د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ لیندۍ ۱۳۹۹ کابل ۰۳:۴۴

افغانستان

د افغانستان د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو لپاره امنیتي پلان

د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو سرپرستان اسدالله خالد او مسعود اندرابي

د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو د افغانستان د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو لپاره امنیتي پلان اعلان کړ.

دغه امنیتي پلان نن په دفاع وزارت کې په یوه غونډه کې چې د دفاع او کورنیو چارو وزیران، د انتخاباتي کمېسیونونو رئیسان، په افغانستان کې د ناتو د غوڅ ملاتړ مأموریت قوماندان او په کابل کې د امریکا سفیر حاضر ول، په یوه غونډه کې تشرېح شو.

دغه امنیتي پلان په درې مرحلو، له انتخاباتو مخکې، د انتخاباتو په جریان او له هغې وروسته وضعیت کې تطبیق کېږي.

ټاکل شوې چې دغه انتخابات د تلې یا میزان میاشتې په ۶مه نېټه ترسره شي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي "مجيب الرحمن ځدارڼ" په کرونا ویروس اخته شوى

مجيب الرحمن ځدارڼ

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی مجیب الرحمن په کرونا اخته شوی.

د اسټرالیا د بېګ باش لیګ د بریسبن هيټ لوبډلې چې مجیب الرحمن په کې لوبېږي په یوه اعلامیه کې نن دا خبره کړې ده.

مجیب الرحمن د اسټرالیا د کرکټ په غوره لیګ یا بېګ باش کې د لوبېدو لپاره تېره اوونۍ د ځینو نورو افغان لوبغاړو په ملتیا اسټرالیا ته تللی.

د کوینسلنډ ایالت د کرکټ اجرایوي مشر تیري سوینسون ویلي، چې د دغه ایالت روغتیاپالان او په خپله بریسبن لوبډله به د مجیب الرحمن د ژر ښه کېدو لپاره پوره هلې ځلې وکړي.

مجیب الرحمن د افغانستان یو ځوان ورو توپ اچوونکی دی چې په ملي ټيم سربېره یې د ای پي ایل یا د هند د کرکټ غوره لیګ او بېګ باش یا د اسټرالیا کرکټ غوره لیګ کې په ښو لوبو د نړیوالو پام ور اړولی دی.

ولسمشر غني: د "ناکامورا" نيمګړې پروژې بشپړېږي

آرشیف

د افغانستان جمهور رییس وايي، حکومت ژمن دی چې د ډاکتر تیتڅو ناکامورا نیمګړې پروژې بشپړې کړي.

محمد اشرف غني دا خبرې نن د جاپاني بشرپاله ډاکتر تیتڅو ناکامورا د وژنې د لومړي تلین په مناسبت په یوه ویډیويي پيغام کې کړي.

هغه زياتوي: "ترهګرو له موږ یو ښکلی انسان واخیست خو د هغه ځلانده میراث او کاري روحیه به د افغانانو د راتلونکو نسلونو په زړونو کې وي"،د افغانستان حکومت په لویه پکتیا او کابل کې د ځنګلونو، کرنیزې پراختیا او د اوبو د مدیریت په برخه کې د هغه (ډاکتر ناکامورا ) د پروژو عملي کولو ته ژمن دی څو د افغانستان د سمسورتیا لپاره د هغه( ډاکتر ناکامورا) هیلې پوره شي."

ډاکتر تیتڅو ناکامورا چې کلونه یې د روغتیا، کرنې او اوبو لګولو په برخه کې خدمت کړی و د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر په څلورمه په ننګرهار کې د یوه وسله وال برید هدف وګرځېد او د سختو ټپونو له امله یې ساه ورکړه.

د افغان طبابت پېژندل شوې څېره "سهیلا صدیقي" مړه شوه

سهيلا صديقي

په افغانستان کې د طبابت د برخې یوه پېژندل شوې څېره او لومړنۍ ښځینه جنراله ډاکتر سهیلا صدیقي نن د ۷۲ کلونو په عمر ساه ورکړه.

هغه د الزایمر یا د حافظې د کمزورۍ له ناروغي کړې ده.

ولسمشر اشرف غني د ډاکتر سهیلا مړینه د افغانستان لپاره یوه لویه ضایعه بللې ده.

ډاکتر سهیلا صدیقي له ۲۰۰۱ تر ۲۰۰۴ کاله پورې د پخواني ولسمشر حامدکرزي په کابینه کې د روغتیا وزیره وه.

