د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۱

د انتخاباتو کمېسیون: کاندیدان دې په انتخاباتي مبارزو کې قوانین په پام کې ونیسي


د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو ته د کاندیدانو لېست
د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو ته د کاندیدانو لېست

ټاکل شوې چې په افغانستان کې د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره د کاندیدانو کمپاین سبا د جولای په اته ویشتمه رسماً پېل شي.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي پرون ازادي راډیو ته وویل چې د جمهوري ریاست لپاره اتلس کاندیدان تقریباً دوه میاشتې وخت لري چې خپل پروګرامونه توضېح کړي.

د افغانستان د جمهوري ریاست ټاکنې د سپټمبر په اته ویشتمه یا د میزان په شپږمه دي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون د جمهوري ریاست لپاره پر کاندیدانو غږ وکړ چې د انتخاباتي مبارزو د مصارفو د لایحې له اصولو سره سم عمل وکړي.

جمهوري ریاست ته د ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي یووالي حکومت د اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله په ګډون اتلس تنه کاندیدان دي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي وویل چې کاندیدان باید د خپلو ټاکنیزو مبارزو لپاره له څرګندو سرچینو کار واخلي، بهرنۍ منابع باید ونه لري، د شخصي پانګې رپوټ په کمېسيون کې ثبت کړي او څرګند بانکي حساب ولري.

ده وویل: له ټولو کاندیدانو زموږ غوښتنه دا ده چې له اساسي قانون او د انتخاباتو له قانون سره سم عمل وکړي، کاندیدان باید همدا راز د ښاري استوګنې اصول مراعت کړي او خپلو پلویانو او کمپاین کوونکو ته ووایي چې پوسټرونه، شعارونه او عسکونه دې داسې نه لګوي چې د ښارونو د بدرنګۍ سبب شي.

د جمعې په ورځ په نیویارک کې د ملګروملتونو د امنیت شورا په غونډه کې هم د افغانستان پر وضعیت خبرې وشوې چې انتخابات یې یو اساسي ټکی و.

د ښځو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې امینې محمد چې تازه له کابله نیویارک ته ستنه شوې، د امنیت شورا غونډې ته وویل چې افغانستان سولې او اقتصادي ثبات ته په شدت اړتیا لري.

امینې محمد زیاته کړه: په وروستیو اتلسو کلونو کې په افغانستان کې مهم پرمختګ شوی دی، مهم انتخابات په سپټمبر کې کېږي او د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون او د انتخاباتي شکایتونو د اورېدو د کمېسون مشرانې ښځې دي.

د ښځو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیاله امینه محمد
د ښځو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیاله امینه محمد

خو امنیې محمد وویل چې د وسله والو طالبانو تر واک لاندې سیمو کې وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د امنیت شورا په همدې مجلس کې د سیاست او سولې په برخه کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې روزمري دیکارلو د افغانستان د ټاکنو په اړه په خبرو کې وویل چې ټولو ته د یو ډول امکاناتو برابرېدل د معتبرو ټاکنو کیلي ده.

هغې د ملګرو ملتونو له اړخه په ټاکنو کې پر ښکېلو خواوو غږ وکړ چې د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون او د انتخاباتي شکایتونو د اروېدو کمېسيون پرېکړو ته درناوی وکړي.

روزمري دیکارلو وایي: موږ له کاندیدانو او نورو ښکېلو اړخونو توقع لرو چې د انتخاباتو د پروسې د اعتبار په اړه خپل مهم مسؤلیت ادا کړي، په افغانستان کې د ټاکنو بری د افغانستان د سیاسي رهبرانو په لاس کې دی، په افغانستان کې د جمهوري ریاست معتبر انتخابات به نوي ولسمشر ته د دې صلاحیت ورکړي چې د سولې د پروسې په درشل کې دا هېواد سره را غونډ کړي.

د ملګرو ملتونو د سازمان مرستیالې په افغانستان کې پر دواړو انتخاباتي کمېسيونونو هم غږ وکړ چې د افغانستان ولس د ټاکنو د بهیر له جزیاتو با خبر وساتي.

XS
SM
MD
LG