د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۱

هیومن رايټس واچ: په هند کې پولیس پر مذهبي اقلیتونو د حملو د څېړنو مخنیوی کوي


هندي سرتېري
هندي سرتېري

بشري حقونو د څارنې نړیوالې ادارې هیومن رايټس واچ د فبرورۍ په شمله په یوه رپوټ کې وویل چې هندي پولیسو په هغه هېواد کې پر مذهبي اقلیتونو د خونړیو حملو په اړه د تحقیقاتو مخنیوی کوي.

د هیومن رایټس واچ دا رپوټ په ۱۰۴ مخونو کې چاپ شوی دی.

په رپوټ کې ویل شوي چې د هند پولیسو حتی د داسې حملو د توجیه کولو لپاره دلایل موندلي او د یو شمېر قربانیانو د کورنیو غړي یې ملامت کړي دي.

د رپوټ په حواله، له ۲۰۱۴میلادي کال راهیسې چې د هند صدراعظم نرېندرا مودي ګوند بهارتیاجناتا پارټي (بي. جي. پي) په قدرت کې دی، د غواوو د ساتنې ډلو پر هغو ټولنو چې د غوا غوښه خوري په بې ساري ډول زیاتې حملې کړې دي.

د هند صدراعظم نرېندرا مودي
د هند صدراعظم نرېندرا مودي

په وروستیو درېیو کلونو کې ۴۴ چې لویه برخه یې مسلمانان وو، له دې امله وژل شوي چې د غوا غوښه خوري یا غواوې حلالوي او غوښه یې خرڅوي.

د هند د وګړو په سلو کې اتیا هندوان دي.

د هندوانو په مذهبي عقایدو کې غوا سپېڅلی څاروی دی او په ځیني مواردو کې یې عبادت کېږي.

له دې امله، ډېر هندوان ویجیټېرین دي یا واښه خوري.

د هند یوې وېب پاڼې چې پر مذهبي اقلیتونو د حملو په اړه ارقام را غونډوي، ویلي چې په وروستۍ یوه لسیزه کې د مذهبي کرکې پر اساس نوي فیصده قتلونه د صدراعظم نرېندر مودي د واکمنۍ په کلونو کې شوي دي.

متعصبې مذهبي ډلې پر خلکو په مکرر ډول حملې کوي.

یو شمېر قربانیان په ونو پورې را ځړول شوي، ځیني غرغره شوي او حتی د یو شمېر کسانو سوځول شوي جسدونه هم موندل شوي دي.

هیومن رایټس واچ ویلي، د هند حکومت د دې ستونزې د حل لپاره له صادقانه تحقیقاتو ډډه کړې ده.

د دې سازمان په رپوټ کې د یوې داسې پېښې یادونه شوې چې لا هم نه ده څېړل شوې.

رپوټ وايي، د هند په چهاړکنډ ایالت کې د ۲۰۱۶ میلادي کال د مارچ په اتلسمه د دوو مسلمانانو شپنو مړي وموندل شول چې غوا يې د خرڅلاو لپاره بازار ته بیوه.

د هند یو کروندګر په ځمکه کې په غویانو کار کوي
د هند یو کروندګر په ځمکه کې په غویانو کار کوي

محمد مظلوم انصاري ۳۵ او امتیاز خان ۱۲ کلن و.

د هغوی جسدونه په یوه ونه پورې را ځړول شوي وو.

د محمد مظلوم پلار هیومن رایټس واچ ته ویلي، کله یې چې پر زوی حمله وشوه، دی له وېرې پټ شو او هر څومره چې یې زوی د مرستې لپاره نارې ووهلې، له مرګه ونه ژغورل شو.

پر دې مسلمانانو د حملې پړه په سیمه کې د مذهبي هندوانو پر یوې ډلې واچول شوه چې د غواوو د مصؤنیت لپاره مبارزه کوي.

هیومن راټيس واچ په دې اړه په رپوټ کې د نورو پېښو مثالونه هم ورکړي او د هند پر پولیسو یې تور پورې کړی چې تقریباً په ټولو مواردو کې یې تحقیقات نه دي کړي او حتی د داسې جنایتونو د پټولو او له قاتلانو سره د مرستې هڅې یې کړې دي.

هیومن رایټس واچ په هند کې پر مرکزي او ایالتي حکومتونو غږ کړی چې د مذهبي اقلیتونو د خونديتوب لپاره د هند د سترې محکمې هغه حکم چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې یې صادر کړی، عملي کړي.

په دې حکم کې د هغو کسانو لپاره چې په ډله ییز ډول حملې کوي، سزا ټاکل شوې ده.

XS
SM
MD
LG