هغې کلونه د افغانستان په پوځي روغتونو له هغې ډلې سردار داوود خان روغتون کې دندې ترسره کړې.

ناټو: افغانستان ته د درملو او روغتیايي وسایلو د لېږد بهیر بشپړو

د ناټو د طبي مرستو یوه اندازه- ارشیف

د ناټو د ملاتړ او تداراکاتو اداره وايي، افغانستان ته د څه باندې زر ټنه درملو او روغتیايي وسایلو د لېږد بهیر همدا میاشت بشپړوي.

دا خبره یادې ادارې په یوه اعلامیه کې کړې ده.

د اعلامیې له مخې د درملو لومۍ محموله د نومبر په دیارلسمه کابل ته رسېدلې او تمه ده پاتې درمل د همدې میاشتې تر پایه ورسېږي.

تمه ده دا اندازه درمل او طبي وسایل په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت له لارې د افغانستان په امنیتي او دفاعي ځواکونو او اړوندو وزارتخانو وویشل شي.

ناټو وايي درمل او طبي وسایل یې له کاناډا، پرتګال، کوریا او ترکیې ترلاسه کړي. ​

امرخېل: د ننګرهار لپاره د داعش نومول شوی والي "هدایت الله" ووژل شو

د جلال اباد ښار یوه څنډه

په ننګرهار کې چارواکي ادعا کوي چې دغلته یې د داعش وسله والې ډلې نومول شوی والي وژلی او د دې ډلې یو بل مشر یې ژوندی نیولی دی.

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخیل ادعا کوي چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو تېره شپه د ننګرهار ولایت لپاره د داعش نومول شوی سرپرست والي هدایت الله وواژه.

هغه دا خبره نن په خپلې فېسبوک پاڼې کې لیکلې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي هم رسنیو ته ویلي چې د داعش دا سیمه ییز مشر په چپلیار کې د ملي امنیت د ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی.

هغه زياتوي: "د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو تېره شپه د چپلیار ولسوالۍ په للمې سیمه کې د ننګرهار لپاره د داعش وسله والو تش په نوم والي او د ځانمرګو واسکټونو جوړونکی د مقاومت پر مهال وژلی دی."

د هغه په وینا، له نوموړي سره وسلې او چاودېدونکي مواد هم نیول شوي چې سیمه کې له منځه وړل شوي دي.

ښاغلي خوږیاڼي ادعا وکړه چې د داعش دې سیمه ییز مشر د ځانمرګو واسکټونو او ماینونو د جوړولو تر څنګ نورو ته هم په دې برخه کې روزنه ورکوله.

د ننګرهار د والي ویاند همداراز ادعا وکړه چې د جلال اباد ښار د اکمالاتي بېز سیمه کې یې د قاري عبدالرحمن په نوم چې په قاري تمیم مشهور و، د داعش ډلې یو بل مهم مشر هم دده له یوه ملګري سره نیولی دی.

تېرکال افغان چارواکو اعلان وکړ چې د ننګرهار په هغو ولسوالیو کې یې د داعش وسله وال ځپلي چې دې ډلې په کې حضور درلود، خو له هغې وروسته هم په ننګرهار کې پرله پسې د داعش وسله والې ډلې فعالیتونو دوام درلود.

بغلان پولیس: اندراب کې ۴ وسله‌وال طالبان وژل شوي

آرشیف

د بغلان پولیس وايي، په اندراب ولسوالۍ کې ۴ وسله وال طالبان وژل شوي او درې تنه نور ټپیان شوي دي.

د بغلان د پولیسو ویاند احمد جاوید بشارت نن جمعه رسنیو ته په یوه لېږلي ویډیويي پیغام کې وویل، دا نښته پرون مازیګر وشوه.

هغه زياتوي: "په پلحصار ساحه کې یې غوښتل فعالیت وکړي، چې د ملي امنیت له پولیسو سره په وسله والو نښته واوښتل، چې په نتیجه کې د طالبانو ۴ کسان ووژل شول او ۳ تنه یې ټپیان شول، چې ۲ مړي یې د جګړې په میدان کې پاتې وو."

احمد جاوید بشارت وايي پولیسو ته یو راکټ انداز، یو کلاشنکوف او نور مهمات په لاس ورغلي دي.

د وسله والو طالبانو له خوا د دې پېښې په تړاو کومه تبصره نه ده شوې.

پکتيا چارواکي: موټربم چاودنې ٣ کسه وژلي او ١٩ ټپيان دي

آرشیف

د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې تېر ماښام په یوه موټربم چاودنه کې لږترلږه ۳ تنه وژل شوي او ۱۹ نور ژوبل دي.

