د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۶ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۵

د طالبانو له‌خوا د پسرلني عملیاتو اعلان او په اړه‌یې نړیوالې تبصرې


ارشیف، د پکتیا په احمدابا ولسوالۍ کې وسله‌وال طالبان , July 18, 2017
ارشیف، د پکتیا په احمدابا ولسوالۍ کې وسله‌وال طالبان , July 18, 2017
  • ډېلي مېل

کاناډایۍ ډېلي مېل ورځپاڼې په افغانستان کې د وسله‌والو طالبانو له‌خوا د پسرلنیو عملیاتو په اعلانولو پسې د دې هېواد په یو شمېر سیمو کې د ناامنیو وروستیو پېښو ته کتنه کړې او لیکي:

یوه ورځ وروسته له هغې چې طالبانو د الفتح په نوم د پسرلینو عملیاتو د پیلېدو اعلان وکړ، شنبې د کابل په ګډون یو شمېر ولایتونو کې حملې او چاودنې وشوې.

د ډېلي مېل په لیکنه دغه خونړۍ حملې داسې مهال کېږي چې امریکا په افغانستان کې د ۱۸ کلنې جګړې د پای ته رسېدو لپاره یوه سوله‌ییز جوړجاړي ته د رسېدو په هدف په قطر کې له طالبانو سره خبرې ګړندۍ کړي او بل پړاو به‌یې هم د روانې میاشتې په وروستیو کې ترسره شي.

ډېلي مېل په کندز، کابل، غور او ننګرهار ولایتونو کې وروستیو بریدونو او چاودنو ته چې دواړو خواوو ته په‌کې لسګونه کسانو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو ادعاوې شوي، په اشاره لیکي:

که څه هم د طالبانو له‌خوا پسرلني تهاجمي عملیات له معمول سره سم د جګړې د فصل د پیلېدو ښکارندویي کوي، خو په‌دې وروستیو کې لیدل شوي چې په ټول کال کې طالبانو خپلو حملو ته دوام ورکړی دی.

د ډېلي مېل په لیکنه، له ۱۸ کلنې جګړې وروسته امریکا هڅه کوي چې له طالبانو سره یوې روغې جوړې ته ورسېږي او ولسمشر ډونالد ټرمپ هم بې‌صبرانه یو ډول جوړجاړي ته انتظار باسي.

د ورځپاڼې په وینا که څه هم د افغانستان حکومت دا ځل غواړي چې قطر ته یو پلاوی واستوي، څو له طالبانو سره نظرونه تبادله کړي، خو د دغه پلاوي لپاره د کسانو د غوره کېدو مسئله ډېره ستونزمنه شوې ده.

طالبانو چې د افغانستان له حکومت سره له مخامخ خبرو کولو ډډه کړې، ټینګار کړی چې حکومتي چارواکي یوازې د افرادو په توګه غونډه کې ګډون کولای شي.

  • نیویارک پوسټ

امریکایي نیویارک پوسټ ورځپاڼې هم په یوه مطلب کې په افغانستان کې د طالبانو وروستیو بریدونو ته پام اړولی او په یوه برخه کې یې د کندز حملې ته اشاره کړې چې د ولایتي شورا مشر یې د مرګ ژوبلې شمېر نږدې ۶۰ تنه ښودلی دی.

هغه ولایت چې مرکز یې طالبانو په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د مؤقت وخت لپاره نیولی و.

نیویارک پوسټ د کندز ستراتېژیک موقعیت ته اشاره کوي او لیکي، دا ولایت د یوې لویې کرنیزې سیمې په څلور لاره کې پروت دی او کابل او شمالي ډېرو ولایتونو ته هم نږدې لاسرسی لري.

په‌داسې حال کې چې طالبانو د الفتح په نوم د پسرلنیو عملیاتو له پیلېدو سره حملو ته زور ورکړی، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو بیا وار له مخې د دې او نورو ډلو پر ضد د خالد په نوم پوځي عملیات پیل کړي دي.

XS
SM
MD
LG