د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۸

۳ امریکايي سناتورانو د افغانستان د انتخاباتو او د سولې د بهیر ملاتړ کړی


آرشیف، امریکايي سناتوره جین شاهین د امریکا په پنسیلوانیا ایالات کې یوه خبري غونډې ته د وینا پر مهال. 2016 28 July
آرشیف، امریکايي سناتوره جین شاهین د امریکا په پنسیلوانیا ایالات کې یوه خبري غونډې ته د وینا پر مهال. 2016 28 July

د امریکا د سنا درېیو غړو د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو او د سولې د بهیر ملاتړ کړی دی.

ولسمشر غني او سناتورانو، ډګ جونز، جک ريډز او جین شاهین پر سوله او انتخاباتو خبرې کړي دي.

دا خبر د افغانستان د ولسمشر دفتر پرون، د اپرېل په ۱۳مه، پر ټوېټر خپور کړی دی.

ارګ ویلي چې دواړه خواوې د افغانستان په حکومت کې پر اصلاحاتو هم غږېدلي دي.

کابل ته د امریکايي سناتورانو تللي پلاوي ویلي چې په انتخاباتو او سوله کې د افغانانو په ځانګړي ډول، د ښځو حقوق خوندې کېږي.

په‌دې اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړل شوي.

د افغانستان د جمهوري ریاست ټاکنې به د سېپټمبر په ۲۸مه کېږي.

د امریکا د سنا پلاوی په‌داسې وخت کې کابل ته تللی چې وسله‌والو طالبانو د جمعې په ورځ د "الفتح" په نوم پسرلني عملیات پېل کړل.

وسله‌والو طالبانو د شنبې په ورځ د کندز ښار پر لمنو او یو شمېر ولسوالیو کې حملې پېل کړې.

په کابل کې چارواکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې په نورو ۱۵ ولایتونو کې هم حملې شوي دي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا مرستیالې، حبیبې سرابي پرون د شنبې په ورځ«۱۳۹۸ کال د وري ۲۴» ازادي راډیو ته وویل، افغانان سوله غواړي خو وسله‌والو طالبانو څرګنده کړه چې هغوی‌یې نه غواړي.

ارشیف، د افغانستان د سولې د عالي شورا مرستیاله حبیبې سرابي په بلخ کې یوه رسنیز کنفرانس ته د وینا پر مهال 11.14.2017
ارشیف، د افغانستان د سولې د عالي شورا مرستیاله حبیبې سرابي په بلخ کې یوه رسنیز کنفرانس ته د وینا پر مهال 11.14.2017

سرابي وویل:

"معلومه ده چې څوک جګړه غواړي او د بې ګناه انسانانو د ویني له بهولو نه ستړي کېږي، زما پوښتنه دا ده چې دا څرنګه انسانیت او اسلام دی؟"

خو د وسله‌والو طالبانو یوه ویاند ویلي چې هغوی سولې ته متعهد دي، خو د افغانستان امنیتي ځواکونه او بهرنۍ قواوې یې د پوځي عملیاتو په زیاتولو تورن کړي دي.

د طالبانو پسرلني عملیات د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد هم وغندل.

هغه پر ټوېټر د جمعې په ورځ له پاکستان، قطر او نورو هېوادونو چې د خلیل‌زاد په وینا، په افغانستان کې سوله غواړي، غوښتنه وکړه چې ورته کار وکړي.

ټاکل شوې چې خلیل‌زاد په نږدې وخت کې په قطر کې د طالبانو له سیاسي استازو سره وګوري.

په ولسي جرګه کې د غزني استازي، علي اکبر قاسمي ازادي راډیو ته پرون د شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۲۴» په‌دې اړه وویل:

"د دې لپاره چې د سولې او مذاکرو خبره ډېره توده ده، هغوی «طالبان» غواړي چې د زیات امتیاز ترلاسه کولو لپاره حرکتونه وکړي او دولت هم مجبور کړي چې زیات امتیاز ورکړي."

په کابل کې د سیاسي چارو د څارونکيعلي امیري له نظره د سولې په هڅو کې ابهام زیات دی، خو پرمختګ باید وشي.

علي امیري ازادي راډیو ته وویل:

"ښايي د وخت له تېرېدو سره ټولنیز فشار د سولې کاروان تر یوه حده پرمخ بوزي."

XS
SM
MD
LG