د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۳

د سعودي ولیعهد: په هند کې تر سل میلیارده ډالرو د ډېرې پانګونې فرصت شته


د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د هند له صدراعظم نرېندرا مودي سره
د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د هند له صدراعظم نرېندرا مودي سره

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د نوې ډېلي د سفر پر مهال وویل چې په هند کې تر سل میلیارده ډالرو د ډېرې پانګونې او سوداګرۍ فرصت شته.

شهزاده محمد بن سلمان د هند له صدراعظم نرېندرا مودي سره د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۰۱» تر لیدو وروسته ګډې خبري غونډې ته وویل:

"موږ دا درک کوو چې د پانګونې او سوداګرۍ فرصتونه په مختلفو برخو کې به هند کې د راتلونکو دوو کلونو په ترڅ کې تر سل میلیارده ډالرو زیات دي او موږ دواړه غواړو چې داسې پانګونې وکړو چې دواړو لورو ته ګټورې وي."

د سعودي عربستان ولیعهد له اسلام‌اباده نوې ډېلي ته تللی دی.

له ده سره خبري غونډې ته د هند صدراعظم نرېندرا مودي وویل چې د ترهګرو پر ضد د مبارزې په برخه کې، له شهزاده سلمان سره موافق نظر لري.

د هند صدراعظم نرېندرا مودي
د هند صدراعظم نرېندرا مودي

مودي زیاته کړه:

"موږ همداراز موافقه وکړه چې د ترورېزم پر ضد او د سمندري امنیت او سایبري امنیت په برخو کې د همکاریو پیاوړتیا او پراختیا د دواړو هېوادونو په ګټه ده."

د سعودي عربستان ولیعهد په‌داسې وخت کې هند ته سفر کوي چې د هند تر واک لاندې کشمیر کې د تېرې اوونۍ برید د نوې ډېلي او اسلام‌اباد اړیکې کړکېچنې کړې دي.

هند په‌دې برید کې چې تر ۴۰ ډېر هندي سرتېري په‌کې ووژل شول، پاکستان په لاس لرلو تورنوي او هڅې یې پيل کړې دي چې په نړیواله ټولنه کې د پاکستان پر ضد ډیپلوماتیک ملاتړ خپل کړي.

پاکستان دا تور رد کړی دی، خو د دې حملې مسؤلیت د جیش محمد په نوم ډلې په غاړه اخیستی دی چې په پاکستان کې اوسي.

شهزاده محمد بن سلمان چې د پاکستان د سفر پر مهال‌یې له هغه هېواد سره د ۲۰ میلیارده ډالرو مرستې تړون لاسلیک کړ، وویل چې ریاض چمتو دی چې په استخباراتي او سیاسي برخو کې د هند له ټولو ګاونډیو سره خپلې هڅې متحدې کړي، څو د یوې روښانې راتلونکې او نوي خوندي نسل په رامنځته کېدو کې یې هېواد مهمه ونډه اخیستې وي.

XS
SM
MD
LG