د پکتیا د والي ویندوی عبدالرحمان منګل وویل چې دا برید د ګردېز – خوست لاین په ساحه کې وشو، ده د پېښې د نورو جزییاتو په اړه وویل: "نن ماښام د هیواد او سولې دښمنانو له لوري د پکتیا مرکز ګرديز خوست په لین پر امنیتي ګزمې موټر بم چاودنه شوې چې په پایله کې یې بدبختانه ۳ تنه د ملي امنیت سرتېري شهیدان شوي، ۱۴ تنه عام ملکي وګړي ټپیان شوي او په یاده سیمه کې عامه شتمنیو، مارکیټونو او دوکانونو ته هم مالي زیان اوښتی دی."

تراوسه د دولت وسله والو مخالفو ډلو د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

خليلزاد د ترکیې چارواکو سره پر افغان سوله غږېدلى

خليلزاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دوحې ته د تګ په لاره کې د ترکیې له چارواکو سره د افغانستان د سولې پر بهیر خبرې وکړې.

خلیلزاد پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې دوحې ته روان دی او هلته به وګوري چې د افغانستان د دولت او طالبانو له پلاوو سره د اصولو او کړنلارې په برخه کې د هغوی د وروستي پرمختګ پر اساس څنګه مرسته کولی شي څو د یوې سیاسي طرحې او تلپاتې او هراړخیز اوربند لپاره چټک پرمختګ وشي.

روانه اوونۍ په دوحه کې د افغانستان د دولت او طالبانو پلاوو له نژدې دوو میاشتو وروسته د رسمي خبرو لپاره پر کړنلارې او د هغې پر مقدمې موافقه وکړه.

د دوی ترمنځ دا موافقه د ګڼو هېوادونو له هرکلی سره مخامخ شوه او د سولې لور ته یو مهم ګام وګڼل شوه.

ولسمشر غني د بشري حقونو د مدافعانو د ساتنې ګډ کمېسیون جوړېدو فرمان ورکړ

ولسمشر غني

د بخښنې نړیوال سازمان د بشري حقونو د مدافعانو د ساتنې لپاره د حکومت له لوري د نوي کمېسیون جوړېدا د بشري حقونو د مدافعانو د ساتنې لپاره مهم اقدام وباله.

دې سازمان ویلي، د افغانستان د حکومت له لوري د دې کمېسیون جوړېدا په دغه هېواد کې د بشري حقونو لپاره یو بری دی.

د بخښنې نړیوال سازمان دا اعلان وروسته له دې وکړ چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني د یوه فرمان په صادرولو د بشري حقونو د مدافعانو د ساتنې ګډ کمېسیون تاسیس کړ.

دا کمېسیون به، چې د بشري حقونو د دفاع او په افغانستان کې د بشري حقونو د اړوندو مسلو په اړه ملي او نړیوالو اندېښنو ته د ځواب ویلو په هدف جوړ شوی، په پیل کې خپل لومړیتوبونه په ګوته کړي او د بشري حقونو د مدافعانو د خوندیتابه لپاره به له غیرحکومتي موسسو سره ګډ پلان جوړ کړي.

چارواکي: کندز کې سلګونه بې ځایه شويو کورنیو سره مرسته وشوه

بې ځایه شويو کورنیو سره د مرسته شوو توکو انځور

په کندز ولایت کې له سلګونو کورنیو سره، چې جګړې بې ځایه کړي، مرستې وشوې.

په کندز کې د ماشومانو د ملاتړ د نړیوالې موسسې استازی سیدمحمود قریشي وايي، تراوسه پورې یې ۶۶۶ کورنیو ته مرستې ورکړي او دا لړۍ دوام لري.

د دې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د وروستیو سختو جګړو له کبله زرګونه تنه د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي او دا په داسې حال کې ده چې هوا هم سړه شوې ده.

د چارواکو په وینا، په تېرو دريو میاشتو کې د دې ولایت پر مرکز برسېره له خان اباد، امام صاحب او دشت ارچي ولسوالیو څخه څه باندې 11 زره کورنۍ د جکړو له کبله بې ځایه شوي دي.

د امریکا پوځ د افغانستان هوايي ځواک سره مرسته کوي

آرشیف

ایم ډي هیليکوپتر کمپنۍ وايي، د امریکا له پوځ سره یې د ۳۴ ميلیون ډالرو په ارزښت یو قرارداد لاسلیک کړ چې پر اساس به یې دا شرکت د افغانستان د هوايي ځواک د سپکو جنګي الوتکو (MD 530F) او هیليکوپترو لوژستیک ملاتړ کوي.

