د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۵

د طالبانو سیاسي دفتر: امریکايي چارواکي او طالبان۸۰ سلنه د سولې هوکړې ته نږدې شوي


آرشیف/ په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر
عکس تزئیني جنبۀ لري
آرشیف/ په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر عکس تزئیني جنبۀ لري

د قطر د ناستې شپږمه ورځ او د خبرو کوونکو دغه هیله مندي چې د سولې په مذاکراتو کې به هوکړه وروستۍ شي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ازادي راډیو ته وویل، نننۍ ناسته ورته مهمه او هیله بخښونکې ده او په څو مواردو چې نن پرې خبرې کېږي او هوکړه به پرې وشي، د سولې هوکړه به هم وروستۍ شي.

دی وايي: "هیله ده وروستۍ نتیجې ته ورسېږو، خو د بحث وړ مواردو باندې بحث نه‌دی شوی، دغه موارد اختلافي نه‌دي، یوازې بحث پرې کېږي. ممکن نن زموږ بحث وروستۍ شي، ویلی شم چې تر ډېره حده یعنې تراتیا فیصدو پورې بحثونه نهايي شوي دي."

په قطر کې د امریکايي چارواکو او طالبانو د استازیو ترمنځ، د اووم دور خبرې شپږ ورځې مخکې پیل شوي دي.

د دواړو لورو په تېرو څو ورځو خبرو کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پرمهال ویش او دا چې د افغانستان له خاورې نه به د بل هېڅ هېواد پر ضد استفاده نه کېږي، بحث شوی دی.

په ورته وخت کې د سولې د عالي شورا یوې سرچینې ازادي راډیو ته ویلي، کوم معلومات چې دوی له دغې ناستې ترلاسه کړي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پرمهال ویش پرې، د قطر د ناستې د خبروکوونکو ترمنځ هوکړه کېږي.

طالبانو پرله‌‌پسې له افغان حکومت سره خبرې رد کړي او له افغانستانه یې د بهرنیو ځواکونو وتل، د سولې د مذاکراتو د پیل شرط ګڼلی دی.

د دې ترڅنک په پام کې ده چې د راتلونکې اوونۍ د شنبې او یکشنبې په ورځو کې د جرمني او قطر په کوربه‌توب، په دوحه کې یوه ناسته جوړه شي.

مخکې له دې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په قطر کې د بین‌الافغاني ناستې په اړه ویلي و، خو حکومت څو ورځې وروسته وویل، کومه ناسته چې د جولای په اوږمه او اتمه نېټه په دوحه کې جوړیږي، له جزئیاتو نه‌یې خبر نه‌دی.

اوس ویل شوي چې د قطر په راتلونکي ناسته کې ۶۰ کسان ګډون کوي چې د افغانستان ځینې سیاسي څېرې، مدني فعالان او د سولې د عالي شورا استازي په‌کې دي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا د ویاند مرستیال اسدالله زایري وايي:" په‌دغه ناسته کې عطاءالرحمن سلیم، حبیبه سرابي، حاجې دین محمد، نادرنعیم او د سولې د عالي شورا مشاورین ګډون کوي، موږ دغه یو ښه فرصت ګڼو او د پرمختګ لپاره یو ګام دی. "

  • دا چې د قطر نننۍ ناسته به وروستۍ هوکړې ته ورسېږي اوکه نه؟ تر اوسه روښانه نه‌ده،خو د سولې عالي شورا وايي، دغه ناسته سولې ته زمینه برابرولی شي.
XS
SM
MD
LG