د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۱

ایا له جګړه ځپلې سیمې د امريکايي سرتېرو د وتلو احتمال شته؟


ارشیف، په لوګر کې یو شمېر امریکايي سرتېري
ارشیف، په لوګر کې یو شمېر امریکايي سرتېري

د افغانستان په اړه د امريکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ خبرو د یو شمېر نړيوالو رسنیو پام وراړولی دی.

  • فاکس نيوز

ټرمپ له فاکس نيوز شبکې سره په خبرو کې ويلي، که امریکا له افغانستان ووځي، بیا به هم هلته ډېر پياوړی استخباراتي حضور ولري.

  • نيویارک پوسټ

نيویارک پوسټ ورځپاڼې لیکلي، ټرمپ په‌دغو خبرو کې چې د دوشنبې په ماښام خپرې شوې، افغانستان د ترورېستانو د ازمويښت ځای په توګه یاد کړی دی.

ورځپاڼې ليکلي:

ټرمپ حتی واک ته تر رسېدو مخکې لا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ايستلو خبره کړې وه.

نيویارک پوسټ د طالب استازو او افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليل‌زاد د خبرو د اووم پړاو په اړه هم ليکلي دي.

د ورځپاڼې په وینا، دا خبرې چې د جون په ۲۹مه د شنبې په ورځ په قطر کې وروسته له هغه پیل شوې چې د امريکا د بهرنيو چارو وزیر مایک پامپیو د جون په ۲۵مه نېټه وويل، د واشنګټن هدف دا دی چې تر سپټمبر مياشتې مخکې له طالبانو سره د سولې یو توافق ترلاسه شي.

  • واشنګټن اګزمېنر

واشنګټن اګزمېنر مجلې لیکلي، ټرمپ له فاکس نیوز سره په خپلو خبرو کې تشريح کړه چې ولې تر ۱۹ کلونو جګړې وروسته هم امریکايي سرتېري په افغانستان کې دي.

مجلې ليکلي:

ټرمپ زیاته کړه چې په افغانستان کې د امریکا ۱۶ زره امریکايي سرتېري وو، خو شمېر يې نهو زرو ته راکم شوی دی چې د ده په وینا ډېری خلک په‌دې خبره نه‌دي خبر.

خو د نړيوالو رسنیو د راپور له مخې په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو شمېر شااوخوا ۱۴ زره راپور شوی دی.

ټرمپ زياته کړې ده چې له سوريې یې هم ډېر سرتېري بېرته ايستلي دي.

  • ایا له جګړه ځپلې سیمې د امريکايي سرتېرو د وتلو احتمال شته؟

د واشنګټن اګزمېنر په وینا، ټرمپ د دې پوښتنې په ځواب کې وويل، غواړي همدا شېبه له سیمې ووځي، خو ستونزه دا ده چې هلته د ترورېستانو ازموښت‌ځای ښکاري.

ټرمپ پر نړيوال سوداګريز مرکز د ۲۰۰۱ میلادي کال حملو ته په اشاره وويل چې حمله کوونکي له عراقه نه‌وو راغلي، بلکې له ګڼو هېوادونو راغلي وو.

مجلې لیکلي چې ټرمپ زیاته کړه، ټول حمله کوونکي په افغانستان کې روزل شوي وو.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG