د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۷

مسیر: د قطر بین‌الافغاني ناستې ته څوک ورځي او څه پایلې به ولري؟


په قطر کې د طالب استازو سیمه‌ییز دفتر
په قطر کې د طالب استازو سیمه‌ییز دفتر

د کابل چاپ د نن ورځې ورځپاڼو د قطر د راتلونکو بین‌الافغاني خبرو اترو په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې لیکلي دي چې د قطر بین‌الافغاني ناستې ته څوک ورځي او څه پایلې به ولري؟

وړاندې په سرمقاله کې راغلي دي چې ټاکل شوې دغه غونډه د روانې جولای میاشتې په اوومه او اتمه نېټه د جرمني او قطر په کوربه‌توب په دوحه کې جوړه شي، خو د سرمقالې لیکوال پوښتنه کړې چې د ناستې اصلي هدف څه دی؟ څوک وربلل شوي او د افغانستان د سولې له پروسې سره څه مرسته کولای شي؟

د لیکوال د معلوماتو له مخې چې دغه غونډې ته ۶۰ کسان وربلل شوي چې مهمې سیاسي څېرې په‌کې نه‌ښکاري.

سرمقاله لیکونکی لیکي چې په وربلل شويو کسانو ډېر يې هغه افغانان دي چې د جرمني تابعیت لري او یا هم د مدني ټولنو په نوم په افغانستان کې د سفارتونو پروژې پر مخ وړي.

د سرمقالې لیکوال باور لري چې کله دغسې ناستې کېږي، نو باید مهم او نفوذ لرونکي کسانو ته په‌کې د ګډون بلنه ورکړل شي، څو هلته د افغانستان د خلکو د یو کتلې په استازیتوب خبرې وکړي.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي دي چې دې غونډې ته دولتي کسان هم بلل شوي، خو د حکومت د استازو په توګه نه، بلکې د اشخاصو په توګه خو د سرمقالې لیکوال په‌دې باور دی چې په‌دې ناسته کې حکومتي کسان د دولتي استازو په توګه برخه نه‌شي اخیستی، نو د دې او د مسکو د غونډو توپير نه‌شي کېدای.

د سرمقالې په پای کې راغلي دي چې همدې مسایلو ته په کتو سر له اوسه فکر کېږي چې دا ناسته ښې پایلې نه‌لري او د سولې له اصلي مسیره پر بله خوا مزل دی.

  • سرخط

سرخط ورځپاڼې بیا دې ناستې ته هیله‌مندي ښودلې او په یو مطلب کې يې لیکلي دي چې دا د سولې پروسې لپاره یو بل مهم پړاو دی.

په مطلب کې د یو شمېر کارپوهانو په وینا لیکل شوي دي چې د افغان سولې پروسه خپل اصلي پړاو ته رسېدلې او د دغه پړاو له پیل او مثبتو پایلو سره به په هېواد کې روانه جګړه پای ته ورسېږي.

په مطلب کې وړاندې راغلي دي چې اوس نو د جګړې ښکېلو اړخونو ته په کار ده چې دا پروسه په ښه ډول مدیریت کړي.

د مطلب لیکوال همدا شان غوښتنه کوي چې باید د بین‌الافغاني خبرو اترو پروسه د افغان حکومت له لوري مدیریت شي نه د هغه اشخاصو له لوري چې له کلونو راهیسې په هېواد کې د جګړې او تاوتریخوالي لامل ګرځېدلي دي.

  • هېواد

او هېواد دولتي ورځپاڼې د دغه غونډې په اړه لیکلي دي چې په دې ناسته باید د افغانانو په مالکیت د سولې لپاره پرېکړه وشي.

د ورځپاڼې په سرمقاله کې وړاندې راغلي دي چې که په‌دې ناسته کې د حکومت استازي د حکومت په نماینده‌ګۍ برخه نه‌شي اخیستی، نو ښکاره ده چې د غونډې پایلې به هم ښې نتیجې ونه‌لري.

XS
SM
MD
LG