د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۰

افغانستان کې د امريکايي ځواکونو په اړه د ټرمپ اعلان حیرانوونکی بلل شوی


ارشیف، کندهار کې امریکايي سرتیري
ارشیف، کندهار کې امریکايي سرتیري

یو شمېر نړيوالو رسنیو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغو خبرو ته پام کړی چې له افغانستانه یې د خپلو ځواکونو د ايستلو په اړه کړي دي.

  • ټایمز

بریتانيا چاپ ټایمز ورځپاڼې په‌دې اړه ليکلي، ټرمپ له فاکس نیوز شبکې سره په خبرو کې له نویو اقداماتو پرده پورته کړې ده او هغه دا چې په افغانستان کې يې د خپل هېواد د ځواکونو شمېر له شپاړسو زرو څخه نهو زرو ته راکم کړی دی.

د ټايمز په وینا، په افغانستان کې د امریکا اتلس کلن حضور چې د ۲۰۰۱ میلادي کال د سېپټمبر تر حملو وروسته پیل شو، د امریکا په تاریخ کې دا د دې هېواد تر ټولو اوږده جګړه ګڼل کېږي.

ورځپاڼې د ولسمشر ټرمپ دې خبرو ته هم اشاره کړې ده چې په فبرورۍ مياشت کې يې خپل ملت ته په خطاب کې ويلي و: امریکا نه غواړي په یوه نه ختمېدونکې جګړه کې مبارزه وکړي.

  • سټارز اېنډ سټرايپس

سټارز اېنډ سټرايپس ورځپاڼې لیکلي چې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د شمېرکمولو په اړه د ټرمپ اعلان ډېر حیرانوونکی دی.

د ورځپاڼې په وینا داسې ویل کېدل چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خليل‌زاد په هڅو به له طالبانو سره په خبرو کې د امريکا د ځواکونو د وتلو مهالوېش معلوم شي.

سټارز اېنډ سټرايپس همدا راز د جرمني په ابتکار بین‌الافغاني خبرو ته پام کړی چې په قطر کې راتلونکې اوونۍ کېږي.

د ورځپاڼې په وینا، دا غونډه پر یوه وخت په‌داسې حال کې کېږي چې زلمی خلیل‌زاد له طالبانو سره په خبرو بوخت دی، مایک پاومپیو کابل ته سفر وکړ او تر سپتمبر مخکې يې د سولې د توافق په اړه هیله څرګنده کړه.

ډونالډ ټرمپ د ځواکونو د کمولو خبر ورکړ او د لومړي ځل لپاره د لويديځو هېوادونو په کوربه‌توب په قطر کې د سولې بین‌الافغاني خبرې کېږي.

طالبانو له افغان حکومت سره هر ډول خبرې رد کړي خو مخکې يې له یو شمېر افغان سياستوالو سره لیدلي دي.

دا ځل هم طالبان له شاوخوا ۶۰ سياستوالو، مدني ټولنې له استازو، فعالانو او خبريالانو سره ویني.

د سټارز اېنډ سټرايپس په وینا افغان ولسمشر په قطر کې د راتلونکې اوونۍ خبرو ته غبرګون نه‌دی ښودلی خو پخوا په‌دې اړه شکایتونه شوي چې د زلمي خليل‌زاد او طالبانو تر منځ په خبرو کې افغان حکومت څنډې ته شوی دی.

ورځپاڼې ليکلي چې وروستیو پرمختګونو ته په کتو، عادي افغانان له زیان سره مخامخ شوي دي او له تاوتريخوالي ډکو او مرګونو حملو شاهدان دي.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG