د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد او په قطر کې د طالبانو د استازو ترمنځ خبرې نن د جنورۍ په ۲۶مه هم دوام کوي.
په قطر کې طالب سرچينو د دې خبر په تأيید سره ازادي راډیو ته وويل چې د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد او د طالبانو استازي به په قطر کې شپږمه ورځ هم خبرې وکړي.
د سرچينې په وينا، د اوربند پر تامین، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او د نورو هېوادونو پر ضد د افغانستان له خاورې استفاده نه کول هغه موضوعات دي چې ورباندې خبرې دوام لري.
په قطر کې د طالبانو بلې سرچينې چې نه یې غوښتل نوم یې واخيستل شي، وويل چې سبا ښايي د دواړو لوریو ترمنځ د خبرو يوه نتيجه معلومه شي.
د زلمي خليلزاد په مشرۍ د امریکايي پلاوي او په قطر کې د طالبانو د استازو ترمنځ خبرې د دوشنبې په ورځ پیل شوې.
قطر هغه ځای دی چې د طالبانو غیر رسمي دفتر پکې د ۲۰۱۳ میلادي کال راهيسې فعالیت کوي.
طالبانو د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلاميه کې وویل چې ملا عبدالغني برادر په قطر کې د دوی د سیاسي دفتر د رئیس په توګه وټاکل شو او دا اقدام له امریکا سره د مذاکراتو د تقويت او په ښه توګه پر مخ وړلو په هدف شوی دی.
د طالبانو په اعلاميه کې دا هم ويل شوي چې د ملا برادر تر ټاکل کېدو وروسته به د طالبانو مذاکراه کوونکی ټیم خپلو مذاکراتو ته دوام ورکړي او کوم بدلون به نه راځي.
د افغان حکومت استازو په دې غونډه کې حضور نه درلود او طالبانو له افغان چارواکو سره د سولې خبرې رد کړي او ويلي يې دي چې له واشنګټن سره مذاکرات کوي.
خو افغان حکومت تر دې مخکې ویلي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا هڅې له افغان حکومت سره په همغږۍ پر مخ ځي.
کله چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د تېر کال په سپټمبر مياشت کې خليلزاد د افغانستان د سولې لپاره د دې وزارت ځانګړی استازی وټاکه، د سولې هڅې زیاتې شوي دي.
نه یوازې خليلزاد څو ځلې د سيمې هېوادونو ته سفرونه کړي او د افغانستان د سولې په اړه یې بحثونه کړي، بلکې افغان حکومت هم د سولې په اړه د مشورتي بورد په جوړولو او د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارلانشا د رئیس په توګه د عمر داودزي په ګمارلو سره د افغانستان د سولې په برخه کې هڅې زیاتې کړې.
اوسمهال د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد خبرې په قطر کې د طالبانو له استازو سره دوام لري، بل لور ته د افغانستان د سولې عالي شورا د دارلانشا رئیس عمر داودزی چين ته تللی چې د افغانستان د سولې د بهير په اړه د چين له چارواکو سره وويني او په دې برخه کې د پيکنګ همکاري جلب کړي.