د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۷

صدیقي: د قطر په روانو خبرو کې باید افغاني هویت او ملي ګټو ته پاملرنه وشي


د افغانستان د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي
د افغانستان د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي

د افغانستان د ملي شورا اداري پلاوی او ځیني غړي وايي، د قطر د سولې په روانو خبرو کې باید د افغانانو هویت او ملي ګټو ته زیاته پاملرنه وشي.

په داسې حال کې چې په قطر کې د طالب استازو او امریکايي پلاوي ترمنځ د سولې خبرې لا هم دوام لري، د افغانستان مشرانو جرګه وايي، دا خبرې به هله مثبتې پایلې ولري چې د افغانانو د رضایت او غوښتنو سره سمې وي.

د دغې جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي که څه هم د دغو خبرو له دوامه خوښ دی، خو په خبره یې، تر کومه چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مستقیمې خبرې ونشي، د قطر خبرې به د پام وړ نتایج ونه لري.

ښاغلي صدیقي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د قطر په خبرو کې د افغانانو هویت او ملي ګټو ته پاملرنه يو حتمي امر دی.

دی وایي:

"هیله لرم، په هغو موضوعاتو چې بحث کېږي، د افغانستان دولت د بحث له ټولو موادو سره همغږی وي او په ټولو موضوعاتو کې ورسره مشوره وشي، له طالبانو مو هم دا هیله ده چې خپل ملي هویت او افغانیت په پام کې ونیسي او د دوی له لارې د سیمې پروژې دلته پلې نشي او د سیمې استخبارات موږ ته نور دوکه رانه کړي."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد او په قطر کې د طالب استازو ترمنځ خبرې شپږمې ورځې ته وغځېدې.

يو شمېر لوېدیځو رسنیو د طالبانو د يوې سرچینې له قوله خبر ورکړی چې دواړه لوري له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په موضوع هوکړې ته رسېدلي، خو د اوربند او بین الافغاني مذاکراتو د پیلېدو لپاره لا هم خبرې دوام لري.

امریکايي چارواکو او طالبانو تر دې مهاله د دوحې د ناستې د پرېکړو او هوکړو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي، خو ویل شوي چې د دغې ناستې په پای کې به دواړه لوري يوه ګډه اعلامیه خپره کړي.

په ورته وخت کې ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه په اسانۍ بحث نشي کېدای او باید په دې موضوع کې د ښکېلو خواوو يوه پراخه ډله شامله شي.

خو اوس پوښتنه دا ده چې د قطر خبرې ولې دومره اوږدې شوې او په کومو موضوعاتو ډېر تمرکز شوی؟

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون غړی ګل پاچا مجیدي دې پوښتنې ته د ځواب ویلو ترڅنګ خپله اندېښنه هم شریکوي او وایي:

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون غړی ګل پاچا مجیدي
د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون غړی ګل پاچا مجیدي

"کوم بحثونه چې دوام لري او باید هوکړه پرې وشي، هغه د افغان حکومت سره مستقیمې خبرې دي چې تر دې مهاله پرې هوکړه نه ده شوې او دا يوه ډېره اړینه موضوع ده، زموږ اندېښنه دا ده چې په دغه ناسته کې تر ډېره د بهرنیو ځواکونو د وتلو په موضوع تمرکز کېږي، هسې نه چې افغانستان يو ځل د داخلي جنګونو ښکار شي، د افغانستان له حکومت سره د خبرو موضوع باید د دغې ناستې د اجنډا په سر کې وای."

دا د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د طالب استازو او امریکايي پلاوي ترمنځ د سولې څلورم پړاو خبرې دي، له دې وړاندې دواړو لوریو په دوحه او ابوظبي کې خبرې کړي دي.

په پخوانیو خبرو کې امریکا د افغان حکومت له غوښتنې سره سم له طالبانو غوښتي وو چې له افغان حکومت سره د خبرو مېز ته کېني، خو طالبانو د دې پرځای ډېر تمرکز له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو درلود.

اوس به ولیدل شي چې د سولې دا پړاو خبرې به بالاخره څه پایلې ولري او د يو شمېر نورو مسایلو ترڅنګ به ایا طالبان دېته حاضر شي چې له افغان حکومت سره د خبرو مېز ته کېني؟

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG