د سوریې حکومت غواړي چې د دغه هېواد په شمال ختیځ کې له هغو کُردانو سره روغه وکړي چې امریکا یې ملاتړ کوي.
د دغو دوو مخالفو لورو ترمنځ د روسیې په منځګړیتوب وروسته تر هغه تماسونه پیل شول چې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر وویل چې له دې سیمو به خپل پوځیان وباسي.
سوریه له کُردانو سره د روغې جوړې خبرو ته هیلهمنده ده.
د سوریې د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال وزیر فیصل مقداد د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۱۹» په دمشق کې خبریالانو ته وویل:
"له کُردانو سره تماسونه او فعال بحثونه د هغو ګواښونو په ارتباط چې د سوریې په شمال کې زموږ ارضي تمامیت ته متوجې دي او ورسره مخامخ یوو، زیات شوي دي."
د کُردانو وسلهوالو د سوریې په شمال ختیځ کې پراخې سیمې لاندې کړې دي او له دوی سره وروسته تر دې دمشق اړیکې ټینګې کړې چې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره میاشت وویل چې خپل ټول ۲۰۰۰ سرتېري به له دې سیمو وباسي، خو واشنګټن هڅې کوي چې د دوی د پوځیانو له وتلو وروسته ترکي ځواکونه پر کُردانو حمله ونهکړي.
د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۱۸» د امریکا د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار جان بولتون ترکیې ته ولاړ، څو انقره قانع کړي چې له سوریې د امریکایي سرتېرو تر وتلو وروسته د سوریې په شمال ختیځ کې پر کُردانو برید ونهکړي، خو ترکیې د امریکا دا غوښتنه رد کړه.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې کُردي وسلهوالو ته د داعش د وسلهوالو په سترګه ګوري.
د انقرې چارواکي ادعا کوي چې د سوریې کُردان چې واشنګټنیې حمایت کوي د ترکیې له بېلتون غوښتونکو کُردانو سره نږدې اړیکې لري.
دمشق له کُردانو سره دا ژمنه کړې ده که امریکایي عسکر ووځي د دوی د ساتنې لپاره به د ترکیې د پولو په اوږدو خپل پوځیان ځای پر ځای کړي.
د کُردانو یوه مشر تېره اوونۍ روېټرز اژانس ته ویلي و چې دوی پر یوه داسې پلان کار کوي چې له مخې یې له دمشق سره روغه جوړه وکړي.