د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۵

ترکيې د سوريي منبیج ښار ته د حکومتي ځواکونو ننوتل وغندل


آرشیف، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د وینا په حال کې
آرشیف، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د وینا په حال کې

ترکيې د سوريې په شمال کې منبیج ښار ته د دې هېواد د حکومتي ځواکونو د داخلېدو پر وړاندې تند عکس العمل ښودلی دی.

ترکيې د سوريي منبیج ښار ته د حکومتي ځواکونو داخلیدل وغندل او روسيې بیا دا تحول ستایلی دی.

د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون وویل، د سوريې کردان دا حق نه لري چې د دغه هېواد له حکومته ملاتړ وغواړي.

ترکیه د سوريې د کرد وسله والو ډله یو ترورېستي سازمان بولي او ولسمشر اردوغان په روانه میاشت کې ګواښ کړی و چې د سوريې په شمال کې به د کرد وسله والو پر ضد پراخ پوځي عملیات وکړي.

د روسيې حکومت بیا په منبیج ښار کې د سوريې د حکومتي ځواکونو ځای پر ځای مثبت تحول بللی دی .

د کرملين ویاند دیمتري پېسکوف پرون په یوه بیان کې وویل چې په منبیج کې د سوريې د حکومتي ځواکونه ځای پر ځای کېدل به د سیمې په باثباته کېدو کې مرسته وکړي.

د سوريې کرد وسله والو د سوريې له حکومته وغوښتل چې د ترکيې د پوځ د ګواوښونو پر وړاندې له دوی ملاتړ وکړي او منبیج ښار ته خپل ځواکونه ولېږي.

کردانو دا غوښتنه له سوريې د امریکايي ځواکونو د وتلو تر اعلان وروسته کړې ده.

آرشیف، د سوریې په منبیج کې امریکايي ځواکونه
آرشیف، د سوریې په منبیج کې امریکايي ځواکونه

​د کردانو وای پي جي وسله والې ډلې تر دې مخکې پر فرانسې هم غږ کړی و چې د امریکا ځواکونو تر وتلو وروسته دې په سوریه کې خپل پوځي حضور پراخ کړي.

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د روانې ډيسمبر په ۱۹مه اعلان وکړ چې له سوريې ټول امریکايي سرتېري باسي.

په متحده ایالاتو او بهر نړۍ کې د امریکا متحدانو د ولسمشر ټرمپ پر دې پرېکړه سخت انتقادونه وکړل او خبرداری يې ورکړ چې دا ګام به په سوریه کې ایران او روسيې ته بری ورکړي.

ایران او روسیه د سوريې په کورنۍ جګړه کې د بشارالاسد له حکومت ملاتړ کوي او ترکیه بیا د هغو وسله والو پلوي کوي چې د اسد د رژیم پر ضد جنګېږي.

په همدې حال کې د سوريې د بشري حقونو ډلې چې له لندنه فعالیت کوي، ویلي دي چې د سوريې شااوخوا درې سوه سرتېري منبیج ته داخل شوي، خو د دې لپاره چې لا هم دغلته امریکايي او فرانسوي ځواکونه شته، د سوريې عسکر د ښار مرکز ته نه دي داخل شوي.

XS
SM
MD
LG