د دې قرارداد پر اساس، ایم ډي هیليکوپتر کمپنۍ به د اریزونا په میسا او د افغانستان په کابل کې د افغان هوايي ځواک د الوتکو ترمیم، ساتنه او ارتقا په غاړه اخلي.

دا کمپنۍ به خپل کار د ۲۰۲۱ د مې تر ۳۱ پورې بشپړوي.

دې کمپنۍ د افغانستان هوايي ځواک ته تراوسه ۶۰ سپکې جنګي الوتکې ورکړي دي.

پکتيا چارواکي: د وسله طالبانو سره د اړیکو په تور ځينې کسان نيول شوي

آرشیف

د پکتیا د ملي امنیت ځواکونه وايي، چې د وسله والو طالبانو د غړیتوب او له دې ډلې سره د اړیکو په تور یې یو شمېر کسان نیولي دي.

د پکتیا د والي ویندوی عبدالرحمان منګل پرون ناوخته وویل، افغان ځواکونو ۱۴ تنه په وروستۍ یوه اوونۍ کې په ګردېز او د پکتیا په ولسوالیو کې نیولي دي.

ده وویل، چې یو شمېر نیول شویو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی او وسلې هم ورڅخه ترلاسه شوې دي.

طالبانو په پکتیا کې د خپلو غړیو د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

افغانستان ایران کې له کډوالو سره د زور زیاتي راپورونه څېړي

ارشیف

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، په ایران کې له افغان کډوالو سره د ادعا شوي زور زیاتي راپورونه څېړي.

د وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ایران کې یې خپل سفارت او جنرال قونسلګریو ته ویلي، د هغې ویډیو کره والی معلوم کړي چې له څو افغانانو سره د ایرانيانو له خوا زور زیاتی په کې ښکاري.

دغه ویډیو تازه په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې.

ایراني چارواکو تراوسه د خپرې شوې ویډیو په اړه څه نه دي ویلي.

له دې وړاندې هم په ایران کې څو ځله له افغان کډوالو سره تاوتریخوالی شوی چې هریرود سیند ته یې ګزارول او پر موټر یې ډزې، تازه او لویې پېښې وې.

نژدې شپږ میاشتې مخکې تهران ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د سفر پر مهال ژمنه شوې وه چې له کډوالو سره به د تاوتریخوالي پېښې نه تکرارېږي.

ارزګان چارواکي وايي، د دهراود مرکز یې بېرته له طالبانو نیولی

د افغانستان په نقشه کې د ارزګان ولایت

په ارزګان کې چارواکي وایي، د دهراود ولسوالۍ مرکز یې بیرته له طالبانو نیولی دی.

د ارزګان والي محمد عمر شېرزاد نن پنجشنبه (د لېندۍ ۱۳مه) رسنیو ته ویلي چې د ولسوالۍ بازار او ټولې دولتي ودانۍ دا مهال د افغان ځواکونو په لاس کې دي.

شېرزاد وايي، د عملیاتو د ځنډ لامل دا و چې دوی ملکي کسانو ته له مرګ ژوبلې وېره درلوده.

محمد عمر شېرزاد پر بې ځايه شوېو خلکو غږ وکړ چې بېرته خپلو سیمو ته ستانه شي.

شااوخوا شل ورځې وړاندې دهراود د طالبانو لاس ته ورغلی و.

طالبانو لا تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

لوګر کې د کرکټ یو معیاري لوبغالی جوړیږي

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د لوګر ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې د کرکټ یو معیاري لوبغالی جوړېږي.

د لوګر د والي ویاند دیدارلونګ نن د پنجشنبې (د لېندي ۱۳مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دغه لوبغالی په ۳۰ جریبه ځمکه کې د مالیې وزارت پراختیايي بودجې په ۶۸ میلیونو افغانیو جوړېږي.

ښاغلی لونګ زیاتوي چې د کرکټ دغه لوبغالی به په یو وار د شااوخوا پنځو زرو نندارچیانو د ځاېدو ظرفیت ولري او چارې به یې په یوکال کې بشپړې شي.

دا په داسې حال کې د افغانستان د کرکټ بورډ د مسولینو د معلوماتو له مخې د لوګر ترڅنګ په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم په معیاري لوبغالو کار روان دی او په نږدې راتلونکې کې به جوړ او ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG