د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۳

خلیلزاد ته د قريشي ځواب: موږ د افغانستان د سولې کلک پلوي یوو


ارشیف، د انځور ښي لوري ته د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او چپ لوري ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي
ارشیف، د انځور ښي لوري ته د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او چپ لوري ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د زلمي خلیلزاد د څرګندونو په ځواب کې ویلي، پاکستان د افغانستان د سولې په پروسه کې د افغانانو پر ګډون سربېره د دې پروسې لپاره د ټولو هڅو کلک پلوی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې تر هغې وروسته کړي چې د افغانستان د سولې د پروسې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تېره ورځ پر خپلې ټوېټرپاڼې د طالبانو له خوا د پسرلنیو عملیاتو د پيلولو اعلان وغانده.

نوموړي همداشان پر قطر، پاکستان او نورو هغو هېوادونو چې دده په خبره په افغانستان کې سوله غواړي، غږ وکړ چې د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو اعلان وغندي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند محمد فیصل د شنبې په ورځ پر خپلې ټوېټرپاڼې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر په حواله ویلي:

"پاکستان په دې باور دی چې د افغانستان شخړه پوځي حل نه لري، بلکې د افغانستان د شخړې یوازنۍ سوله ییزه حل لاره سیاسي خبرې اترې دي."

نوموړي همداشان پر ټولو ښکېلو خواوو غږ کړی چې د سولې پروسې ته ژمن شي او همداراز یې په دغه پروسه کې د افغانانو په ګډون هم ټینګار کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند محمد فیصل
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند محمد فیصل

​ده ویلي:

"موږ د سولې په پروسه کې د افغانانو پر ګډون سربېره د دې پروسې اړوند د ټولو هڅو کلک پلوي یوو."

وسله والو طالبانو د جمعې په ورځ د افغانستان په ټولو برخو کې د الفتح په نامه د پسرلنيو پوځي عملیاتو د پیلولو اعلان وکړ چې په ترڅ کې یې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه ډېر شول.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي پر ټوېټر پاڼې د طالبانو د دغه اعلان په غبرګون کې وویل چې امریکا د متحده ایالاتو په استازیتوب دغه اعلان غندي او له افغانانو یې هم وغوښتل چې د طالبانو دغه اعلان وغندي.

خلیلزاد چې دا مهال په افغانستان کې د سولې لپاره د سیمې د هېوادونو په سفر بوخت دی، همداشان ویلي چې د وخت غوښتنه دا ده چې ټول افغانان د روښانه مستقبل لپاره لاسونه یو کړي.

د یادونې وړ ده چې وسله والو طالبانو لا تر دې دمه د خلیلزاد او پاکستان د څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

XS
SM
MD
LG