د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۹

حکومت د قطر غونډې ته استازي نه‌استوي او یو شمېر سیاسیون هم په شا شوي


ارشیف، د قطر غونډه
ارشیف، د قطر غونډه

د قطر بین‌الافغاني غونډې ته څلور ورځې پاتې دي، خو تر اوسه‌یې ګډون‌وال نه‌دي مشخص شوي.

د افغانستان حکومت هېڅ استازی نه‌وراستوي. یو شمېر نورو سیاست‌والو هم هسې چې څرګندېږي ځانونه شا ته کړي دي.

د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي د سې شنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل، حکومت د یوې داسې سولې غوښتونکی دی چې په‌کې د ټولو افغانانو ګټې وساتل شي.

نوموړي وویل، د داسې غونډو له جوړېدو سره مخالفت نه‌لري، خو د دې غونډې لپاره د ولسمشر د ویاند خوشبیني محتاطانه وه: "موږ د نړیوالې ټولنې، زموږ د متحدانو او په ځانګړي توګه امریکا، جرمني او نورو هېوادونو هڅو او ژمنتیا ته چې د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره هلې ځلې کوي، څو د سولې پروسه په یقین بدله شي، خوشبین یو، خو ټینګار کوو چې د ولسمشر یو اصلي لومړیتوب د افغانستان د سولې پروسه ده او موږ د داسې سولې غوښتونکي یو چې د ټولو افغانانو ګټې په‌کې وساتل شي."

ټاکل شوې د قطر دا غونډه د برګهاف په نوم د یو بنسټ له‌خوا جوړه شي.

جرمني او قطر به په شریکه د دې غونډې کوربه‌توب کوي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي مارکس پوتزل دا غونډه سولې ته د رسېدو په خاطر د افغانستان لپاره یو مهم فرصت بللی دی.

د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي مارکس پوتزل
د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي مارکس پوتزل

تر اوسه پورې څو ځلې افغان سیاست‌والو د طالب استازو سره کتلي دي، خو د دې غونډو نوښت د اروپا یا امریکا په لاس کې نه‌وو.

د ولسمشرۍ د څوکۍ یو کاندید محمد حنیف اتمر چې تر دې مخکې د مسکو غونډې ته د یو شمېر نورو سیاست‌والو سره ورغلی و، د قطر د یکشنې او دوشنبې د ورځې په غونډه کې ګډون نه‌کوي.

د ښاغلي اتمر ویاند قادرشاه د سې شنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل، دوی د هرې هغې غونډې او ناستې هرکلی کوي چې د افغانستان په ګټه وي: "موږ غواړو د دې کنفرانس د اجنډا په اړه او دا چې څوک په‌کې ګډون کوي، ډېر معلومات تر لاسه کړو. موږ د معلوماتو په ټولولو بوخت یو. په‌دې غونډه کې به ښاغلی اتمر او مرستیالان‌یې ګډون ونه‌کړي."

دې ناستې ته د بین‌الافغاني غونډې نوم ورکړل شوی، ځکه تمه کېږي چې له طالب استازو سره به په‌کې یو شمېر افغان سیاست‌وال، مدني فعالان او خبریالان خبرې اترې وکړي.

دا هم ویل شوي چې ښايي د غونډې د ګډ‌ون‌والو شمېر ۶۰ تنو ته ورسېږي.

د افغانستان د سیاسي چارو پوه عمر صمد چې واشنګټن کې اوسېږي، له ازادي راډیو سره یې خبرو کې د قطر د راتلونکې غونډې په اړه یو ډول خوشبیني وښوده، ځکه د نوموړي په وینا په‌دې غونډه کې اروپا او امریکا ښکېل دي.

ښاغلي صمد په لاهور او مسکو کې د مخکېنیو غونډو سره د قطر د راتلونکې غونډې توپیرونه داسې په ګوته کړل: "توپیر یې دا دی چې دلته نړیواله ټولنه په ټوله‌ییزه توګه شامله ده. د جرمني، قطر او امریکا حکومتونه په‌دې غونډه کې رول لري. یقین لرم چې په سیمه کې له نورو سره هم په‌دې اړه خبرې شوي، هېڅ‌چا یې مخالفت نه‌دی کړی. یوه نوې پروسه‌یې پیل کړې، ځکه موږ افغانان، په ځانګړي توګه هغه سیاستوال چې په کابل کې ناست دي، له بده مرغه ونه‌توانېدل چې خپلو کې یوې بین‌الافغاني اجماع ته ورسېږي."

تر دې مخکې د دوشنبې په ورځ د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد پر خپل ټویټر د قطر دا غونډه په افغانستان کې د سولې د پرمختګ لپاره مهم ګام بللی و.

ښاغلي خلیل‌زاد په دوحه کې له طالبانو سره په اووم پړاو خبرو بوخت دی چې هڅه کوي په افغانستان کې د ولسمشرۍ تر انتخاباتو مخکې د طالبانو سره د سولې یوې هوکړې ته ورسېږي.

ټاکل شوې چې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات د تلې په میاشت کې ترسره شي.

د افغان حکومت او امریکا له ټینګار سره سره، تر اوسه پورې وسله‌والو طالبانو له حکومت سره د سولې رسمي خبرو ته لېوالتیا نه‌ده ښودلې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تېره اوونۍ کابل ته د سفر پر مهال وویل، هیله‌مند دی چې د سپټمپر تر میاشتې مخکې په افغانستان کې د سولې یوه هوکړه لاسلیک شي.

  • 16x9 Image

    اجمل اند

    اجمل اند (په انګرېزۍ کې: Ajmal Aand) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او د پښتو برخې اډیټور دی. نوموړي کلونه- کلونه په افغانستان کې هم د ازادۍ راډیو لپاره کار کړی دی. 

XS
SM
MD
LG