د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۲

ګلبدین حکمتیار په لومړي ځل د پاکستان په اړه خپل دريځ څرګند کړ


د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار د ازادي راډيو له خبریالې فیروزې عزیزي سره د مرکې په حال کې
د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار د ازادي راډيو له خبریالې فیروزې عزیزي سره د مرکې په حال کې

د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار په لومړي ځل د پاکستان په اړه خپل دريځ څرګند کړ.

ښاغلي حکمتیار د یکشنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، د یو شمېر نورو ګاونډیو هېوادونو تر څنګ پاکستان هم د افغانستان سیاسي مسایلو سره اړیکې لري او له طالبانو ملاتړ کوی.

ده وویل:

"پاکستان یو له هغو هېوادونو دی چې د افغانستان له مسئلې سره اړیکې لري او د دغه هېواد د وضعیت په اړه ځان ته دریځ لري، پاکستان له طالبانو ملاتړ کوي چې په دې کې هېڅ شک نشته."

ښاغلي حکمتیار دا هم وویل چې اوس پاکستان ته د افغانستان له جګړې تر ګټې زیان زیات رسېدلی، په تېره بیا اقتصادي ضرر او لېواله دی چې په افغانستان کې سولې راشي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې ګلبدین حکمتیار د پاکستان په اړه دغسې واضح دریځ نه و ښکاره کړی.

پاکستان هغه هېواد دی چې له دې وړاندې پرې د افغان حکومت او نړېوالې ټولنې له لوري له ترهګرو ډلو سره د مرستې تورونه پورې شوي، خو پاکستان دا تورونه رد کړي دي.

ګلبدین حکمتیار په دې ځانګړې مرکه کې دا هم وویل چې د جګړې دواړو ښکېلو غاړو افغان حکومت او طالبانو له لوري پسرلني عملیات چې د افغان حکومت له لوري د خالد او د طالبانو له لوري بیا د الفتح په نوم اعلان شوي، د سولې پر پروسه به منفي اغېز وکړي.

خو نوموړی د سولې روانو هڅو ته هیله مند ښکاري او وایي چې دا هڅې به د افغانستان د سولې لپاره رنګ راوړي.

د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار
د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار

ښاغلي حکمتیار وویل:

"که مشران سره کېني، پر ټولو مسایلو بحث وکړي او ګډ دریځ غوره کړي، هېڅ څوک د ویټو حق ځان ته ورنه کړي، ځکه د ویټو حق هېڅ څوک نه لري او له هېڅ چا نه منل کېږي، سوله په خپل انحصار کې ونه نیسي، سوله ملي مسئله ده، د ټولو توافق ایجابوي، په صادقانه ډول او بلا قید او شرط باید مذاکراتو ته داخل شو."

ټاکل شوې چې د روانې اپرېل میاشتې له ۱۹مې تر ۲۱مې نېټې پورې د قطر په مرکز دوحه کې د افغان حکومت استازي، سیاسیون او طالب پلاوي خبرې اترې وکړي.

که څه هم طالبانو ویلي چې په دې ناسته کې به د افغان حکومت استازي د افرادو په توګه برخه اخلي، نه د حکومتي استازو، خو افغان حکومت ویلي دي چې د دوی استازي به په دې ناسته کې د حکومتي استازو په توګه برخه واخلي، نه د اشخاصو په توګه.

له دې سره ښاغلی حکمتیار وایي، په افغانستان کې د سولې په مشورتي لویه جرګه کې ګډون کوي، خو که دغه جرګه په سمه توګه مدیریت نه شي، خلکو ته به ستونزې جوړې او د مشورې ارزښت به راکم کړي.

افغان حکومت وايي چې د سولې مشورتي لویه جرګه د راتلونکې ثور یا غويي میاشتې په نهمه نېټه جوړه شي چې دوه ورځې به دوام وکړي او د سولې اړوند مسایلو په څرنګوالي به په کې بحثونه وشي.

ښاغلی ګلبدین حکمتیار وایي، سره له دې چې له افغانستان سره یې د سولې تړون ۹۵ سلنه شرایط نه دي پلي شوي، خو د سولې له هوکړې یې خوښ دی او د جګړې په ټولو ښکېلو غاړو په تېره بیا له طالبانو یې د سولې غوښتنه وکړه.

راپور: فېروزه عزیزي

XS
SM
MD
LG