د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۰

امريکا، پاکستان، روسیې او چین له طالبانو غوښتي چې له افغان حکومت سره خبرې وکړي


ارشیف، افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د طالبانو د ځينو غړو یو انځور
ارشیف، افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د طالبانو د ځينو غړو یو انځور

مخکې تر دې چې د پاکستان صدراعظم عمران خان د روانې مياشتې په په پای کې واشنګټن ته لاړ شي، دې هېواد له امريکا، روسیې او چین سره یو ځای په ګډه اعلامیه کې له طالبانو غوښتي چې له افغان حکومت سره دې مستقیمې خبرې وکړي.

د امريکا، پاکستان، روسیې او چین حکومتونو په ګډه له طالبانو غوښتي چې له افغان حکومت سره دې د سولې په خاطر مستقيمې خبرې وکړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د جمعې په ورځ په خپره کړې اعلامیه کې ويلي چې امریکا، روسیه او چین په دې باور دي چې پاکستان د افغانستان د سولې په بهیر کې مهم رول لوبولای شي.

پاکستان د امریکا، روسیې او چین تر څنګ له طالبانو دا غوښتنه لس ورځې مخکې له هغه کړې ده چې ټاکل شوې، د پاکستان صدراعظم عمران خان د روانې جولای مياشتې په ۲۲مه د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره په واشنګټن کې وويني.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د پاکستان صدراعظم عمران خان
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د پاکستان صدراعظم عمران خان

د دوی د خبرو په اجنډا کې د نورو موضوعاتو تر څنګ د ترورېزم پر ضد د مبارزې موضوع هم یاده شوې ده.

امريکا او افغانستان په دوامداره توګه پر پاکستان تور پورې کړی چې په خپله خاوره کې طالبانو ته خوندي ځایونه ورکوي او په نتيجه کې امريکا له پاکستان سره ميلياردونه ډالره نظامي او مالي مرستې قطع کړي دي. اسلام اباد د طالبانو د ملاتړ تورونه ردوي.

د جمعې په ورځ د امريکا استازي زلمي خليلزاد پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې په چین کې د افغانستان د سولې په غونډه کې ټولو لوریو توافق وکړ چې د طالبانو، افغان حکومت او نورو افغانانو تر منځ د سولې مذاکرات باید ژر تر ژره پيل شي.

زلمی خلیلزاد وروسته له هغه چې په دوحه کې يې له طالبانو سره اووم پړاو خبرې د جولای میاشتې په نهمه پای ته ورسولې، د افغانستان د سولې په اړه په څلور اړخیزه غونډه کې د ګډون لپاره چین ته لاړ.

د چین په پلازمېنه پيکنګ کې د افغانستان د سولې د پروسې په اړه د درېيم پړاو سلا مشورو په دې غونډه کې د امريکا د ځانګړي استاز زلمي خليلزاد تر څنګ د چین، روسیې او پاکستان استازو هم ګډون کړی و.

دا غونډه د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو جوړه شوه.

د امريکا د بهرنيو چارو وزیر مایک پامپیو کابل ته د سفر پر مهال ويلي وو چې د واشنګټن هدف دا دی چې تر سپټمبر مياشتې مخکې له طالبانو سره د سولې یو توافق تر لاسه شي.

په کابل کې د امریکا سفیر جان بس وايي، د هېواد هدف يې دا دی چې په افغانستان کې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي، نه دا چې له دغه هېواده خپل ځواکونه وباسي.

امریکا یوازې د طالبانو پر خبرو ډاډه نه دی
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:09:28 0:00

ده له ازادي راډیو سره د پنجشنبې په ورځ په خبرو کې داسې وویل: لومړی غواړم روښانه کړم چې د سپټمبر تر لومړۍ نېټې زموږ هدف د طالبانو او افغانانو تر منځ يوې هوکړې ته رسېدل دي چې د دې لپاره موږ هڅه کوو، زموږ لوی هدف دلته د روانې اوږدې جګړې ختمول دي، نه د وتلو یوې هوکړې ته رسېدل، بلکې د سولې يوې داسي هوکړې ته رسېدل چې دا جګړه پای ته ورسوي.

ده وويل چې امریکا به یوازې د طالبانو پر خبرو او ژمنو تکیه نه‌ کوي او طالبان باید خپلې ژمنې افغانانو ته عملي کړي.

تر دې مخکې د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد هم ويلي وو چې یوازې د ځواکونو د وتلو لپاره له طالبانو سره تړون نه غواړي، بلکې د سولې یو تړون غواړي.

ده وويل چې هېواد یې له افغانستان سره د اوږدمهالو اړیکو شراکت غواړي.

دا خبره ښاغلي خلیلزاد په واشنګټن کې د پنجشنبې په ورځ د افغانستان په اړه په یوه کنفرانس کې په یوه ثبت شوې ویډيو کې وکړه.

XS
SM
MD
LG