د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۲

قریشي: نن به امریکايي پلاوی له طالبانو سره په دوحه کې خبرې پيل کړي


ارشیف، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په اسلام‌اباد کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال, February 13, 2019
ارشیف، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په اسلام‌اباد کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال, February 13, 2019

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي سره له دې چې د امریکا او طالبانو د خبرو په وړاندې خنډونه شته، خو پاکستان د دغو خبرو بریالیتوب غواړي.

ښاغلي قریشي پرون د یکشنبې په ورځ په ملتان کې خبریالانو ته وویل چې تمه ده د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۲۶» امریکايي پلاوی په دوحه کې له طالبانو سره وګوري.

دی وايي:

"له طالبانو سره د امریکا خبرې روانې دي، څو ناستې شوې دي. تمه ده راتلونکې ناسته په پنځلسم تاریخ «نن دوشنبه» په دوحه کې وشي. زموږ هیله ده او مرسته او همکاري کوو چې دا ناستې مثبته نتیجه ورکړي او دا پروسه خپلې منطقي پایلې ته ورسېږي. منطقي پایله‌يې په سیمه کې سوله او ثبات دی."

قریشي ویلي هېواد یې د افغانستان په چارو کې د لاس‌وهنې اراده نه‌لري، بلکې په افغانستان کې امن او ثبات غواړي او د یوه اسانچاري په توګه د سولې او پخلاینې په پروسه کې رول ادا کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې په‌داسې حال کې کړي چې افغانستان او د سیمې او نړۍ یو شمېر هېوادونه اسلام‌اباد ته ګوته نیسي چې د ترهګرو پالنه کوي، خو پاکستان دا تورونه ردوي.

پاکستان وايي، پر طالبانو نفوذ نه‌لري او نه هم هغوی د پاکستان په لاس کې دي.

افغان حکومت ویلي چې پاکستان کله هم په رښتینې توګه د افغان سولې لپاره هڅه نه‌ده کړې او تل‌یې دوه مخی رول لوبولی دی.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیل‌زاد د طالبانو له استازو سره د ۲۰۱۸ میلادي کال اکټوبر مياشتې راهيسې پنځه ځله مخامخ خبرې کړې دي.

امریکايي پلاوي او طالبانو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو او له افغان خاورې د ترورېزم د نه‌استفادې په ډاډمنېدو کې ځیني پرمختګونه کړي، خو له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو او اوربند مسایل لا هم نه‌دي هوار شوي.

ارشیف، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیل‌زاد، په کابل کې د امریکا په سفارت کې د ازادي رآډیو پوښتنې ځوابولې، 2.4.2019
ارشیف، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیل‌زاد، په کابل کې د امریکا په سفارت کې د ازادي رآډیو پوښتنې ځوابولې، 2.4.2019

که څه هم د خلیل‌زاد او طالبانو پنځه دوره مذاکرات د دوی په خبره په ښه توګه مخته تللي او پرمختګونه‌یې هم کړي، خو د شپږم دور خبرو تر پیل مخکې دواړو لورو په افغانستان کې د تازه جنګي فصل په پیل باندې د یو بل دریځونه غندلي.

خلیل‌زاد وروستی وار د جمعې په ورځ د طالبانو له‌خوا د پسرلنیو عملیاتو اعلان وغانده او ویې‌ویل چې د جنګ له اعلان سره به د سولې هڅې پرمختګ ونه‌کړي.

وسله‌والو طالبانو بیا د خلیل‌زاد دریځ وغانده او امریکا او افغان پوځيان‌یې ملامته کړل چې د دوی په خبره په شپنیو عملیاتو او چاپو سره‌یې ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اړولې.

طالبانو سره له دې چې په خپل جنګ ټینګار کړی، خو ویلي یې دي چې د مذاکراتو روان بهیر او سوله‌ییز حل ته هم ژمن دي.

طالبانو او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیل‌زاد د خپلې شپږم دور لیدنې خبره تر اوسه نه‌ده تأیید کړې، خو خلیل‌زاد ویلي و چې د خپل سفر په پای کې قطر ته ځي.

د خلیل‌زاد او طالبانو تر شپږم دور لیدنې وروسته به د افغانستان د یوه لوی پلاوي او طالبانو مشورتي ناسته هم په دوحه کې وشي.

افغان حکومت ویلي چې ډېر ژر به په‌دې ناسته کې د افغانستان د ګډونوال پلاوي نومونه اعلانوي.

دا مشورتي ناسته د اپرېل په ۱۴مه او ۱۵مه پلان شوې وه، خو اوس افغان حکومت ویلي چې د اپرېل له ۱۹مې پیل او تر ۲۱مې به دوام وکړي.

طالبانو هم منلې چې د دوحې په همدې مشورتي ناسته کې د افغانانو له پلاوي سره کېني او که حکومتي چارواکي هم برخه لري د دوی په خبره یوازې دې خپل شخصي نظریات څرګند کړي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG