د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۳:۵۰

د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس د سولې د خبرو لپاره قطر ته ولاړ


ارشیف، د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس معصوم ستانکزی
ارشیف، د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس معصوم ستانکزی

د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس د سولې د خبرو لپاره قطر ته ولاړ

د افغان حکومت یوې معتبرې سرچینې ازادي راډيو ته وویل چې د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس معصوم ستانکزی ساعت وړاندې له کابله د قطر په لوري وخوځېد.

سرچینه وایي چې دغه سفر د سولې په اړه د خبرو اترو لپاره ترسره شو او تمه ده چې له طالب استازو سره هم وویني.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې د خبرو لپاره د امریکا استازی زلمی خلیلزاد د شپږمې ورځې لپاره په قطر کې له طالب استازو سره په خبرو اترو لګیا دی.

تراوسه طالبانو یا امریکايي چارواکو د غونډې د نتایجو په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته په رالېږلي پيغام کې ویلي، د قطر غونډه نن هم روانه ده او په وینا یې چې د دغې غونډې د پای ته رسېدو په اړه معلومات په لاس کې نه لري.

دا چې طالب استازي به له معصوم ستانکزي سره لیده کاته وکړي که نه، ښاغلی مجاهد وايي:

"زموږ او د کابل د ادارې د استازو ترمنځ ملاقات نه شي تأییدولای."

د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خبره، د دغې ډلې استازي له معصوم ستانکزی سره د ملاقات پلان نه لري.

XS
SM
MD
LG