تمه ده چې نن په کابل کې زلمی خلیلزاد له افغان چارواکو سره د سولې د وروستیو پرمختګونو په ارتباط خبرې وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت له لوري د افغانستان د سولې او پخلاینې ځانګړي استازي په قطر کې له طالبانو سره د سولې د خبرو په پای کې پر ټویټر ولیکل چې ډیر مهم پرمختګونه شوي دي، نوموړي دا هم څرګنده کړې ده چې د دې هڅو پر بنسټ به خبرو ته په کابل کې ادامه ورکړو.
بل لور ته طالبانو رویټرز اژانس ته ویلي دي چې دوی له امریکايي پلاوي سره په قطر کې د سولې پر یوې مسودې موافقه کړې ده چې له مخې به یې په ۱۸ میاشتو کې بهرني ځواکونه له افغانستانه وځي.
طالبانو مخکې ویلي و چې تر هغو د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرې نه کوي چې بهرني ځواکونه په دغه هېواد کې وي، خو اوس داسې ښکارې چې امریکایي پلاوي دوی ته پهدې برخه کې د وتلو ډاډ ورکړی دی، خو د طالبانو پخوانی چارواکی ملا عبدالسلام ضعیف پهدې باور دی چې طالبان ممکن د افغانستان د حکومت له استازیو سره د سولې خبرو ته حاضر نهشي.
دی وايي:
"په مجموع کې د سولې لپاره یو ښه پرمختګ دی او دا چې امریکایان او طالبان تقریباً یوې پایلې ته سره نېژدې کېږي دا هغه مرحلې ته چې افغاني تفاهم دی، لاره ښه ورنېژدې کوي چې کیدای شي له افغانانو سره تفاهم وشي، خو پهدې کې زه په شک کې یم چې طالبان د افغانستان له اوسني نظام سره پهدې نامه د خبرو لپاره کښیني چې دا د افغانستان حکومت دی او طالبان یوه سیاسي ډله ده، پهدې کې شک کوم."
د قطر په پلازمېنه دوحه کې د دوشنبې په ورځ د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکایي پلاوي او طالبانو ترمنځ خبرې پیل شوې، تمه وه چې دا خبرې د دوو ورځو په مخه وي خو شپږ ورځې یې دوام وکړ.
خلیلزاد پر ټويټر لیکلي چې ترڅو چې پر ټولو شیانو توافق نه و شوې پر هېڅ شي به موافقه ونهشي، هر څه باید د افغانانو د خپلمنځي خبرو په ترڅ کې وشي او پراخ اوربند ټینګ شي.
خلیلزاد تېر کال په سېپټمبر کې د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو د وزارت له لوري د افغانستان د سولې ځانګړی استازی وټاکل شو تر اوسه یې پنځه ځله د طالبانو له استازیو سره کتلې دي، خو د وروستیو خبرو په اړه یې ویلي دي چې مخکې کله هم پهدې خبرو کې دومره پرمختګ نهو شوی.