د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۳

ناټو: په افغانستان کې داعش د ټولې نړۍ لپاره بالقوه خطر دی


آرشیف/ د ننګرهار په اچین کې د داعش په یوه نیول شوي مرکز کې افغان سرتېری
آرشیف/ د ننګرهار په اچین کې د داعش په یوه نیول شوي مرکز کې افغان سرتېری

د امریکا د متحدو ایالتونو او ناټو لوړ پوړې چارواکي په افغانستان کې د اسلامي دولت ترورېستي ډله سیمې او لوېدیځ ته یو جدي ګواښ ګڼي.

جنرال سکاټ مېلر په افغانستان کې د شمالي اتلانتیک ناټو د ۴۱ هېوادونو د ماموریت امریکايي مشر دی.

ده د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د جون په ۲۷ مه د ناټو د دفاع وزیرانو د دوه ورځنۍ ناستې په پای کې له افغان خبریال سره په خبرو کې داعش یو خطرناک سازمان په ګوته کړ او ویې ویل چې په افغانستان کې دغې ډلې پورې تړلي جنګیالي ټولو ته یوه ستونزه ده.

جنرال مېلر د ازادي راډیو د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا په افغانستان کې د اسلامي دولت جنګي ډله کولی شي چې په اروپا او متحدو ایالتونو کې بالقوه حملې طرحه او اجراء کړي، داسې ځواب ووایه: فکر کوم افغانستان، سیمې، اروپا او متحدو ایالتونو ته یوه خطرناکه ډله ده.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ هم د بروکسل په دوه ورځنۍ ناسته کې وویل، په افغانستان کې د داعش خطر ته باید جدي پام وشي.

ده په بروکسل کې خبري ناستې ته وویل: داعش په سوریه او عراق کې خپل خلافت له لاسه ورکړی او اوس هڅه کوي چې په افغانستان کې خپل خلافت بیا تاسیس کړي، خو موږ یې باید مخه ونیسو.

بریتانوي ډیپلومات نیکلاس کې چې اوسمهال په افغانستان کې د ناټو ملکي لوړپوړی استازی دی، ده هم په بروکسل کې له ازادي راډیو سره په مرکه کې د داعش پروړاندې پر جدي مبارزې ټینګار وکړ او ويې ویل: په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګه نه یوازې د افغانستان لپاره بلکې په نړیواله سطحه یو ګواښ او خطر دی.

د استرالیا پولیسو د سې شنبې په ورځ د جولای په درېیمه د درې کسانو د نیولو خبر ورکړ او ویې ویل، دوی د اسلامي دولت له ډلې په الهام اخیستو نیت درلود چې د سیډني په ښار کې د دفاع او کورنیو چارو د وزارتونو، محاکمو، کلیساوو او سفارتونو په ګډون پر څو ودانیو حملې طرحه کړي.

لوېدیځ ته خطر:

د اسوشېټېډ پرېس اژانس د راپور له مخې، د استرالیا د فدرال د پولیسو د کميشنر مرستیال ایان مککارتني وویل، د دغو مظنونینو یو شل کلن غړی له لبنانه سیډني ته د بېرته ستنېدو وروسته له یوه کال راهیسې د پولیسو تر څارنې لاندې و.

په راپور کې د مککارتني له قوله راغلي چې تمه ده چې دغه مظنون د ترورېستي اعمالو د ترسره کولو او افغانستان ته د خصمانه فعالیتونو د اجراء کولو په خاطر د تګ په دلیل تورن وګڼل شي.

د استرالیا د پولیسو دغه چارواکي ویلي، که دغه کس مجرم وګڼل شي، په ابدي حبس به محکوم شي.

اسوشېټېډ پرېس د جون په میاشت کې راپور ورکړ چې په امریکا کې لږترلږه اته کسان په افغانستان کې د داعش له جنګیالیو سره د اړیکو لرلو له امله نیول شوي دي.

په راپورکې راغلي چې مارتین عزیزي یاراند د تکزاس یو اتلس کلن کس ویلي وو چې په افغانستان کې یې د داعش له جنګیاليو الهام اخیستی دی.

