د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۰ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۲

سولې عالي شورا په قطر کې د خبرو نوی پړاو د دې پروسې د بریا لپاره مهم بولي


د افغانستان د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري په کابل کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال, 03 Feb 2019
د افغانستان د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري په کابل کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال, 03 Feb 2019

د افغانستان د سولې عالي شورا په قطر کې د زلمي خلیل‌زاد او د طالبانو د استازو ترمنځ د خبرو نوی پړاو د حکومت او طالبانو د رسمي مذاکراتو د پیل لپاره ډېر مهم بولي.

د دې شورا ویاند سید احسان طاهري د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۲۶» ازادي راډیو ته وویل، دوی غواړي چې دا غونډه کولای شي له طالبانو سره د مخامخ خبرو په برخه کې د پرتو خنډونو په لیرې کولو کې ګټوره واقع شي.

دی وايي:

"هر ګام چې پورته کېږي له شکه پرته د سولې په خیر او د افغانستان د خلکو، ګاونډیو، سیمې او نړۍ په ګټه دی او هیله لرو چې دا غونډې مثبتې نتیجې ولري."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد نن د قطر په پایتخت دوحه کې د طالبانو له پلاوي سره خبرې کوي.

که څه هم امریکا او طالبانو تر اوسه د دې غونډې په اړه څه نه‌دي ویلي، خو ښاغلي قریشي څرګنده کړې چې اسلام‌اباد د دې مذاکراتو د بریا غوښتنه کوي.

امریکا او طالبان په‌داسې حال کې د خبرو اترو شپږم پړاو پیلوي چې افغان حکومت او یو شمېر سیاسي څېرې لا هم د قطر د بین‌الافغاني خبرو اترو په اړه موافقې ته نه‌دي رسېدلي.

د مصالحې د رهبرۍ شورا یوه غړي محمد اسماعیل خان ویلي، که حکومت دوحې غونډې ته چې د روانې میلادي میاشتې په ۱۹مه نېټه جوړېږي د پلاوي په ټاکلو کې بریالی نه‌شي، نو لسګونه افغان سیاسیون به د مسکو د تېرې غونډې په څېر په‌کې برخه واخلي.

بل‌خوا یو شمېر سیاسي څېړونکي وایي چې په قطر کې نننۍ غونډه د سولې پروسې پر وړاندې د رامنځته شویو ستونزو د هواري لپاره ده.

له دې ډلې وحید مژده وایي چې ممکن ښاغلی خلیل‌زاد هڅه وکړي، څو طالبان دې ته اماده کړي چې د سیاسيونو تر څنګ له حکومتي پلاوي سره هم وګوري.

له هغه سره د ازادي راډیو خبریال نسیم شفق مرکه کړې، ښاغلي مژده سره دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:23 0:00
مستقیم لېنک

په عین حال کې د ولسي جرګې د نړیوالو چارو د کمېسیون مرستیال محمد داوود کلکاني په قطر کې د امریکایي چارواکو او طالبانو ترمنځ دا پړاو خبرې د سولې پروسې لپاره برخلیک ټاکونکې بولي.

د ولسي جرګې د نړیوالو چارو د کمېسیون مرستیال محمد داوود کلکانی
د ولسي جرګې د نړیوالو چارو د کمېسیون مرستیال محمد داوود کلکانی

دی وايي:

"دا غونډه به برخلیک ټاکونکې وي، ځکه چې د سولې پروسې په وړاندې یو لړ خنډونه موجود دي، دواړه خواوې باید نهایي تصمیم په دې برخه کې ونیسي. زه په‌دې فکر یم چې ښاغلی خلیل‌زاد باید پر پاکستان او طالبانو فشار واچوي او په‌دې کار سره د سولې لپاره ښه زمینه برابرېږي."

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد د تېر کال له اکټوبر میاشتې تر اوسه پنځه پړاوه خبرې له طالبانو سره کړي چې لاسته راوړنې یې هم درلودې.

خو د طالبانو له‌خوا د پسرلنیو عملیاتو پیلول او د سولې په موضوع کې د افغان حکومت او سیاسي څېرو ترمنځ اختلافات پر دې پروسې سیوری غوړولی او هغه‌یې په یوه ډول اغېزمنه کړې ده.

راپور: نسیم شفق

XS
SM
MD
LG