستان په زیان دي، افغانان باید سولې ته لومړیتوب ورکړي.

انیس:

د انیس دولتي ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، انتخاباتي منډې ترړې د ولسواکۍ د بنسټیز کېدو په لور یو اړین ګام.

د سرمقالې لیکوال وړاندیز کوي چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې ممکنه کېدونکی توافق باید له انتخاباتو مخکې لاسلیک شي، څو خلک په پراخه کچه په انتخاباتو کې ګډون وکړي.

XS
SM
MD
LG