د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۰ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۲

هېواد: طالبان که د افغانانو بچیان وي، نو له‌دې جګړې دې لاس واخلي


ارشیف، د پکتیا په احمد ابا ولسوالۍ کې وسله وال طالبان, July 18, 2017
ارشیف، د پکتیا په احمد ابا ولسوالۍ کې وسله وال طالبان, July 18, 2017

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو تر ډېره د طالبانو له لوري د اعلان شويو «الفتح» پسرلنیو عملیاتو په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.

  • ویسا

د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی افغان ولس د ژرندې د دوو پلو ترمنځ.

په سرمقالې کې راغلي له یو پلوه د قطر په غونډه کې د حکومت له‌خوا د پلاوي د ټاکلو په بهیر کې ناغېړي، بل لورته د طالبانو له‌خوا د الفتحې په نوم د پسرلنیو عملیاتو پيل په افغان ولس کې سختې اندېښنې راپیدا کړي دي.

افغان ولس د ژرندې د دوو پلو ترمنځ

د سرمقالې د لیکوال په باور طالبان دا دی په سیاسي سټېج خبرو ته ناست دي، د هېواد راتلونکي په باب په پرېکړو کې شریک دي، اوس دوی ته د داسې پراخو او درنو بریدونو اړتیا او منطق څه دی؟

  • مسیر

بلې خپلواکې ورځپاڼې مسیر په خپلې سرمقالې کې لیکلي، د سولې د خبرو له تودېدو سره تمه دا وه چې طالبان به د نورو کلونو خلاف سږکال پسرلني عملیات نه اعلانوي یا لږ تر لږه به یې د دوحې تر غونډې وځنډوي، خو دغې ډلې یوځل بیا د خلکو د تمې خلاف ګام پورته کړ.

د سرمقالې په پای کې راغلي طالبان، دولت او امریکا درې واړه باید نور د وژنو او وینې بهېدنې دغه بهیر ته د پای ټکی کېږدي او نور د دغه کړېدلي ولس د صبر ازموینه وانه‌خلي.

  • ماندګار

د ماندګار خپلواکې ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی «له خالد تر الفتح» د سرمقالې د لیکوال په اند الفتح عملیات د خالد عملیاتو په مقابل کې اعلان شوي، دا چې خالد عملیات به الفتح عملیات په شا وتمبوي، په راتلونکو ۱۱ میاشتو کې به معلوم شي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي د پاکستان د شیطاني نظامیانو توطئې باید شنډې شي.

  • اصلاح

اصلاح دولتي ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې د ارګ په حوال لیکلي، د طالبانو پسرلني عملیات د دوی د نامشروع جګړې د دوام نښه ده.

د همدې ورځپاڼې په سرمقاله کې یادونه شوې چې داسې مخکنیو تدابیرو ته اړتیا ده چې د دښمن پلانونه په هغه لومړۍ نطفه کې شنډ کړای شي.

  • هېواد

د هېواد دولتي ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي، طالبان که د افغانانو بچیان وي، نوله دې جګړې دې لاس واخلي او د خپل هېواد او ولس پرضد دې جګړه نه‌کوي.

  • انیس

بلې دولتي ورځپاڼې انیس لیکلي، د نړۍ او افغانستان دیني علماوو په واضح ډول ویلي چې د افغانستان جګړه دیني مشروعیت نه‌لري.

د وینو د توېدو مخنیوی د خلکو غوښتنه ده.

د همدې ورځپاڼې په سرمقالې کې یادونه شوې د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو د اعلان په غبرګونه کې په ملي او نړیواله کچه اندېښنې ښودل شوي او ویل شوي چې دغه به د افغان ولس دردونه نور هم زیات کړي او د زیاتو بې ګناه انسانانو ژوند به واخلي.

  • هشت صبح

هشت صبح خپلواکې ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي چې د وینو د توېدو مخنیوی د خلکو غوښتنه ده.

XS
SM
MD
LG