اسوشېټېډ پرېس ویلي چې دغه کس د ۲۰۱۸ کال د اپرېل په میاشت کې پر یوه پلورنځي د حملې په جرم په شلو کلونو بند محکوم شو.

اسوشېټېډ پرېس د یو استخباراتي چارواکي له قوله چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، ویلي چې د ازبکستان ۳۹ کلن رحمت عقیلوف هم په افغانستان کې د داعش له جنګیالو سره اړیکې لرلې.

د راپور له مخې، عقیلوف په ۲۰۱۷ کال کې د سویډن د استکهلم په ښار کې په خپل موټر یوه ډله ښاریان وهلي وو.

مایکل کوګلمن په واشنګټن کې د جنوبي اسیا په چارو کې د ویلسون د څېړنیز مرکز کارپوه دی.

دی وايي، په افغانستان کې د داعش په اړه د متحدوایالاتو او ناټو ارزونې په وروستیو میاشتو کې د پام وړ او خبرداری ورکوونکي دي.

کوګلمن زیاته کړه، څه چې د اسلامي دولت د ډلې په اړه د ډېرې اندېښنې وړ دي، دا دي چې سره له دې چې د افغان ځواکونو او د امریکا د هوايي ځواکونو له خوا یې ګوزارونه زغملي، خو بیاهم غښتلې پرځای پاتې او مقاومت کوي.

کوګلمن ازادي راډیو ته وویل، طالبان اوس له داعشه زیات جدي ګواښ دی.

ده وویل، فکر نه کوم چې موږ په افغانستان کې د داعش د ډلې د خطر په اړه په لاسرسی او ټول ځواک غلو وکړو، طالبان یو جدي ګواښ دی.

سمېع یوسفزی په لندن کې یو ازاد ژورنالېست دی.

ده له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، په افغانستان کې اسلامی دولت ډلې پورې تړلي جنګیالي په درېيو دلایلو له ستونزو سره مخ دي.

ده وویل، د افغانستان دولت د داعش مخالف دی او طالبان ورسره هم مخالفت لري او درېیمه دا چې دغه ډله د افغانستان د خلکو د عقیدو او فرهنګ پر وړاندې ولاړه ده.

داعش افغانستان د خراسان ولایت ګڼي.

د داعش دغې سیمه ییزې تندلارې ډلې د ۲۰۱۵ کال په لومړیو کې د افغانستان او پاکستان د سرحدي پولو په اوږدو کې د موجودیت اعلان وکړ چې په لږه موده کې د دغې ډلې جنګیالي د افغانستان په خیتځ ننګرهار ولایت په څو سیمو کې څرګند شول.

په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د امریکا د متحدو ایالاتو اردو لوی غیر هستوي بم چې د بمونو د مور په نوم هم یادېده، د ننګرهار ولایت په لېرې پرته ولسوالۍ اچین کې د داعش پرجنګیالو وغورځاوه.

د دغې ډلې فعالیتونه د څه مودې لپاره کمزوري شول، خو په بشپړه توګه ونه درېدل.

اوس افغان چارواکي په کونړ ولایت کې چې د ننګرهار ګاوندی ولایت دی، وايي چې د دغه ولایت د چپې درې، ماڼوګي او څوکۍ ولسوالیو کې د داعش د ډلې څه باندې ۴۰۰ جنګیالي موجود دي.

د مې په میاشت کې د کونړ والي عبدالستار میرزکوال ازادي راډیو ته وویل، دغه جنګیالي هڅه کوي چې د کونړ او شمالي ولایت بدخشان ترمنځ یو ځمکنی دهلېز پرانیزي.

خو د ده په خبره، په دې کار کې پاتې راغلل.

له دغو خبرو څو ورځې وروسته د فدرالي روسيې د امنیتي سرویس رئیس الکساندر بورتنیکوف له تاجکستانه د لیدنې پرمهال ادعا وکړه چې د افغانستان په شمالی پولو کې داعش جنګیالیو پورې تړلي کابو ۵۰۰۰ کسان راټول شوي دي.

