د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۳

طالبان نن د څلورمې ورځې لپاره له امریکايي چارواکو سره خبرې کوي


تمه ده چې په دوحه کې، د طالبانو له استازو سره د امریکايي چارواکو خبرې نن هم دوام وکړي.

په قطر کې د طالبانو د دفتر یوې سرچینې تېرماښام آزادۍ راډیو ته وویل چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیوچارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ له امریکايي چارواکو سره د دې ډلې د استازو خبرې پرون د چارشنبې په ورځ د دريمې ورځې لپاره پای ته ورسیدې او پریکړه وشوه چې دا خبرې نن هم دوام وکړي.

سرچینې زیاته کړه، د طالبانو استازي تمه لري چې نن به دواړه لوري ګډه اعلامیه هم خبره کړي. امریکايي چارواکو د طالبانو د دې ادعا په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

زلمي خلیل‌زاد تر اوسه څلور ځلې له طالب استازو سره لیدنې کړې دي، خو تر دې مهاله‌یې خپل اصلي اهداف چې د افغان حکومت سره د مخامخ خبرو لپاره د طالبانو چمتو کول او د اوربند اعلانول دي، نه‌دي تر لاسه کړي.

طالبانو په وار وار ټینګار کړی دی چې امریکا دې په خبرو اترو کې له افغانستانه د خپلو سرتېرو د ایستلو نېټه وټاکي، څه موده مخکې داسې راپورونه خپاره شول چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ غواړي له افغانستانه اووه زره امریکايي سرتېري وباسي، خو تر اوسه پورې په رسمي توګه له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د وتلو هېڅ پرېکړه یا مهالوېش نه‌دی اعلان شوی.

امریکا دا مهال په افغانستان کې شااوخوا ۱۴ زره سرتېري لري.

XS
SM
MD
LG