د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۹

د انتخاباتو کمېسیون: د ولسمشرۍ انتخابات به د میزان په ۶مه خامخا ترسره کېږي


ارشیف، په بامیان ولایت کې د رأیې ورکونې د یوه مرکز انځور
ارشیف، په بامیان ولایت کې د رأیې ورکونې د یوه مرکز انځور

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ۱۲ نوماندانو د تحریم له ګواښ وروسته وايي چې د میزان په شپږمه به انتخابات ترسره شي.

وروسته له هغې چې د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نوماندانو شورا وویل چې ممکن د ولسمشرۍ انتخابات تحریم کړي، د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې نوماندان باید په انتخاباتو باور ولري او خپلې انتخاباتي مبارزې پیل کړي.

د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو د ځينو نوماندانو یو انځور
د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو د ځينو نوماندانو یو انځور

خو د دې کمېسیون مرستیال عصمت الله مل د ۱۲ نوماندانو د تحریم د ګواښ په غبرګون کې ازادي راډيو ته وویل چې د ولسمشرۍ انتخابات به د میزان په شپږمه نېټه خامخا ترسره شي.

ده وویل: موږ په دې اړه نن فکر کوو او خپل تصمیم نیسیو، په هر صورت موږ انتخابات ترسره کوو، نېټه يې اعلان شوې او کمېسیون هم خپله اماده ګي نیولې چې د ولسمشرۍ انتخابات د میزان په شپږمه ترسره کړي، کومه مسئله چې تاسې يې وایئ، زه يې په اړه معلومات نه لرم، خو هیله مې دا ده چې داسې کوم څه ونه شي او هیله لرم چې نوماندان به خپلو انتخاباتي مبارزو ته دوام ورکړي.

د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو له اتلسو نوماندانو ۱۲ يې چې د نوماندانو په نوم شورا هم لري، ویلي دي چې که د روانې اوونۍ تر پایه په انتخاباتي پروسه کې لازم اصلاحات رانشي، دوی به دا پروسه تحریم کړي.

د ولسمشرۍ د انتخاباتو نوماند او د دې شورا یوه غړي شهاب حکیمي ازادي راډيو ته ویلي، اوس دوی یوازې انتخاباتي مبارزو ته نه دي داخل شوي، خو که غوښتنې يې ونه منل شي، نو دا پروسه به تحریم کړي.

د ښاغلي حکیمي په خبره، که د دوی له موجودیت پرته انتخابات ترسره کیږي، نو مشروعیت به هم ونه لري، خو اوس پوښتنه دا ده چې که دغه دولس نوماندان انتخابات تحریم کړي، د پاتې نورو شپږو نوماندانو ترمنځ انتخابات شوني دي که څنګه؟

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ فیفا وایي، د دولسو انتخاباتي ټیمونو له لوري انتخاباتي تحریم د انتخاباتو قانوني مشروعیت تر پوښتنې لاندې نه راولي.

د دغې بنسټ اجرائيوي رئیس یوسف رشید ازادي راډيو ته وویل، انتخابات ان د دوو نوماندانو ترمنځ هم ترسره کېدای شي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ فیفا اجرائیه مشر یوسف رشید
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ فیفا اجرائیه مشر یوسف رشید

دی زیاتوي: د انتخاباتو په قانون کې د انصراف بحث لرو چې په رسمیت پېژندل شوی او په انتخاباتي مهالوېش کې هم ذکر شوی، خو د تحریم مسئله یوه سیاسي مسئله ده، که څه هم حقوقي ستونزې نه رامنځته کوي، خو د پروسې سیاسي باور ته زیان رسوي، له حقوقي نظره له یوه نومانده د زیاتو په موجودیت کې هم انتخابات کېدای شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ (د زمري د میاشتې په شپږمه نېټه) د نوماندانو ترمنځ انتخاباتي سیالۍ پیل شوې.

د انتخاباتي مبارزو په لومړۍ ورځ د ولسمشرۍ د نوماندانو محمد اشرف غني، عبدالله عبدالله او عنایت الله حفیظ له خوا بېلابېلې انتخاباتي غونډې وشوې.

د سید نورالله جلیلي او ګلبدین حکمتیار په ګډون یو شمېر نورو انتخاباتي ټیمونو ویلي چې په ټولو ولایتونو کې یې خپلې انتخاباتي سیالۍ پیل کړي او په انتخاباتو کې هم برخه اخلي.

XS
SM
MD
LG