د افغانستان په شمالي پولو کې د داعش د خوځښتونو په اړه د روسېې اندېښنې:

په ورته وخت کې ځیني څارونکي باوري دي چې مسکو په افغانستان کې د داعش د موجودیت په اړه ځان لوی ښيي او داهم پر دوو دلایلو، یو دا چې له طالبانو سره اړیکې لري او بل دا چې د مرکزي اسیا هېوادونو ته یادګیرنه کوي چې د ځانونو د دفاع په خاطر د روسیې مرستې ته اړتیا لري.

سرخط جوړوونکې حملې:

د داعش جنګیالیو د افغانستان د مرکز په ګډون د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې د څو سرخط جوړوونکو حملو مسوولیت منلی دی.

داعش پورې تړلو جنګیالیو د اپرېل په میاشت کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د وزارت پر اتلس پوړیزه ودانۍ حمله وکړه چې په کې د ۴ ملکي کسانو په ګډون اووه کسان ووژل شول.

طالبانو د افغانستان په ختیځ کې په ننګرهاراو کونړ او شمال کې د جوزجان په ولایتونو کې سختې نښتې کړې دي.

کوګلمن په دې باور دی چې طالبان توانېدلي چې داعش پورې له تړلو جنګیالیو سره د ده په خبره، په موثره توګه وجنګېږي.

له ترورېزم سره د مبارزې تضمین د ابهام په حالت کې:

د قطر د سولې د خبرو په اووم دور کې په عمده مسایلو کې یوه د طالبانو له خوا د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې ضمانت دی.

طالبانو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر زماني جدول ټینګار کړی دی.

اصلي پوښتنه دا ده چې د طالبانو دغه ژمنه چې ترهګرې ډلې به ونه شي کولی چې د افغانستان له خاورې د امریکا د متحدو ایالاتو پر ضد استفاده وکړي، دا ژمنه به څومره د باور او څارنې وړ وي او دې ټکي ته په پام چې ترهګرو په افغانستان کې د خپلې واکمنۍ پرمهال په نوي یمه میلادي لسیزه کې د القاعدې د ترورېستي ډلې بنسټ ایښودونکي اسامه بن لادن ته ځای ورکړی و.

په افغانستان کې د ناټو لوړ پوړی استازی وايي، د طالبانو له خوا د ترورېزم پروړاندې د مبارزې هر ډول تضمین باید د څارنې او اثبات وړ وي.

د دې مسئلې په اړه جزیات تر اوسه څرګند نه دي.

کابل ته د امریکا د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیر مایک پامپیو د ناڅاپی سفر په ترڅ کې نوموړي په کابل کې خبریالانو ته وویل، هیله مند دی چې د سپټمبر د لومړۍ نېټې نه مخکې له طالبانو سره یوې هوکړې ته ورسېږي.

د افغانستان د سولې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر وروستیو خبرو ته اړه هیله مندي:

په کابل کې د امنیتي مسایلو شنونکی جاوید کوهستاني په دې باور دی چې د سولې د بحثونو اړوند د طالبانو ترمنځ اختلاف لیدل کېږي.

ده له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: طالبان یو موټی نه دي، اوس د پاکستان له کنټروله وتلي او له لویو هېوادونو ځواکونو او بېلابېلو نړیوالو سازمانونو سره اړیکې لري، له دې امله سولې ته د رسېدو په لاره کې یوه اندازه پېچلتیا شته.

خو د کوګلمن اندېښنه دا ده چې له طالبانو سره د سولې په هره معامله کې به ځیني ناراضه جنګیالي ښايي په افغانستان کې د داعش د جنګیالیو بیعت ومني.

ده وویل: احتمال لري چې له طالبانو سره د سولې معامله داعش غښتلی کړي او په افغانستان کې به یې پروړاندې د طالبانو له خوا مبارزه ستونزمنه شي.

XS
SM
MD
LG